د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

زخمي مار بې هدفه خولې لګوي.

میرویس
10.02.2015

ګرانو وطنوالو، السلام علیکم
پاکستاني طالبان چې د حکومتي قواوو په څو میاښتنیو روانو عملیاتو کې مار غوندې ټپي شویدي، نه تور ویني نه سپین، نه حق نه باطل، او حتی نه پخپله ګټه او تاوران پوهیږي.

طالبانو د مومندو په اجنسۍ کې یو روغتیایي مرکز چې دمسلمه امت په خدمت کې یې فعالیت کاوه وران کړدئ. که طالبان مسلمان وي، د اسلامي ارشاداتو پیروي کوي او د مسلمان ولس دملاتړ د جلبولو نیت لري، نو ولې به دغه روغتیاي مرکز چې د ولس په خدمت کې ؤ، په بمونو الوزي؟

داسې ښکاري چې طالبانو عقل او درائت دلاسه ورکړئ، پدې پوهیدلي چې ولس نور ددوی د اعمالو نه تر سږمو راعلئ او د طالبانو ملاتړ نه کوي، نو ځکه چې هرڅوک د طالبانو مخې ته ورځي خپل دښمن یې ګڼې او تاوان وراړوي. طالبانو اوس د جهان سوزانو حیثیت غوره کړيدئ او لکه زخمې مار هره خوا خولې لکوي، او دخپلې بقا د پوپنا کیدو ورځې شماري.
آلله جل جلاله دې دوی ته د نیکۍ هدایت وکړي ترڅو د تشدد نه لاس واخلي او دولس غیږي ته ورستاه شي.
===
مومند ايجنسۍ: وسله والو يو روغتيايي مرکز په بمونو الوځولى
21.11.1393
وسله والو د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د مومند ايجنسۍ په قبايلي سيمه کې يو روغتيايي مرکز په بمونو الوځولى، چې په نتيجه کې يې د مرکز وداني په بشپړه توګه له منځۀ تللې ده.
د مومند ايجنسۍ د امنيتي چارواکيو په وينا، وسله والو د سه شنبې په ورځ سهار ددې ايجنسۍ په يکه غونډ نومي سيمه کې يو روغتيايي مرکز په بمونو الوځولى، چې له امله يې ددې مرکز ودانۍ په بشپړه توګه نړېدلې او په مرکز کې موجودو طبي الاتو ته هم زيان اوښتى دى.
دوى وايي، چې چاودېدونکي مواد له وړاندې په مرکز کې ځاى پرځاى شوي، خو په چاودنه د مرکز ډاکټرانو او نورو کارکوونکيو ته کوم ځاني زيان نه دى اوښتى.

له تېرو پېنځو کلونو راهيسې په مومند ايجنسۍ وسله والو ١٢ نور طبي مرکزونه او همدراز ١٢٦ تعليمي ادارې هم تباه کړي دي."

مومند ايجنسۍ د ډيورنډ کرښې ته څېرمه پرته قبايلي سيمه ده، چې د افغانستان له کونړ ولايت سره نښتې اوږده پوله لري.
په دې ايجنسۍ کې د وسله والو پاکستاني طالبانو او همدراز د احرار الهند په نامه د وسله والې ډلو جنګيالي مېشت دي، چې ويل کېږي په افغانستان و پاکستان دواړو کې ترورېستي فعاليتونه کوي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more