د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

خر هماغه دئ، خو کته یې بدله شوې.

اتل
04.03.2015

السلام علیکم.
نن سبا چې هر څومره د داعش دپراخیدو ډنډورې خورېږې، په هماغه اندازه دطالبانو هغه قوماندانان چې د ولجې او نورو غنایمو دټولولو دپاره د طالبانوپه لیکو کې ورکډ شوي وو، دملاعمر سره خیانت کوي او داعشیانو ته چې له طالبانو هم زیات بدعتیان او جنایت کاران دي وراوړي.

همدغه ډله داعشي طالبان د زابل په ولایت کې زیات شوي او د پښتون او ټول افغان ولس پر خلاف یې بغاوت پیل کړيدئ. د خلکو شته لوټ کوي، عام ولس یرغمل کوي او وژني یې. وړمه هفته دغې ډلې د زابل په ولایت کې ۳۰ تنه د بس نه ښکته کړل او ویې تښتول. د یرغملو د نجات دپاره عملیات پیل شول او په ترځ کې یو شمیر خارجي داعشي ترورستا ووژل شول چې یوشمیر کورني طالبي داعشي قوماندانان هم پکې شامل دي او ځينې یې زوندي نیول شویدیي.
====
د زابل په عملياتو کې ډېرى قرغزستاني وسله وال وژل شوي

بشير احمد نادم
Mar 04, 2015 - 11:00
کندهار ښار (پژواک، ١٣ کب ٩٣): په سوېل کې د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندان وايي چې د تښتول شوو کسانو د ژغورنې په موخه په زابل کې د پيل شوو عملياتو په ترڅ کې ډېرى قرغيزستاني وسله وال وژل شوي دي.

په سوېل کې د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندان جنرال عبدالحميد د کب په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل په دغو عملياتو کې د يو شمېر مهمو قوماندانانو په ګډون ٤٨ وسله وال وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.
جنرال حميد وويل چې په وژل شوو قوماندانانو کې همت، حکمت الله او عبدالديان شامل دي او د ملا عبدالله په نوم يو مهم قوماندان ژوندى نيول شوى دى.
دى وايي: ((يادو قوماندانانو د تور بيرغ لاندې په سيمه کې فعاليت کولو او خلکو ته يې ويلي وو، چې نور ملا عمر نشته او دوى دداعش پلويان دي.))
نوموړى وايي چې د دې جګړې په وژل شوو کسانو کې ډېرى د قرغيزستان وسله وال دي چې يواځې په روسۍ ژبه خبرې کولى شي.
د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندان دغه راز وويل چې په وژل شويو وسله والو کې يوه قرغېزستانۍ ښځه هم ده، چې د کومانډو جامې يې په تن وې او بله قرغېز ښځينه وسله واله په ټپي حالت کې نيول شوې او اوس تر درملنې لاندې ده.
د هغه په وينا، تر اوسه دا عمليات په برياليتوب سره روان دي او دوى هڅه کوي چې تښتول شوي کسان په خوندي توګه وژغوري.
جنرال حميد زياته کړه، چې د ٢٠٥ اتل قول اردو د دويمې لوا ځواکونه د کندهار د خاکرېز ولسوالۍ کلا بنده کړې، څو وسله وال له خاک افغان څخه دې ولسوالۍ ته ونه تښتي.
http://www.pajhwok.com/ps/2015/03/04


Hannyjang
11.03.2015

I think there is to know about this feature.


اتل
12.03.2015

Hannyjang وروره، السلام علیکم
که تاسې خپل مطلب په پښتو ولیکې ښه به وي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more