د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

طالبانو د مذاکراتو په اړه د سولې شورا څرګندونې يو ځل بيا رد کړې

lawangin
30.05.2015

طالبانو د مذاکراتو په اړه د سولې شورا څرګندونې يو ځل بيا رد کړې
نشرونکی: محمود خوځښت برخه: افغانستان 2015/05/30

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۹مه، ۱۳۹۴ل): د سولې شورا غړي وايي، چې راتلونکو لنډو ورځو کې به د طالبانو استازو سره د خبرو اترو يوه ځانګړې ناسته ولري، مګر د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد نن ټکی اسيا ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې د سولې شورا د چارواکو څرګندونې په سختو ټکو غندلي او وايي، چې دا ډول څرګندونې هېڅ حقيقت نه لري.
د مجاهد په وينا د سولې شورا اداره غواړي، چې د داسې پروپاګندو او اوازو له لارې خپل ژوند اوږد کړي او له امريکايانو د ډالري تنخواګانو لړۍ نوره هم وغزوي.
طالبانو يو ځل بيا ټينګار کړی، چې افغانستان کې د ستونزې بنسټيز لامل امريکايي اشغال دی او تر څو چې امريکايي او ايتلافي اشغال وي، دوی به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.
د يادونې وړ ده، چې سولې شورا له تېرو څو کالو طالبانو سره د خبرو اترو په نوم جوړه شوې اداره ده او د څارونکو په اند دغه اداره تر اوسه هېڅ لاسته راوړنه نه لري او هر لوړ پوړی او ټيټ پوړی غړی يې زرګونو ډالر تنخواې اخلي او د کار پايله يې نه ده معلومه.
څارونکي هم د ذبيح الله مجاهد د څرګندونو په تاييد وايي، چې د سولې شورا د خپلو تنخواګانو د ژغورلو لپاره طالبانو سره د خبرو اترو او مذاکراتو په اړه وخت پر وخت داسې اوازې خپروي، چې عملي ميدان کې هېڅ حقيقت نه لري.
طالبان له پيله همدا يوه خبره تکراري کوي، چې د امريکايي اشغال تر پايه به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي او له هغې وروسته دوی افغاني اړخونو سره پرتې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کولای شي.

pattang


Samsor Afghan
01.06.2015

ډیره قوی منبع
نن ټکی اسیا

سوله له طالبانو سره نه حکومت کوی او نه یی د افغانستان خلک غواړی دا زمونژ د حکومت هسی بانه ده چی د سولی غژ یی هسی اوچت کړی خو په حقیقت کی به ډير ژر پاکستان په د پوه شی چی سولی ته څوک ضرورت لری.
بس ته د خپل نن ټکی اسیا (‌نن ټکی پاکستان ) لوله او باور پری کوه


lawangin
01.06.2015

وایې ډم يم هغه تور نه مې ننګ شته نه پېغور !

د نن اسيا دهرليکوال او خصوصا د مشر تابه د نوک بلا دې په متفکر او نورو لنډغرانو ,بې
ناموسو د cia جاسوسانو , مافيا يې عناصرو او دمځکو په غاصبينو وګرزي!
هغوی کلک مسلمانان پښتانه دي !
کومو چې دلته د ټول افغان په فورمونو کې ليکنې کولې ،هغوی اوس هلته مضامين ليکي!
زه یې ټول پېژنم !
که چېرې سوله وشي خو بيا cia دالر پرې دروي نو بيا به هغه لوده غني ، ستمی عبدالله
او نور لنډغر به یې کورونه په کومو پېسو جوړوي ؟ شراب زنکبازي به په څه شي کوي ؟
هلته خو نور شی نشته د cia او غربي صلبيانو ۰۰۰ څټي !!!!!
راغلو دافغانستان اولس ته ،هغه له دې پردي مذدور پاسد رژيم څخه داسې نفرت لري لکه
له مردار سپي څخه !
خو اولس صليبي اشغالګرو په خپل اقتصادي سياست کې کلک تړلی دی اوهره ورځ دخپلې
کورنۍ دخوراکې په برابرولو کې لګيا دي خو صليبيانو بيا هغه خلقي او پرچمي قاطلين
ددوی په سر وګمارل ْ!

نالت په فاسد او مذدور دولت !!!

pattang

[quote:854b056590="Samsor Afghan"]ډیره قوی منبع
نن ټکی اسیا

سوله له طالبانو سره نه حکومت کوی او نه یی د افغانستان خلک غواړی دا زمونژ د حکومت هسی بانه ده چی د سولی غژ یی هسی اوچت کړی خو په حقیقت کی به ډير ژر پاکستان په د پوه شی چی سولی ته څوک ضرورت لری.
بس ته د خپل نن ټکی اسیا (‌نن ټکی پاکستان ) لوله او باور پری کوه[/quote:854b056590]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more