د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

په عدنان پسې عمر فاروق ګسه شو.

اتل
08.12.2014

السلام علیکم
پاکستاني پوځي قواوو چې د القاعدې د مرکزېي ډلې غړئ عدنان الشکري چې پنځه میلونه ډلر یې په سر اېښودل شوي وو وواژه، په بله ورځ یې بې پيلوټه الوتکو د القاعدې بل غړئ عمر فاروق په پاکستان کې وواژه، او پښتون قام او د سميې نور خلک یې د هغه د شر نه خلاص کړل. بې پیلوټه الوتکې دغه ترورستان په نښه کوي او ولي یې.

بې پیلوټه الوتکو د پاکستان په خاوره کې د « القاعده » د تروریستي سازمان یو پل مهم مشر عمر فاروق هم وواژه. خبري سرچېنې ددې پخلی کوي، چې په افغانستان او پاکستان کې د « القاعده » جګپوړی مشر وژل شوی. رویټر اژانس د پاکستان د پوځ د استازي له خولې خبر ورکوي، چې فاروق عمر په شمالي وزیرستان کې د خړ تنګي پر کلي کې د بې پېلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی. بې پېلوټه الوتکې دوه توغندي وتوغول، چې په لګېدو یې د عمر فاروق په ګډون ۶ تنه جګړه ماران ووژل شول.
پرون پاکستاني پوځیانو په وزیر ستان کې د عدنان الشکري د وژنې اعلان وکړ. الشکري د « القاعده » یو بل جګپوړی مشر و. امریکایي چارواکو د الشکري د نېولو په تړاو د پینځو میلیونو ډالرو ورکول اعلان کړي و.

http://pashto.ruvr.ru/news/2014_12_07/280996535/


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more