د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

افغانانو ته تر ټول خوږیدونکی ډانګ!

Samsor Afghan
25.04.2015

سلامونه او نیکی هیلی

تاریخ پیړی پر پیړی اوړی او د نړی قومونه د زمان په دریاب پر موجونو سفر کوی خو د انسان نفس او ځان غوښتنه انسان د ته اړ کړی چی د بل انسان حق وخوری. دا د ژوندیو موجوداتو خواص دی خو لوی خدای بیا ورته خپل مقدس قوانین نازل کړی ترڅو مخلوقات په آرامی او سوکالی کی ژوند وکړی.
زه ویاړم چی افغان یم او مونژ ټول افغانان بیا د لوی خدای ج په آخری رسول او دین ایمان، باور او عقیده لرو.
چی اوژده قیصه را لنډه کړم، دا ځل د تاریخ په دی پيړی کی دښمنانو زمونژ د قوت او ضعف ټکی ډیر دقیق پیژندلی. زمونژ د قوت ټکی د اسلام مبارک دین دی چی د خپل حق د غوښتلو او اخیستلو لاره یی ډیره راته اسانه کړی. خو دښمن دا ځل زمونژ د قوت له نقطی داسی د ضعف نقطه ټاکلی چی مقابل کی یی حتی نفس ایستل ګران کار دی.

د اسلام په توره د مسلمان غاړی پر کول
د اسلام د خادمانو په نوم د اسلام بد نامول او ضعیفول
او بالاخره د مسلمان افغانستان ورانول د مسلمان طالب په لاس

البته دا کار د مسلمانانو له همکاری پرته نه کیدونکی ده خو وو او شته داسی د اسلام خرڅونکی چی په مقدس حریم کی ناست او د نورو مسلمانانو وینه یی وڅیښلی او لا پری ماړه نه دی.

او تر ټولو غټه بدبختی داده چی ددی کارونو ټول زور او بدبختی د افغانستان په نصیب رسیدلی.

نو ورڼو دا ځل په ډیر خوږیدونکی ډانګ وهل کیژو چی له ډیره درده وخ نه شو ویلی او له ډیره غیرته چیغه.

خدای د په مونژ افغانانو ورحمیژی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more