د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د قرا کریم سیزل؟؟؟؟

پتوال
21.03.2015

په کابل کې د قران سیزل؟؟؟؟


Re: د قرا کریم سیزل؟؟؟؟

lawangin
21.03.2015

[quote:7076eb6eb7="پتوال"]په کابل کې د قران سیزل؟؟؟؟[/quote:7076eb6eb7]

دا یې دا بل ډول سيناريو !
ددې فاسدينو دې د سيسو جوړولو په سر کې لانتي شيطان ناست دی
او دغه فاسدين ټول د شيطان عبادت کوي ، نه یې خبره يوه ده اونه يو پاک عمل لري !
pattang

دا لاندې له نن اسيا څخه !
هلته یې ویدیو هم شته په کومه کې چې فرخندې ؟؟؟ خبرې کړې دي !

فرخنده، تر وژني او بی ستره کېدو تر مخه
په کابل کې د قران کریم د توهین په جرم وژل شوې ښځه محجبه وه – ویډیو
نشرونکی: عبد الله برخه: افغانستان 2015/03/21

نن ټکی اسیا (شنبه، وری ۱، ۱۳۹۴ل): هغه ښځه چې تیره ورځ د کابل د شاه دوشمشیره په زیارت کې د پاریدلو ځوانانو په لاس ووژل شوه او وروسته اور ورکړل شو او بیا یې جسد د کابل سیند ته وغورځول شو؛ یوه محجبه ښځه وه چې سوځول شوې قرآني ورقې یې بیرون موندلې او زیارت ته راوړې وې.
دغه ښځه چې فرخنده نومیده ۲۷ کاله عمر یې درلود او د کورنۍ په قول یې عصبي ناروغي هم لرله.
په یوه ویډیو کې چې تیره ورځ په فیس بوک نشر شوې، نوموړې ښځه د قران کریم د توهین پر سر له پاریدلو ځوانانو سره په خبرو کې وايي چې دې قرآن کریم نه دی سوځولی، بلکي بل چیرته یې موندلی او دلته راوړی دی.
تیره ورځ ولسمشر اشرف غني دغه پيښه په کلکو ټکو وغندله او عاملینو ته یې د سزا غوښتنه وکړه.
باید وویل شي چې نن د ننګرهار ولایت والي هم د ورته یوې بلې پیښې په اعترض له خپلي دندي استعفاء ورکړه، د نوموړي د استعفاء د نورو اسبابو تر څنګ یوه وجه دا هم ویل کیږي چې چې تیره اونۍ د ننګرهار ولایت د غني خیلو ولسوالۍ په ګلاهي کلي کې د افغان ځانګړو ځواکونو له خوا د ولسي وګړو په کورونو چاپه ووهل شوه او د شپږو ملکي وګړو د وژني تر څنګ قران کریم په برچو او چاقوګانو وهل شوی وو.
نوموړي د غني خیلو د قومي مشرانو په وړاندي ويلي وه چې که د دې پيښي په تحقیقاتو او جانیانو ته په سزا ورکولو کې پاتې راغی، نو به له خپلي دندي به استعفاء ورکوي.
له هغه راهیسي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «جان کیري» په ابتکار د اشرف غني او عبد الله عبد الله په مشرۍ د ګډ حکومت تشکیل منځته راغلی، داسي انګیرل کیږي چي دغه نوی حکومت له اسلامي شعایرو او مقدساتو سره سپک چلند کوي، چې له کبله یې د حکومت په وړاندي ولسي قهر او غوصه ورځ په ورځ په زیاتېدو ده.


larghonay laraway
23.03.2015

د فرخندې خبره هم بل خېل ده او د والي استعفی هم نورې ريښې لري.
د فرخندې په هکله کره شواهد نشته خو بېلابېلې تبصرې دي.
ځينې همدا د نن اسيا خبرې کوي،
ځينې وايي چې د جمعيت اصلاح غړې وه او ملا يې له خرافاتو منع کاوه،
ځينې بيا وايي چې د فرانسې سفارت ګومارلې وه او ټليفون ته يې وروستی زنګ هم د فرانسې د سفارت دی.
په هر صورت خو ښه کار نه دی شوی.
ولې د ملي اردو د سپېڅلو ځواکونو په اړه که والي استعفی ورکوي نو ملاعمر ولې ځان نه وژني چې په لنډه غران يې په جوماتونو کې بمونه الوزوي او قرآنکريمونه يې سوړې سوړې کړل او ويې سوځول؟
ايا د ښوونځيو په کتابونو کې د قرآن ايتونه نشته؟ او طالبان يې نه سوزوي؟


lawangin
24.03.2015

ليکوالان او شاعران خبرې ښې کوي خو ځينې یې منطق نلري!
والي استعفا ورکړې ځکه چې فاسدين او بېکاره زور واکان تر والي څخه قدرتمند وو نو پر
د اساس د هغه دې په چوپړاغني شل ځله بلا وګرزي چې د زور واکانو پښې څټي !
ملا عمر ولې استعفاوکړي هغه خو ډېره موفقانه جګړه د صليبي اشغالګرو او افغاني فاسدينو
په مقابل کې کوي ! زه ګمان نکوم چې دجوماتو بمونه د ملاعمر کاروي بلکې هغه cia د فاسدو
خلق پرچم او افغان نالتي ګونديانو سره يو ځای کوي چې اسلام او دازادي حرکت بدنامه کړ‍ي !!
pattang

[quote:32638a9677="larghonay laraway"]د فرخندې خبره هم بل خېل ده او د والي استعفی هم نورې ريښې لري.
د فرخندې په هکله کره شواهد نشته خو بېلابېلې تبصرې دي.
ځينې همدا د نن اسيا خبرې کوي،
ځينې وايي چې د جمعيت اصلاح غړې وه او ملا يې له خرافاتو منع کاوه،
ځينې بيا وايي چې د فرانسې سفارت ګومارلې وه او ټليفون ته يې وروستی زنګ هم د فرانسې د سفارت دی.
په هر صورت خو ښه کار نه دی شوی.
ولې د ملي اردو د سپېڅلو ځواکونو په اړه که والي استعفی ورکوي نو ملاعمر ولې ځان نه وژني چې په لنډه غران يې په جوماتونو کې بمونه الوزوي او قرآنکريمونه يې سوړې سوړې کړل او ويې سوځول؟
ايا د ښوونځيو په کتابونو کې د قرآن ايتونه نشته؟ او طالبان يې نه سوزوي؟[/quote:32638a9677]


آدم خان۱
25.03.2015

سلام !
لاروی صیب دفرخوندې په په اړه خو نه ستا او نه د پتوال صیب نظر مالوم شو!
ستا خپل برداشت څه دی؟ جناب پتوال خو هم عنوان ورکړی او نور یې ګمان کوم وخت نلره چې څه پرې ولیکي!! ایا تردې هم ظلم زیاتیدای شي چې یوه ښځه دې دیوې ډلې ......له خوا په دې توګه ووژل شي؟


Samsor Afghan
25.03.2015

د فرخندی وژنه زما له نظره مهندیسی شوی وه

د هیواد دښمنان نه پریژدی چی د هیواد نوم په نړی کی ښه شی دوی داسی اعمال کوی چی د نورو ملکونو فکر د افغانستان په اړه همداسی غلط وی یعنی افغانستان همیشه د یو داسی هیواد په نوم وپيژندل چری چی هلته قتل،وحشت او د خلکو وروسته پاتی فکرونه وښودل شی.

زه کلک باوری یم چی دا قضیه د هیواد د دښمنانو په لاس د ساده ګی فرخندی نه په استفاده شوی هغه هم په داسی یو حالت کی چی د هیواد مشران امریکا ته راروان ول او د هیواد له پرمختګ نه یی نړیوالو ته خبری کولی.

مسله چی هر څه وی مبارزه به نه پریژدو ځکه د هیواد پیاوړی ولس ټولی تجری په مخ کی لری.
کله چی امان الله خان د هیواد د ابادولو قصد وکړ انګلیس هاغسی مسلی را منځته کړی چی د سقاو زوی یی په تخت را کیښانوو.

د داود خان په مقابل کی یی خلقیان او پرچمیان را پورته کړل

دا ځل د غنی په پر وړاندی هیڅ څوک نه شی را پورته کیدالی ولس ویښ ده او په هر څه پوهیژی.

لنډه یی دا چی د فرخندی دا عمل او د خلکو غلط او وحشی عمل د حکومت په اړه دا فیصله نه شی کیدلای چی ګواکی حکومت له اسلامی شعایرو سره په کم نظر معامله کوی.

ژوندی د وی د هیواد پایوړی او مسلمان ولس مړه د وی د هیواد دښمنان


آدم خان۱
26.03.2015

ښاغلی سمسور افغان ! سلامونه او درناوی
تاسولیکی:
(((د فرخندی وژنه زما له نظره مهندیسی شوی وه

زه کلک باوری یم چی دا قضیه د هیواد د دښمنانو په لاس د ساده ګی فرخندی نه په استفاده شوی هغه هم په داسی یو حالت کی چی د هیواد مشران امریکا ته راروان ول او د هیواد له پرمختګ نه یی نړیوالو ته خبری کولی.)))

محترمه! تحلیلونه اوتبصرې ډیرې دي هر څوک هر څه وایي ، خوڅه چې تاسو وایی : چې دفرخندې وژ نه د هیواد دښمنانو له خوا مهندیسی شوی ده!!!

داپوښتنه را منځته کوي چې دهیواد دا دښمنان به څوک وي چې دا وژنه یې ستاسو په اصطلاح مهندیسي کړی ده؟

مننه


larghonay laraway
30.03.2015

ادم خان صيب زه چې کره ډيټا ونه لرم تحليل نه کوم.
د فرخندې په اړه کره شواهد نه لرم خو صحرايي محکمه په اسلام کې نشته او غندم يې.
په افغانستان کې د صحرايي محکمو پيل د ملاعمر ړندې ډلې کړې دی.


آدم خان۱
02.04.2015

لاروی صیب ! ډیره مننه.
له ځوابه مو ریښتیا او واقعیت څرګند دی، رښتیا هم په دا سې حال کې حکم کول آسانه کار ندی. دلته شواهدو اسنادو او دموضوع هر اړخیزه څیړنې ته اړتیا ده . نه صحرايی محکمې ته.

کورمو ودان


lawangin
03.04.2015

دومره سترګې پټول او دالري بادار ته غلامي دپښتانه کار نه وي ، دروغ او په سترګو ننوتل
خو په پښتو کې ډېر بد نوم لري !
لمړی د صحرایې محمکمو اصطلاح خو دفاسدينو له خوا داسې منځ ته راغلي لکه ډېر نو
لغاتونه چې په مانا یې نه پوهېږي ، په سياست او اقتصاد کې د یوو جاهل موډ په دود
استعمالوي !
که مطلب دې له بې سبوته او شاهدانو محکمې څخه وي نو هغه داول ځل لپاره د داؤد خان
له رژیمه وروسته دمذدورو خلقيانو او پر چميانو په وخت کې منځ ته راغلي چې په زرګونو
کسان یې ژوندي تر خاورو لاندې کړل !! له هغه ورو سته بيا دفاسدو مجاهدينو ،
حزب وحشت ، ستميانو او ګلم جم په وخت کې اوج ته ورسېدې !
د دښتې ليلې ، مزار، شبرغان او قلعه جنګې محکمې د بشريت په تاريخ کې د روم له
امپراتوري وروسته هغه وحشي محکمې تېرې شوې دي چې د هېرولو وړ به هيڅ وخت
نشي !
دطالبانو په وخت کې کله یې چې لنډغر فاسده مذدوران، دشر او فساد ټېکداران له هېواده
وشړل نو شرعي حنفي محکمه دائره شوه او هيخوک يې بې له شاهده او سبوته ندي مجازات
کړي!
نو څوک چې تاريخي کړن لاري، محکمې او تاريخي کړنې غلطې معرفي کوي هغه به يا
يو جاهل په توان دڅلورو او يا به يو بې شرمه لنډغر وي !!
خدای پاک د پښتون له داسې درواغجن عمل څخه و ساتي !!

pattang

[quote:f778b9ef1f="larghonay laraway"]ادم خان صيب زه چې کره ډيټا ونه لرم تحليل نه کوم.
د فرخندې په اړه کره شواهد نه لرم خو صحرايي محکمه په اسلام کې نشته او غندم يې.
په افغانستان کې د صحرايي محکمو پيل د ملاعمر ړندې ډلې کړې دی.[/quote:f778b9ef1f]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more