د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

داعش که دطالبانو د مار په سر لړم؟

میرویس
15.01.2015

محترمو لوستونکو، السلام علیکم
د طالبانو نه چې هر قوماندان داعش ته وراوړي لکه لړم چې د مار سر ته زهرجن نیش ورکوي او د هر نیش وهلو سره مار سربداله کیږي. تر اوسه پورې طالبانو ددوی په شان ترورست رقیب نه لاره، خو نن سبا حالات بدل شوي او د طالبانو دبخت ستورئ ورځ تربلې تت کیږي.

پرون د هلمند په کجکي کې د طالبانو پخواني لوی قوماندان ملا عبدالرؤف د طالبانو پرخلاف دداعش بیرغ جک کړ، نن د فراه په خاک سفید کې د طالبانو دوه قوماندانان مولوی عبدالملک، او مولوی عبدالرازق د خپلو پلویانو سره دداعش تر بیرغ لاندې دهشت کوي.

د طالبانو قوماندانان نه یوازې دا چې داعش ته وراوړي، بلکه د اوشتو نه وروسته دطالبانو پر خلاف وسله هم را اخلي. داسې ښکاري چې طالبان د پاڼ او پړانګ تر منځ ایسار شویدي. طالبان به د تاریڅ جبر دیته مجبور کړي چې صلحه وکړي. طالبان دداعش سره صلحه نشي کولئ ځکه چې داعش ترطالبانو هم افراطي ډله او طالبان هم نه غواړي چې ملک یې د سوریې په سرنوشت ګرفتار شي.

دا به دطالبانو دپاره بهتره وي چې د خپل ولس رضا حاصله کړي، د ولس د انتخاب کړي حکومت سره روغه جوړه وکړي، د خپل ملک د بچیانو د پوځ سره په ګډه دغه افراطي اجنبي داعش ورک کړي او طالبان په خپل ملک کېې کور اور شي.
په احترام
http://www.rohi.af/fullstory.php?id=35583


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more