د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

د ډیورند د دواړو خواوو مومندو په خپله سیمه کې د سولې د راوستلو پرېکړه وکړه

اتل
08.12.2014

السلام علیکم
دډورند د کرښې ددواړو غاړو د مومندو قوم پریکړه کړې چې پخبلو علاقو کې به امنت ټینګوي، صلح او آرامي به راولي.
په صلح او امنیت کې اسلامي فرائض بهتره سرته روسول کیږي.
د ملک آبادي آسانه کیږي.
داسلامي او نورو متداول علو د زده کړې دپاره بهتره شرائط آماده کیږي.
صلح د الله رضا مندي ده.
====
د ډیورند د دواړو خواوو مومندو په خپله سیمه کې د سولې د راوستلو پرېکړه وکړه
• Sunday, 7 December 2014 9:49
• Written by: تاند
خپروونکی: تاند http://taand.com
تاند- په کونړ او باجوړ ایجسنۍ کې مېشت مومند قوم په یوه ګډه جرګه کې د ډیورنډ کرښې په دواړو غاړو کې د سولې د ټینګېدو پرېکړه وکړه.
د پاکستان تریبیون ورځپاڼې نن په یوه راپور کې ویلي چې د مومندو دا قومي جرګه د جمعې په ورځ د مومند او باجوړ ایجنسۍ د برخالوزو او ترخو په سیمو کې د کونړ او باجوړ د قومي مشرانو او ملکانو په ګډون جوړه شوه.
ورځپاڼه وايي د جرګې برخوالو وویل چې د ډیورنډ کرښې په دواړو خواوو کې د سولې د راوستلو په اړه قومي مشران موافقې ته ورسېدل او وپتېیل شوه چې قوم به د دې هدف لپاره له نورو سره همکاري کوي.
د افغانستان د کونړ له لوري د جرګې په دوه ویشت غړیو کې مولوي عبدالحکیم، حاجي شاه محمود، مولوي عنایت الله او حاجي جان ولي او د مرورې ولسوالۍ ګل محمد شامل ول.
افغان مشرانو وویل چې دوی به هم ژر د خپلو سیمو جرګه وروبولي او د مومند ایجنسۍ د جرګې پرېکړې به پکې تایید کړي.
په دواړو جرګو پسې به د ډیورند کرښې د دواړو خواوو د قومي مشرانو او سپین ږیرو یوه لویه جرګه جوړه شي.
مومند قوم د ګڼو نورو پښتني قومونو په شان د ډیورنډ کرښې دواړو خواوو ته اوسي خو د انګرېزانو له لوري د ډیورنډ په نوم ایستل شوې کرښې د دوی ترمنځ ورورګلوي نه ده ختمه کړې.
ویل کېږي چې په سیمه کې د طالبانو د فعالیتونو او د هغو په وړاندې د پاکستاني پوځ اقداماتو د ډیورند کرښې د دواړو خواوو د مومندو ترمنځ تګ راتګ او خپلوۍ اغېزمنې کړي دي.
http://www.taand.com/archives/35769


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more