د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دلیلي ډاګ څو انځورونه

Anonymous
28.03.2005

دلیلي په خونړي ډاګ کې چې له پښتنو سره څه وشول ټولوته ښه جوته ده په دې به بحث تاسې درنو ته پرېږدم یوازې یې دوه انځورونه دلته راوړم

[img:cdafc105de]http://benawa.com/upload/uploads/afghan43a.gif[/img:cdafc105de]

[img:cdafc105de]http://benawa.com/upload/uploads/afghan35a.gif[/img:cdafc105de]


pattang

pattang
28.03.2005

ميلمه وروه !
ستاسو له ښه زړه او نيک احساس نه ډيره مننه ، دا چې په پښتنو او مسلمانانودي زړه خوږ يږ ي نو تا سوزما لپاره د قدر وړ ياست او الله دي تو فيق درکړې ٠
وروره د چنګيز يانو په تاريخي ظلم زه ډير اسناد او فلمونه لرم او هم ټوله نړۍ پرې خبره ده ،خو امريکايان او دهغوي مذدوران په افغانستان کې نغواړي چې چنګيزي جنايت رسوا اومحاکمه کړې بر خلاف هغوي ته ميدالونه او چوکۍ ورکوي ٠
په دي فوروم کې ځوانان علمي موضعګانو ته ډير اهميت ور کوي ٠
دا چې دغه علمي مو ضع څرنګه او له څه شي نه بحث وکړي ، مالومه ندي او که مالومه هم شي ( لکه : رياضي ، فزيک ، استرو فيزيک ، کوانتن فزيک ، کومه بله نسبتي تيوري ، منجمنت اداره ، فلسفه، طب،اقتصاد،سيکالوجي .......)
ايا دغسي علمي موضع به نن د افغا نستان دلاس تړلي ملت په څه درد وخوري ??

خداي پاک دي دهغو وطنپالوووروڼو شمير ډير کړې کوم چې دهيواد او پښتنو
په غم کې خپلي شپې او ورځې تيره وي او دحل او خلاصون لاره ئي ګوري ٠

دپښتنولي په مينه پتنګ


نقاد
29.03.2005

[quote:d3074be69e]اقتباس:
په دي فوروم کې ځوانان علمي موضعګانو ته ډير اهميت ور کوي ٠
دا چې دغه علمي مو ضع څرنګه او له څه شي نه بحث وکړي ، مالومه ندي او که مالومه هم شي ( لکه : رياضي ، فزيک ، استرو فيزيک ، کوانتن فزيک ، کومه بله نسبتي تيوري ، منجمنت اداره ، فلسفه، طب،اقتصاد،سيکالوجي .......)
ايا دغسي علمي موضع به نن د افغا نستان دلاس تړلي ملت په څه درد وخوري ?? [/quote:d3074be69e]
ګران ورور پتنګ او درنو لوستونکوته سلامونه!
د ليلی د ډاګ انځورونه زړه دردوونکې او د حواسو لړزوونکې دي . خو احساسات
او جذبات پأرول او ښودل د حل ﻻر نه بلکې د ستونځو ﻻ پسې ډيرول او اور ته لمن وهل دي . لومړی بايد د ټولو افغانانو تر منځ باور او اعتماد رامنځته شي او ملي وروري کلکه کړو . ملي وروري او ورورګلوزيزه باور او اعتماد هغه وحدت دی چې د کل په توګه بيا د هغې د اجزاو ارزونه ، پوښتنه او ګرويګنه کيدای شي. ددغه ملي ورورۍ وحدت او کليت ﻻ نه دی رامنځته شوی ، که په دې کړکيچنو شرايطو کې چې ملي وحدت مو ﻻ هم د مرګ د ګواښ سره مخامخ دی، د ملي کليت له رغونې څخه مخکې يو کوچني جز ته هم سزا ورکړو ښايي د ملي وحدت لمنې ته تيلی ووهل شي، او د يوې سپږې له پاره د ملي کليت پوستين راڅخه اور واخلي ، ايا هغه خت به يې نتيجه د ليلی د دښتې له ناوړې پيښې څخه هم ناوړه او بي سکيندې نه وي ؟ بې سره او خود سره ملا يان خودغسې بي مسوليته پيښو ته په لمن وهلو کې اتلان دي، اسلامي نړۍ ته اور اچولی شي خو په يوه ګوډ کې يې هم اور وژلی نشي . دغه پښتانه هم پښتنو ملايانو او طالبانو په خپل اور کې وسوزول ، طالبان اوس هم په دغه اور کې ډکي وهل، زياتول او لمبې يې راپورته کول او پښتون قام او ټول افغان ملت په کې سيزل غواړي .
پاتې شوه په دې فورم کې د علمي موضوعاتوګټه ، چې ستاسو په پوښتونکي اند به دغسې علمي موضوعات د چا په درد وخوري او د کوم مرض دوا به شي :
وروره په فوروم کې سياسي اواجتماعي بحثونه هم کيږي او که د فورمونو سرليکونو ته نظر واچوئ ، اوليت اولويت همدې برخو ته ورکړل شوی دی . يواځې همدوموره له مينه والو څخه غوښتل کيږي چې په دې برخو کې دې هم علمي او منطقي بحثونه وکړي . نو علميت په هره برخه کې يوه عامه غوښتنه ده .
رښتيا هم په اوسنيو شرايطو کې د طب په مثال علميت لږ معالجوي خو زيات وقايوي اغيز لري . مونږ بايد له علمي تحليلونو څخه د وقايوي طب په څير کار واخلو او ملت له نورو بدبختيو څخه وژغورو . مونږ واکمن نه يو او قدرت نه لرو چې ملت له موجوده کړيچ څخه په سياسي تدبير سره راوباسو د ستونځو عملي علاج يې وکړو، خو مونږ قلم لرو چې د ملت د ﻻرې اغزي، خنډونه، ماران او لړمان
په ګوته کړو اوخپل مظلوم ، کړيدلي، لوغړن ، ښپې ابله او سرتور اولس ته ووايو چې : بلا دې واخلم پام هاغلته پښه کښينږدې چې مار دی، دغلته پښه مه ږده چې لړم دی، په دغه بل ځای کې اغزي دي ، خنډونه دي او ستونځې دي ، دغسې او هاغسې بايدترې ځانونه نور بچ کړو چې ګوره نور ختميږو ، تباه کيږو او د يوې تيروتنې ځواک او حوصله هم نه لرو!
دغه ماران ځمونږ د خپل ځنګل ماران دي، کمونستي ماران، تنظمي ښاماران، طالبي اور اچونکي، ستمي خاينان ، جنګسالاره لړمان او داسې نور ډير ې ورګې او سپږې ! دا ټول په هغه ځواک خنثی کول غواړي چې د ملي وحدت يا افغاني ورورۍ ځواک يې بولي، چې مونږ يې بايد د سترګو دکسي په څير ساتنه وکړو، په مال و سر يې ونازوو او د جمعي تفکر له ﻻرې وده او پراختيا ورګړو . والسلام ، ستاسې يو ورور: نقاد


انځورګر
07.10.2005

سلامونه ګرانو وړونو او خوندو



ع کريم حليمي
08.10.2005

مېله ،محترمو قدرمن pattang صاحب ،دانشمندنقادصاحب او ښه ځوان شاعر(انځورګر) صاحب سلامونه او ښې چاري
په هغه تورتم کي چه غل او کارواني نه پيژندل کيږي د حيات اوبه به څه قيمت و لري؟
هغه پوهه چه د شيطان له کوره وي ، هغه اودس چه د مظلوم په وينو يا د يتيم په اوښکو کيږي ، هغه کتاب چه ناحقو دعوو د پاره لاري لټول کيږي ٠٠٠٠
څه ئې وبولو ؟
کوم ړوند چه داسا پر ځای تورو مارانوته لاس اچوي ،کوم کوڼ چه خبره نه اوري او ورته خاندي ،هغه سپوږمۍ چه غلوته لار ښيي او په مينوپسې مثالونه ګرزوي ٠٠٠
څه په کار ؟
هغه لوی سړی چي و وړو مرغانو په دام کي يا دغڼو په جال کښي بنديږي او د خوشامند ګرو د تشي وينا له اغېزې ځان نسي خلاصولی څوک دي ؟؟
کوم زړه چه د احساس په اور کښي کړيږي او دا سوی په پټه خوله زغمي ،کوم فکر چي پخپل مخکي فولادي ديوالونه ويني ، هغه تږي چه په اوبوکښي وژونکي زهر ګوري ٠٠٠ د هغو په حال رحم نه دۍ په کار ؟؟
هغه کسان چه سترګي لري او ژبه نه لري ، په غوږواوري اوپه زړه کي نه پوهيږي
هغه څوک چه د خپل کور ماران او لړمان نسي وژلی هغه کورونه چه د زورور سيلاب
په لاره کښي دي ايا د رحم او شفقت حق نه لري ؟؟؟
د کابل مجله کال ١٣٢٣ / ٦ ګڼه / ٢٣ مخ


م ن غروال
08.10.2005

ډيرو محترمو درنو او قدرمنو وروڼو او خويندو سلامونه ومنئ!
که څه هم ښاغلي نقاد ورور ډير مفصل او درست ځواب ويلۍ دي چې نورې تبصرې ته به يې اړتيا نه وي٠ او همدا ډول د پتنګ د ورور له احساساتو سره هم موافق يم خو سره لدې يو دوه ټکي غواړم عرض کړم :
دا هغه وطنپلورنکي تيريکوونکي دي چې د کمونستي نظام او د نجيب د لاس کرل شوي ګلان دي چې لا تر اوسه پاتي دي او د پيسو په وړاندي تل استعمال شويدي٠
دغه هغه لوئ جنايت دي چې د بخښلو وړ ندي٠
طالب که هر څوک ؤ خو د دوستم له ډلو ډير پاک خلک وؤ٠ زه شخصاً ګلمجمان د طالب د پښو له خاورو سره هم نه برابروم٠ او ددغه جنايت ځواب بايد وويل شي٠ خو له بده مرغه چې هېواد که نه قانون شته او نه هم عدالت!
خير، دا صحنې ډير دردونکي دي او يوازې يوه لويه کرکه زيږوي او بس!
په درناوې


خوستی
08.10.2005

اسلاو اعلېکم
پتنګه وروره افسوس چې ټول پښتانه ستااو د ښاغلي يوسف څاروان په پشان رښتيني پښتانه احساسات نلري، بايد چې د داسې واقعې پښتنو سره مرسته وشي خو له بده مرغه چې ځينې ځينې داسې پښتنو او د ګران هېواد عاشقانو ته ترورستان وای٠
پاتې شوه د قدرمن غروال صيب خبره چې ليکلي يې دي :
[quote:b42f45a112]خو له بده مرغه چې هېواد که نه قانون شته او نه هم عدالت![/quote:b42f45a112]
هو غروال صيب، پښتواوپښتنو ته نه قانون وه او نه عدالت، نه اوس شته، او که مونږ همداسې د ژمي په اوږده خوب ويده وه، نو په راتلونکي کې به هم د قانون او عدالت څخه محرومه پاتې وه٠
د پښتو او پښتنو څخه وتلي نور و ټولو ژبو او قومونو ته هم قانون شته او هم عدالت٠
د هر څه سره سره ټوله ملامتي بيا هم په همدې پښتنو کې ده، غير له دې چې خپلې ژبې ته خيانت وکړي، خپل قوم او ټبر ووژني خدمت خو يې د لاسه ندی پوره٠ بل دا چې پښتانه د خپلې ژبې په هېرولو او د بلې ژبې به زده کولو کې ډېر تکړه دي ٠

په مينه او مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more