tolafghan.com
ټول افغان لومړي مخ ته

 ډېرځليزې پوښتنېډېرځليزې پوښتنې   لټونهلټونه   د غړو لستد غړو لست    کاروونکو ډله  کاروونکو ډله    د نوم ثبتولد نوم ثبتول 
 د پېژندنې څېرهد پېژندنې څېره    خپل شخصي پېغامونه وګورئ خپل شخصي پېغامونه وګورئ   ننوتنهننوتنه 

قاري محمد یوسف احمدي او ذبیح الله مجاهد صاحب، فرق یې ویلئ شې؟

 
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه
شاته موضوع وګورئ :: مخکې موضوع وګورئ  
ليکوال پيغام
میرویس
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 25 ميئ   2012
ليکنې: 864

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٤   شنبه   دسمبر   17, 2014 2:03 pm    عنوان   : قاري محمد یوسف احمدي او ذبیح الله مجاهد صاحب، فرق یې ویلئ شې؟ Reply with quote

ګزانو وطنوالو، السلام علیکم.
د پيښور په ښونځي باندې په حمله کې د ۱۴۵ شاګردانو او نورو وژل کیدل او د همدومره نورو زخمي کیدل زړه بوږنونکې فاجعه ده. خدای دې افغان طالبانو ته خیر ورکړي چې داپیښه یې غندلې ده.
===
تفصيل
نېټه: سه شنبه, 16 دیسمبر 2014 22:21
لیکوال: ذبیح الله مجاهد
بـــــرخه: پیغامونه
نن سهار شاوخوا لس بجې دپاکستان دخیبر پښتونخوا ایالت دپیښور ښار په یوه ښونځي برید شوی، د وروستیو ترلاسه شویو معلوماتو په اساس په پيښه کې تر دې مهاله د۲۰۰تنو د مرګ ژوبلې خبر ورکړل شوی چې ويل کيږی، ډيرې يي ماشومان دي.
د افغانستان اسلامي امارت په یاده پیښه خپله خواشيني څرګندوي او په پيښه کې د وژل شویو ماشومانوله کورنیو سره خپله غمشریکي ښيي.
دبې ګناه خلګو ، ښځو او ماشومانو قصدي وژل د اسلامي اصولو خلاف دی،اودا اصل باید هر مسلمان تنظیم او حکومت په نظر کې ولري .
دا فغانستان اسلامي امارت همیشه په خپل وخت دبي ګناه خلګو او ماشومانو وژنه محکومه کړې، څه موده وړاندي هم دپکتیکا ولايت په یحی خیلو ولسوالي کې دلوبي په یوه میدان او په ننګرهارولایت کې يي په یوه مسجدکې د چاودنو په اړه د خواشينۍ پيغام صادر کړی وو او هغه کارونه يي د اسلامي معیارونو خلاف بللي وو.
ذبیح الله مجاهد داسلامی امارت ویاند
۲۴/۲/۱۴۳۶هـ ق
۲۵/۹/۱۳۹۳هـ ش ــ 2014/12/16م
===
هلمند کې د کابل بانک پر څانګې ډله ییز برید شوی.
33 دقیقې وړاندې
لومړی یوه بریدګر د کابل بانک ولایتي څانګې مخې پداسې حال کې ځان چولئ چې ګڼ ولسي وګړي، زده کوونکي او دولتي کارکوونکي د تنخواوو اخیستو لپاره په کتارونو کې ولاړ وو. دچاودنې نه وروسته یوشمېر په وسلو سمبال برید کوونکي ددغه بانک ودانۍ ته ننوتي پنځه تنه یې وژلي اوشل یې چې اکثریت یې ولسي خلک دي زخمی کړیدي.

د ۲۰۱۱ کال په فبرورۍ میاشت کې هم وسله والو د ختیځ ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د کابل بانک پر یوې څانګې برید کړی و، چې لږترلږه څلوېښت کسان پکې وژل شوي وو او تر اویا ډېر نور ټپیان وو.
====
تفصيل
نېټه: چار شنبه, 17 دیسمبر 2014 13:14
لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي
بـــــرخه: تازه خبرونه
كـــتني: 49
د خیبر تندریزو عملیاتو په لړکې نن غرمه ۱۲ بجې دهلمندولایت مرکز لشکرګاه کې په دښمن دفدایي مجاهدینوله لوري بریدترسره شو
بریدنن په داسي حال کې چې داجیري اداري چارواکو معاشونه اخستل دلشکرګاه په کابل بانک وروسته ترهغه پیل شول چې ګڼ شمېر مجاهدین دبانک ودانۍ ته له خپلو سپکو اودرنو وسلو سره ننوتل
دجګړې په اړه نورجزئیات به وروسته پرلیکه شي
2014/12/17
===
محترمو قاري محمد یوسف احمدي او ذبیح الله مجاهد صاحب، ددغو دواړو پیښو تر منځ توبیر څه دئ؟
د پیښور په ښونځی کې هم بې ګناه ولسي خلک او د ښونځي ماشومان وژل شوي، او ستاسې حمله چې فخر هم وربانې کوئ په هلمند کې د بانک په ولسي مراجعینو او د ښونځي په زده کونکو باندې شویده؟
په درنښت.
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
lawangin
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 27 ميئ   2006
ليکنې: 575

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٤   شنبه   دسمبر   17, 2014 8:44 pm    عنوان   : Re: قاري محمد یوسف احمدي او ذبیح الله مجاهد صاحب، فرق یې ویلئ شې؟ Reply with quote

هيڅ فرق یې نشته دواړه یې دصليبي اشغالګرو غلا مان دي نو څوک
چې غلامي او خپل اولس خرڅوي مرګ به په ځان مني !!
مرګ او وژنه لوی او کوچنی نه پېژني !
دمرګ او وژنې علتونه صليبي اشغال او دکابل چټله او غلامه اداره
ده !!

میرویس ليکلي:
ګزانو وطنوالو، السلام علیکم.
د پيښور په ښونځي باندې په حمله کې د ۱۴۵ شاګردانو او نورو وژل کیدل او د همدومره نورو زخمي کیدل زړه بوږنونکې فاجعه ده. خدای دې افغان طالبانو ته خیر ورکړي چې داپیښه یې غندلې ده.
===
تفصيل
نېټه: سه شنبه, 16 دیسمبر 2014 22:21
لیکوال: ذبیح الله مجاهد
بـــــرخه: پیغامونه
نن سهار شاوخوا لس بجې دپاکستان دخیبر پښتونخوا ایالت دپیښور ښار په یوه ښونځي برید شوی، د وروستیو ترلاسه شویو معلوماتو په اساس په پيښه کې تر دې مهاله د۲۰۰تنو د مرګ ژوبلې خبر ورکړل شوی چې ويل کيږی، ډيرې يي ماشومان دي.
د افغانستان اسلامي امارت په یاده پیښه خپله خواشيني څرګندوي او په پيښه کې د وژل شویو ماشومانوله کورنیو سره خپله غمشریکي ښيي.
دبې ګناه خلګو ، ښځو او ماشومانو قصدي وژل د اسلامي اصولو خلاف دی،اودا اصل باید هر مسلمان تنظیم او حکومت په نظر کې ولري .
دا فغانستان اسلامي امارت همیشه په خپل وخت دبي ګناه خلګو او ماشومانو وژنه محکومه کړې، څه موده وړاندي هم دپکتیکا ولايت په یحی خیلو ولسوالي کې دلوبي په یوه میدان او په ننګرهارولایت کې يي په یوه مسجدکې د چاودنو په اړه د خواشينۍ پيغام صادر کړی وو او هغه کارونه يي د اسلامي معیارونو خلاف بللي وو.
ذبیح الله مجاهد داسلامی امارت ویاند
۲۴/۲/۱۴۳۶هـ ق
۲۵/۹/۱۳۹۳هـ ش ــ 2014/12/16م
===
هلمند کې د کابل بانک پر څانګې ډله ییز برید شوی.
33 دقیقې وړاندې
لومړی یوه بریدګر د کابل بانک ولایتي څانګې مخې پداسې حال کې ځان چولئ چې ګڼ ولسي وګړي، زده کوونکي او دولتي کارکوونکي د تنخواوو اخیستو لپاره په کتارونو کې ولاړ وو. دچاودنې نه وروسته یوشمېر په وسلو سمبال برید کوونکي ددغه بانک ودانۍ ته ننوتي پنځه تنه یې وژلي اوشل یې چې اکثریت یې ولسي خلک دي زخمی کړیدي.

د ۲۰۱۱ کال په فبرورۍ میاشت کې هم وسله والو د ختیځ ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د کابل بانک پر یوې څانګې برید کړی و، چې لږترلږه څلوېښت کسان پکې وژل شوي وو او تر اویا ډېر نور ټپیان وو.
====
تفصيل
نېټه: چار شنبه, 17 دیسمبر 2014 13:14
لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي
بـــــرخه: تازه خبرونه
كـــتني: 49
د خیبر تندریزو عملیاتو په لړکې نن غرمه ۱۲ بجې دهلمندولایت مرکز لشکرګاه کې په دښمن دفدایي مجاهدینوله لوري بریدترسره شو
بریدنن په داسي حال کې چې داجیري اداري چارواکو معاشونه اخستل دلشکرګاه په کابل بانک وروسته ترهغه پیل شول چې ګڼ شمېر مجاهدین دبانک ودانۍ ته له خپلو سپکو اودرنو وسلو سره ننوتل
دجګړې په اړه نورجزئیات به وروسته پرلیکه شي
2014/12/17
===
محترمو قاري محمد یوسف احمدي او ذبیح الله مجاهد صاحب، ددغو دواړو پیښو تر منځ توبیر څه دئ؟
د پیښور په ښونځی کې هم بې ګناه ولسي خلک او د ښونځي ماشومان وژل شوي، او ستاسې حمله چې فخر هم وربانې کوئ په هلمند کې د بانک په ولسي مراجعینو او د ښونځي په زده کونکو باندې شویده؟
په درنښت.
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
iiqjohnwick



دغړيتوب نېټه: 20 ميئ   2015
ليکنې: 1

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٤   شنبه   ميئ   20, 2015 12:22 pm    عنوان   : Reply with quote

کال په فبرورۍ میاشت کې هم وسله والو د ختیځ ننګرها




http://www.solitaire-champ.com
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
مخکيني ليکنی وښاياست:   
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه    ټول وختونه GMT دي
پاڼه   1  ټولې پاڼې  1

ورټوپ کړه:  

تاسو په دې څانګه  کې ليکنې نشئ کولی
تاسو د دې څانګې ليکنو ته ځواب نشئ ليکلی
تاسو په دې څانګه کې خپلو ليکنو ته بدلون نشئ ورکولی
تاسو له دې څانګې څخه خپلې ليکنې ړنګولی نه شئ
تاسو د دې څانګې په ټولپوښتنه کې برخه نشئ اخستلی


Powered by phpBB © 2001 phpBB Group

Chronicles phpBB2 theme by Jakob Persson (http://www.eddingschronicles.com). Stone textures by Patty Herford.