د موضوعګانو سرپاڼه

کمپیوتري مرستې

د علامه میا قمرالدین (رحمه الله) ژوند او فن


jamal
22.01.2015

د علامه میا قمرالدین (رحمه الله) ژوند او فن
د علامه عبد الحی حبیبي په حواله:
د خپل وخت د دین لوی عالم، د جهاد نومیالی مبار، د طریقت د عرفاني لارې سالک او مرشد، تکړه لیکوال او د ښه قلم خاوند میا قمرالدین د کوزبړو د لوی کلي د مولانا نور احمد ځوې د حافظ حفیظ الله لمسی په (۱۲۶۶) هجري قمري کال د شعبان د میاشتی په دریمه نیټه د جمعی په ورځ د پیښور د دار چیني کلي په یوه علمي او رحاني کورنۍ کی زوکړی دی*((میاقمرالدین د خپل ولادت په اړه د تفسیر سوره یوسف د قلمي نسخی په یوه پاڼه کی داسی لیکي ولادت بنده ګناه آګین قمرالدین روز جمعه وقت نماز پشین ۳ شعبان ۱۲۶۶ســــنه په قوم سید او نسب شجره یی حضرت علی کرم الله وجهه ته رسیژي کله چی میا قمرالدین په دنیا کی سترګی وغوړولی نو دا داسی وخت وو چه پرنګیانو غوښتل ټوله نړۍ د خپل اشغال په لومو کی ښکیل کړي هندوستان یی د خپل واک لاندی را وستی او په دی هڅه اوهاند کی وو چه غیور ولسونه او قبایل یعنی پښتانه هم د خپل ښکیلاک په تار وتړي خو تاریخ تل دا خبره ثابته کړی چه پتمن او غیرت من پښتانه ولسونه هرڅه مني خو د پردیو غلامي او د هغوی د حاکیمیت او اسارت تر سیوری لاندی ژوند نه مني.
د اسلام حاکیمیت سیمی او هیواد د حریت اوخپلواکی په لار کی د هیڅ ډول قربانۍ او سرښندنی دریغ نه کوي چی د داسی مبارزینو له ټولګي څخه یوه هم د ارواښاد میا قمر الدین کورنۍ وه.دوی نه غوښتل چی د پرنګیانو او انګریزانو د جغ او واک لاندی د ژوند شپی سبا کړي او د هغوی د غیر اسلامي اهدافو او شومو اغراضو په مقابل کی چپه خوله پاتی شي همدا لامل وو چی د نورو غښتلو او سپیڅلو مجاهدینو سره یوځای د پرنګي ښکیلاک په خلاف جهاد ته ملا وتړله.
د الحافظ مولوي فضل هادي شینواري د اثر نجم المشایخ په حواله چی لیکي(( کله چي انګریزانو په پنجاب حمله وکړه د میا صیب کورنۍ د پنجاب دلاله موسی څخه غرشین ته بیا له ده ځایه د کوزی پښتونخوا غرغشتو ته وه کوچیده کله چی ورته دلته ژوند ستونزمن شو مجبورا د پیښور دار چیني ته کډه شول څه وخت چی انګریزي ښکیلاک د خپل استعمار کړۍ لا پسی پراخه کوله د نوموړي د کورنۍ شتون یی په پیښورکی ونه شو زغملای د دوی کورنۍ یی د هوار پیښورڅخه د خیبر تړو ته په فرار مجبوره کړه چی د لنډي کوتل د لواړګي په سیمه کی میشت شول او له ده ځایه یی د پرنګیانو په خلاف عملي او علمي مبازه کوله د وخت په تیریدو سره د میا قمر الدین کورنۍ له ده ځایه هم تبعید او فرار شوه چی نوموړی سره له خپلی کورنۍ د بری پښتونخوا د شینوارو د زربچی په سیمه کی میشت شول دا وخت د پولي دوا ړو لورو ته د انګریزي ښکیلاک سیوری په غوړیدا وو او ورځ په ورځ به یی ډیری سیمي او اولسونه د خپل استعمار په لومو کی ښکیلول د هغوی اسلامي او ملي ازادي به یی د پښو لاندی کوله میا صیب سره له دومره تبعیدونو او ناخوالوسره د خپل کلک عزم او هوډ څخه وا نه وښت همدا علت وو چی میا قمرالدین د امیر عبدالرحمن د پاچاهی په دوران کی ونیول شوچی د دی پیښی څخه د نجم المشایخ لیکوال داسی یادونه کوي.
کله چی پر میا قمرالدین د امیر عبدالرحمن لخوا د بند حکم وشو میاصیب خوفا شپږ میاشتی د اچین د شینوارو په منطقه کی پټ وو چی بلاخره ونیول شو او تقریباً د(۹) کاله بند څخه وروسته د بند څخه خلاس او سره د خپلی کورنۍ د زربچی څخه حصارشاهی او په پای کی خپل اوسني میشت ځای بړو ته را کډه شول)) میا قمرالدین د بړو په سیمه کی د اسلامي زدکړو تصوف او عرفان د مینه والو لپاره یوه دیني مدرسه پرانسته چی بلاخره دغه مدرسه د مرحوم میا معین الدین (حزین) په هڅو په (۱۳۷۳)هجری شمسی کال د ننګرهار د جهادي شورا لخوا رسما د میا قمرالدین د دارالحفاظ په نامه وه نومول شوه.
د میا قمرالدین علمي اثار او لیکنی.
ارواښاد میا قمرالدین د یو ښه عالم او مباز ترڅنګ تکړه لیکوال او د ښه قلم خاوند وو نوموړی د اسلامي علومو او فنونو په اړه ډیر علمي اثار او لیکنی لري چی ځینی د چاپ په ګاڼه پسول شوی او ځینی د چاپ په انتظار شیبی شماري د میا قمرالدین اکثره لیکنی د تفسیر، حدیث، فقه، منطق، صرف، اصولو او حقوقو په اړه دي چه د ځینو څخه یی په مفصل او د ځینو نورو څخه یی په مختصر ډول یادونه کوو.
۱تنویرالدجی فی تفسیر سوره والضحی
میا قمرالدین دا اثر په (۱۳۲۲) قمری کال په فارسي ژبه لیکلی موضوع یی د والضحی سورة ترجمه تفسیر او ورپوری د اړوند مسایلو تحلیل دی. چاپ کال ۱۳۲۲
۲ ریاض الشاداب.
دا اثر په (۱۳۲۶) قمری کال په ۴۲۰ صفحو کی د سوره فاتحی د منځني ایات ((ایاک نعبد و ایاک نستعین)) ترجمه، تفسیر او هر اړخیزه څیړنه ده.
۳ نور القمر لنفع البشر
دا کتاب په (۱۳۲۸) قمری کال په ۱۷۶ صفحو کی د ((افضل الذکر لا اله الا الله)) حدیث شریف په شرحه او تحلیل د مستندو دلایلو په رڼا کی لیکلی دی. ناچاپ
۴جمع الغرایب فی منع عن البیان المغایب
دا کتاب په (۱۳۲۶) قمری کال په ۴۸۲ صفحوکی د غیبت په قبح او بدوالي کی د عقلي او نقلي مستندو دلایلو په رڼا کی لیکلی دی. ناچاپ
۵ هدیة الاصدقا فی معراج الانبیا:
دا کتاب په (۱۳۲۹) قمری کال د ((الصلوة معراج المؤمنین)) حدیث شریف شرحه او څیړنه کی لیکلی دی. ناچاپ
۶ جنان الجنان فی حکم خروج ابوالبشر من الجنان:
دا کتاب په (۱۳۳۴) قمری کال په ۲۵۷ صفحو کی لیکلی چی پکی د الله تعلی د ۲۵ حکمتونوبیان شوی کوم چه د ادم علیه السلام د جنت نه د وتلو په اړه وو.
۷ مرغوب الانام فی جواب مکتوب الامام:
د دی اثر د لیک نیټه معلومه نده موضوع یی د لمانځه په لمړئ او دوهمه ناسته کی په مسواکۍ ګوتی سره د اشاری د اثبات دلایل دي.
۸ سراج العوام فی حقوق الامام علی الانام:
دا کتاب په (۱۳۳۰) قمری کال د اسلامی شرعیت په رڼا کی د پاچا حقوقو په اړه لیکل شوی دي.
۹ د فصوص الحکم شرحه:
دا اثر عارف کبیر امیر سید علی همداني لیکلی چی په (۱۳۱۸)قمری پری میا قمرالدین ۲۴۲ مخیزه شرحه لیکلی.
۱۰ روضة الواعضین:
د پښتانه شعرا په حواله دا کتاب میا قمر الدین د ۱۰ حدیثونو په ترجمه او تشریح په ۴۰۰ مخونو کی لیکلی چی د دی کتاب اصل قلمي نسخه د وخت طوفانونو پوه پناه کړی ده.
۱۱ حاشیه علی الفصول شرح اصول الشاشی الی فصل النهی:
۱۲ الرساله فی تصحیح العباره بترجیح الاشاره:
۱۳ حاشیه مولوی یعقوب شرح حسامي:
۱۴ حاشیه ونقاط علی المرح الارواح:
۱۵ حاشیه شرح الیاس او مستخلص الحقایق:
۱۶ حاشیه میر ایسا غوجی:
۱۷ حاشیه بدیع المیزان:
۱۸ شرح المنار:
۱۹ په اصول فقه کی یو کتاب سره د حاشیه نیمګړی او نا تمام:
۲۰ الناسخ والمنسوخ ژباړه:
دا اثر په عربی ژبه د ابو عبد الله بن محمد حزم د تالیفاتو څخه دی په (۱۲۸۲) قمری کال میا قمرالدین رحمه الله فارسی ژبی ته ژباړلی چه د ژباړی اصلی نسخه اوس هم وجود لري.
۲۱ سلسلة الذهب:
د مولانا جامی نیمګړی اثر دی چه په (۱۳۱۸) قمری کال میا قمرالدین رحمه الله بشپړ او تمام ته ورساوه.
۲۲ بیا هم د علامه عبد الحی حبیبی په حواله د میا قمرالدین تر ټولو وروستی اثر د خواجه حافظ د دیوان شرحه ده.
دا چه په هغه وخت کی مطبعی ډیر کمی او د نشت په حساب وی او میا قمرالدین د ښکلی لیک د لیکلو هنر زده وو نوموړي د خپلو لیکنو ترڅنګ د سیمی د نورو جیدو علما وو او لیکوالو اثارو ته د لیک ښکلا وربخلی چه اصلي قلمي نسخی یی اوس هم موجودی دي چی د هغوی له جملی څخه مونږ د ((قمرالاقمار شرح نورالانوار، عقاید السنیه شرح ملا جامی، شرح الوافی لعلامة المصری، قرانکریم قلمي... او داسی نور))یادولی شو.
د میا قمرالدین رحمه الله وفات او مړینه:
د اسلام ستر داعي، د ملت د افتخار او سرلوړۍ شمله ښه لیکوال قوي مفکر او مبارز ارواښاد میا قمرالدین رحمه الله خپل ټول ژوند د اعلا‌‌ء کلمة الله او په نړۍ د اسلامي نظام د حاکمیت لپاره وقف کړی وو ځکه خو اسلام ضد عناصرو نوموړی د ډیرو تودو سړو او ناخوالو سره مخ کړ او د ده پر ضد یی بیلا بیلی توطی جوړولی باالاخره میا قمرالدین رحمه الله تقریباٌ ۷۰ کاله د ژوند دروند پیټی په خپلو اوږو وګرځاوه او د (۱۳۳۶)قمری کال د ۶۹ کالو ۸ میاشتو او دوه ورځو په عمر د ربیع الاول په لمړئ نیټه د اجل داعی ته لبیک ووایه او د حق غیږی ته یی پناه یوړه.
روح یی ښاد او یاد یی تل اوسه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ماءخذونه:
۱- حبیبی، پوهاند عبد الحـــئ (پښتـــانه شــعرا) دریم ټوک پښتو ټولنه کابل چاپ کال۱۳۴۲ ه ش
۲- شینواری، مولوی فضل هادی (نـــجــم المشـــایــــــــخ) ګل پرنټرپیښور چاپ کال ۱۴۱۲ ه ق
۳- صوفی، محمد اغا تګاب فقیر جناب (فخرالمشایخ) دانش خپرندویه ټولنه چاپ کال ۱۳۸۳ه ش
۴- حقاني، عبد الرحمن (د افغانستان مشــــاهیر) زیــــب ارټ پیــــــښور چاپ کــــال ۱۳۸۸ه ش


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more