د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې ۶۶ وسله وال وژل شوي

میرویس
10.07.2015

ګرانو وطنوالو، السلام علیکم.
بې پيلوټه الوتکو په ننګرهار کې اکثره داعشیان او یو شمیر هغه طالبان وژلي چې دتش جهاد په نامه یې یو اوبل او ولسي خلک وژلي او د ولسونو لویې پرګنې یې د خپلو مینو نه کوچ کولو ته مجبورې کړیدي.
====
ننګرهار: د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې ۶۶ وسله وال وژل شوي.
د ننګرهار چارواکي وايي چې په وروستیو دوو اونیو کې، په دې ولایت کې د بې پیلوټه الوتکو پنځه حملې شوي چې لږ تر لږه ۶۶ وسله وال په کې وژل شوي دي.
د ننګرهارد والي ویاند احمدضیا عبدالزي د چارشنبې پر ورځ وویل چې په دې کسانو کې د اسلامي دولت [داعش] وسله وال هم شامل دي.
عبدالزئ: وروستۍ حمله په اچین ولسوالۍ کې شوې چې ۱۷ وسله وال په کې وژل شوي دي.
که څه هم د ټولو د هویت په اړه معلومات لا نه لرو خو داسې ګڼل کېږي چې سرګروپان یې هم په کې شامل دي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ملي امنیت ریاست وړمه ورځ په اچین ولسوالۍ کې د داعش د دوهم لوي قوماندان ، ګل زمان د وژل کېدو خبر ورکړی وو


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more