د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د ثور اوومه او اتمه ( دواړه ډلو ته)

Samsor Afghan
29.04.2015

سلامونه او نیکی هیلی

ملګرو هر کال کله چی په هیواد کی د ثور اتمه او اوومه را رسیژی د دواړو ورځو قهرمانان ډیر په ویاړ او لوړ غژ له خپلو کړو دفاع کوی .

یو افتخار ددی کوی چی د هیواد نه یی د عربو او پاکستانیو او نورو تروریستانو له راتګ او د افغانستان له اردو او خلکو دفاع کوله خو د روس په مټ‌
او بله ډله دفاع کوی چی دوی د د اسلام دین وګاټه خو د امریکا او عربو او پاکستانیو په مټ

نتیجه
روس لاړ
مجاهدین کامبیاب شول
ډير ښه ژوندی اوسی

مونژ د اسلام د کامیابی په خاطر د ټول مجاهدینو نه منندوی یو او ویاړ پری کوو

خو
دا چی د افغانستان اردو مو د پاکستان په لاس له منځه یوړه
دا چی د هیواد نظامی ځواک مو تباه او برباد کړ
دا چی د د قدرت په خاطر مو په زرهاوو خلک ووژل
دا چی غلاوی مو وکړی او په ډيره بی شرمانه توګه مو خپلی ګیری ورخیلی او اوس دډیموکراسی په نوم غلاووی کوی

دا به د ملت هیڅ کله هیری نه شی

او دا بله ډله چی د افغانستان د ساتنی دعوه کوی
د هیواد دفاع یواځی او یواځی په اسلامی شعار کیدونکی وه او تاسو په کمونیستی کی له روسیی نه هم ډر افراط وکړ او په ډيره بی شرمانه توګه مو د اسلام د دین سپاکوی وکړ او ډير زیات مسلمان افغانان مو ووژل په کومو سترګو نور ددی هیواد د خدمت چیغی وهی؟

تاسو همدا یو عیب ستاسو مخونه د هیواد والو د پاره تور دی او د افغانانو په زړه کی هیڅ ځای نه لری.

د هیواد تکړه او مسلمان ځوانان له دواړو ورځو ډير څه زده کړی او نور په ټوله معنی نه پریژدی چی داسی بدی ورځی په هیواد بیا راشی.
د لوی خدای په مرسته او د تکړه او با احساسه او په اوسنیو علومو سمبال ځوانان نور د هیواد د ابادولو ډآډ ټولو هیواد والو ته ورکولی شی.

ژوندی او سر لوړی د وی د افغانستان اسلامی جمهورت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more