د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

په قزاقستان کې د جنت په نوم ډرامه پرحقیقي کېسو ولاړه ده

اتل
04.06.2015

محترمو لوستونکو، السلام علیکم
دا لاندې ډرامه پر حقیقي کیسه ولاړه ده. کیسه دا ټکئ په ګوته کوی چې یو افراطي ځوان مسلمان د مور او پلار د رضا خلاف افراطیان راټولوي او افراطیت په لاره کې دديرو مشکلاتو سره مخ کیږي. خو ملا صاحبان افراطیانو ته نصیحت کوي چې د مور او پلار خیال وساتي او دا حدیث شریف ورته بیانوي چې [جنت د مور او پلار تر پښو لاندې دئ،] افراطي ځوان د مشکلاتو د ګاللو نه ورسته هوښیار کیږي، پخپلو اعمالو پښیمانه کیږي او د مور او پلار نه پښنه غواړي او بیرته عادي ژوند غوره کوي.
========
14.03.1394
د تروریزم او افراطیت پرضد په مبارزه کې، په عمومي توګه پر مالي او پوځي امکاناتو او ایډيالوژیکې لارو اتکا کېږي خو په قزاقستان کې تیاتر هم ور اضافه شوی دی.
د قزاقستان اورالسک تیاتر، په وروستیو کې د جنت په نوم یوه ډرامه جوړه کړې چې د یوې داسې کورنۍ کېسه کوي چې مشر زوي یې د افراطي ډلو ملګری وي.
په اورال کې د مذهبي چارو یوه مسول ویلي چې دا ډرامه پرحقیقي کېسو جوړه شوې ده.
د ډرامې اوله برخه د یک شنبې په ورځ د قزاقستان د حکومت، د مذهبي چارو په دفترکې نندارې ته وړاندې شوه چې له اورالسک تیاترسره یې د ډرامې په جوړولو کې مرسته کړې ده.
په ډرامه کې د کورنۍ مشر زوی ږیره پریږدي او د ځوانانو نوې ډلې یې شاوخوا را غونډيږي.
دی له خپلې مور، پلار، خویندو او وروڼو سره بې ځايه بحثونه او بې مفهومه جنګونه کوي او هغوي ته وایي چې په غلطه طریقه ژوند کوي.
د ډرامې جوړونکې موکانګلي تومانوف ویلي چې تیاترباید د حکومتي پالیسیو د تبلیغ وسیله نه شي خو ټینګار یې کړی چې په دې ډرامه کې یې په استثنایي توګه، د حکومت پالیسۍ ته ځای ورکړي ځکه چې افراطي ډلو ته د ځوانانو تمایل، په قزاقستان کې له مهمو ستونزو ده چې باید مخنیوی وشي.
په ډرامه کې ملایان برخه لري چې ځوانانو ته د اسلام د پيغمبرد حدیثونو پراساس، لارښوونې کوي. مثلا، هغو ځوانانو ته چې افراطي فکر لري وايي چې جنت د مور او پلار تر پښو لاندې دی.
په ډرامه کې د کورنۍ مشر زوی د ډيرو سختیو تر ګاللو او غلطو تجربو وروسته خپلې کورنۍ ته ستنیږي، معذرت وغواړي او د عادي خلکو په څير ژوند پيل کړي.
په قزاقستان کې سیمه يیزو چارواکو دوه کاله وړاندې د بریښنا د پيسو د تحویلۍ پر پاڼه [بل] د داسې پیغامونو په خپرولو پيل وکړچې خلکو ته یې د افراطي مذهبي ډلو د خطر په اړه معلومات ورکول.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more