د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

داعش د لسو طالبانو، سرونه وهلي.

اتل
04.06.2015

محترمو وطنوالو، السلام علیکم.
د سرونو وهل، بې خرته قتلونه، صحرایي محکمې او د اسلام تر نامه لاندې، د انسانیت پر خلاف جنایات ټول باید وغندل شي. دداعش لخوا د لسو طالبانو د سرونو غوځیدل همداسې لوی جنایت دې، لکه طالبان یې چې د بې دفاع مسلمان افغا ولس پرخلاف د خپلو خارجي بادارانو په امر کوي.

رپوټونه وایي چې داعش ته اوښتو طالبانو په ننګرهار کې د خپلو پخوانیو همسنګرو طالبانو د لسو تنو سرو نه پرې کړیدي:
لس تنه طالبان چې د حکومتي قواوو د عملیاتو په وخت کې د ځان د بچ کولو د پاره د اچین په ولوالۍ کې وتښتیدل، دداعشیانو لاس ته ورغلل او هغوی سرونه ترې پرې کړل.
که طالبانو په افغانستان کې بې امنیتې نه وای راوستې، ولې به داعش او نورو خارجي ترورستانو افغانستان ته لاره میندله، او طالبان چې لاسونه یې د ملت په وینو سره دي، داعشیانو سرونه ترې پرې کول.

ګلان وکره چې سیمه دې ګلزار شي = اغزي مه کره، په پښو کې به دې لاړ شي.
په درناوي.
Larawbar.com


مسعود افغان
09.06.2015

دورغ ښه مسلک نه دی


lawangin
10.06.2015

[quote:282f36ebad="مسعود افغان"]دورغ ښه مسلک نه دی[/quote:282f36ebad]

مسعود خانه ستړی مشې په خير راغلې ! خدای پاک دوکړي چې داپاڼه په خپلو ښکلو ليکونو
سره ښائسته سمبال کړې !!

وروره!
دا فاسدين چې درواغ او پروپاګنده ونکړي نو بيا cla کله دوی ته دالر ورکوي !
ټول فاسده بېکاره لوړه غپه سره يو ځای شوي دي او دصليبيانو تر بيرغ لاندې يې افغان
اولس زندۍ کړی دی !
نالت پر دې فاسدينو !!!

pattang


مسعود افغان
11.06.2015

لونګین صیب مننه!

زمونږ وطن خو دروغ تبا کړ، دا خلک ولې شرم او حیا نه لري، که د خدایه نه شرمیږي ولې د خپل وجدانه خجالت نه باسي
دا ډالر دې ددوی زهر شي.


اتل
26.06.2015

محترمو: مسعود افغان او لونګین پتنګ صاحب، السلام علیکم.
زه تاسې نه ملامت کوم چې د غرو سرونه سره ګنډه کوئ، ځکه چې تاسې فیصله کړې چې د خپل ضد د خیره نه، نه ښکته کیږئ.
تاسې واریدل چې څو ورځې مخکې د مجاهد ملا محمد عمر آخند په غیاب کې د کوټې دشوري غړي ملا منصور داعش ته په سرلوڅي لیک کې څومره زارۍ وکړې چې دخداي په لحاظ دلته مه راځئ، موږ خو ټول هغه اسلامي کارونه کړي چې تاسې یې غواړئ.
تاسې به دا هم اوریدلي وي چې داعش دطالبانو نه په ننګرهار کې یو شمیر ولسوالۍ نیولې دي.
دا به مو هم لوستي وی چې دداعشیانو افغان مشر مسلم دوست اعلان وکړ، چې طالبان ځکه وژنو چې د پردیو غلامي کوي، د افغانستان مصالح خرڅوي او افغانان قتل کوي.
وسلام.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more