د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

د پوهاند محمد موسی معروفي شعري مجموعه : ( زړونه او رازونه )


ع کريم حليمي
21.11.2014

--------------------------دعا

لویه خدایه لویه خدایه لویه خدایه
چي ازل او ابد ستا دی سر تر پایه

په آفــــاقو کي جلوه ستا د عظمت ده
په انفسو کي د عشق لــــمبه له ورایه

هغه زړه چي ستاله میني نــه تـش سوی
هغه روح چي له خپل اصل سو بې ځایه

نه ئې زړه بولم نه روح د یو انسان
په ځنــګله حیـــوانیت ورلره ښــایه

له ګناه نه د ژغورني کښتۍ راکړه
لویه خدایه لویه خدایه لویه خدایه

محمد مي په توپان کي لوی لارښود کړه
چي پر لار کي دا ګـمراهه دا ګم رایه

ګران وطن مو بیا سمسور او را آباد کړې
چه ورک نسي مورله زوی دوست له اشنایه

[color=cyan:e85e5fb175]معروفـــي [/color:e85e5fb175]په توره شـــپه لاس په دعا دی
هــیڅ جهـــت نه لــــري بې له خــپله خدایــه


د ایمان رڼا


ع کريم حليمي
21.11.2014

---------------------------------د ایمان رڼا

نن طوفاني شپه ده آن یو ستوری نه ځلیږي
دا یقینــی نــه ده چي سـبا به لمر راخېژي

جنګ د تارکۍ او د رڼا ، د ژوند قانون دی
فـــقط د عقیدې په رڼا دا چنګ فتــح کیږي

جنوري ۱۱/۲۰۰۱

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

نن مي په تور زړه کي د ایمان ډېوه بلیږي
هغه څه راپېښ دي چه ډیر لږو ته پېښېږي

پرېــږده مـحتسب چــي د ریــا موعــظه ووایي
خدای (ج) د زړو مالک دی بنده کله پرې پوهیږي

زړه یـومزرعه ده چي هـر څه په کښـي کرلی سي
چي مینه په کښي وکرې د عشق حاصل رېبلی سي

که مرګ او دښمني دي د دوستۍ پر ځای خوښیږي
نو مردک درسره راوړه . دغه تخم هم شیندلی سي

جنوري ۲۰۰۰/۱۲


د خدای ثنا


ع کريم حليمي
22.11.2014

..........................د خدای ثنا

ویاړمه په دې چي ستا په شاني خــدای لرم
نه کاڼي یــم نه بوټی هم آغاز هم پـــای لرم

تــــا چي په تکوین کي د انسان مرتبه را کړه
ځکه نو الحمد پر خوله هر وخت هر ځای لرم

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
............................ کم ظرفه

چي پر پچه يي‌ ختلی او کشمیر يي وي لیدلی
وي خبره يي بېبــــاکه ، دانادان دی غــولېدلی

چي روان وي په تیاره کي نو حالت يي د ړانده دی
خوا او شا نسي لیدلی څوچي لـــمر نه وي خـــتلی

د اغزیو یوه ستن وي چي بدن په سوری کیږي
چه غوټۍ پونګه ونه کړي ګل خو نسي غوړېدلی

کم ظرفي داسي بلا ده چي عزت سي په ناروغه
د اوبو د ســر حباب ســــي په غورځـــکو نړېدلی

د غړکي شهرت واخلي بې کـــماله چي ښـــورېږي
د تش زک کار ځني اخلي چي په پو وي پړسېدلی

نو سر کښته که ګرېوان ته او خپل ځان په کي پیدا کړه
مکمل انسان هغه دی چه خـــپل ځــــان يــــي پېــږندلی

مو د خدای عاجز مخلوق یؤ تواضع مو کړي ښاغلي
لافــــه ،بــــاټه د لــوی غرونو به چــــا نه وي اورېدلی

[color=blue:a098abd0a7]معروفي [/color:a098abd0a7]ورته تسلم دی دا د خدای کامل قدرت دی
هره ورځ په دې پوهېږم چي هیڅ نــــه یم پوهېدلی



ع کريم حليمي
23.11.2014

[color=blue:b139a1e853]
......................................توبه

ښــــــه پوهېږم چــــي عـــاجزه ګنهکار یــــم
سبا ځمه و فنا ته، نن مېلمه په دې روزګار یم

چــــي تــــوفــــیق الــــــهي راســـــــره نــــه وي
خامخا به تباه کېــږم څه پر کلي څه پر ښار یـــــم

[/color:b139a1e853]



ع کريم حليمي
25.11.2014

[color=cyan:d66f0bab17] د حضرت بیدل په فلسفه کي د انسان
.................... مقام
[/color:d66f0bab17]
د بــــــــــېدل دېوان چـــــــي لولم
دېـــــوان نـــــــه دی يـــو دنیا ده

په ظــــاهـــره کـــي الــــــفاظ دي
خـــــــــو اســـــاساً ټــول مانا ده

يو "آیـــــنه" د حـــقیـــــــقت ده
چي انـــــــسان پکښي ښـــکارېږي

د خلــــــقت د راز غبـــــــــار دی
چي آفــــــــاق په کـــــي ځـــلېږي

د انــــفــــــــسو انـــــــدرون دی
د ازل ســــريــــي وصـــــلت دی

فلـــــــسفه د تـــــکوین ښـــــــيي
چــــــــي هــــــدف ابـــــدیت دی

د خــــــــالق او مــخلوق راز دی
تســــــلیمي و هـــغـــــه ذات تــه

چي هم ژوند او هم مرګ درکړي
که انـــــــــسان وي که نـــــباته

نور بیا



ع کريم حليمي
26.11.2014

د بېـــــدل په هر مصرع کي
فلســفه ده چي نغښــــتېږي

کلبــــیون که فلاطونیان دي
د هر یو ســـــوده په کېږي

د قــــــدیم یونــــان افکار وي
یا کـــه نــوي پـــــلاتونـــیزم

اپکوریان یا سقراطـــــیان دي
یــا پـیــغام د ایــــډیالیـــــزم

دا فـــــکري ټول مـــــکتبونه
بیدل غونډ بیا يي پاشان کړي

تصــوف ته ئې تســــلیم کړي
هر قـــاري ورته حیران کړي

د بیـــدل خاصیت خـــو دا دی
چي له لفظ څه الفاظ جوړ کړي

یو عــــادي لفظ استخـدام کړي
خو په څو معنــــايې موړ کړي …………. موړ (تغذیه )

د مــــعنـــا وتــــــــلون دی
تعــــبیرات يي فریـــــــمانه

هر يو خپل مراد ځني اخلي
با ایـــــمانه ، بې ایـــــمانه

دا خـــو څه چي مارکستانو
مادیت ورته منــــسوب کړ

د بیــــــــدل فلسفي لمر يي
په ایرو کــي ورته ډوب کړ …………….ایرو (خاکستر )

خــو بېدل د معنی پلار دی
تصوف يي ‌فلـــــــسفه ده

د قرآن او خدای عاشق دی
د ده شعر یوه لـــــــمبه ده

مــسافر د طــــــریقت دی
په سکون کي حرکت کړي

په جنــــون کي عقل لولي
انـــجمنو کي خلوت کړي

شریعت ظاهر اعمال دي
چه قانون پـــر بنا کیږي

ریا کار شریعتیان سته
چي دنیا په خطا کیږي

طریــــــقت د زړه دنـــیا ده
چي انسان پر خدای مین سي

په توحــید کـــي څښتن ویني
نو غالب پر اهـــــریمن سي

په جمـــال کي کـــمال ویني
چي د عشق جذبه پر راسي

آســـــمانو ته پرواز وکړي
چي د نفس څه را جلا سي‌

څه پرېښنا وي څه طوفان وي
یـــــا آواز وي د بــــلبـــــلو

یا لمبـــــې وي په قــــدح کي
غــــوړېده وي د ســــرو ګلو

نوربیا



ع کريم حليمي
27.11.2014

یا بــــاران د پــــسرلي وي
چي نرګــس ورته تخنــیږي

یا یو اوښــــکه د حسرت وي
پر باڼـــو باندي تـــــاوېــږي

یا وصـــلت وي د عشــــاقو
یا حــباب ســپور پر څپه سي

یا پـــــوړنی د حیــــــــا وي
د سپوږمۍ پر مــخ پاره سي

یــا آرزو پــر نڅــا راســي
د یتـــیم د زړه پـــه کور کي

یا د مـــور سپـېــڅلي ګوتـي
سي سکروټــي په تنـدور کي

دغـــه ټـــولـــه پــدیـدې دي
څو درد ناکه ، څو خوشرنګه

تــــجـــلي د تـــکوینـــګر ده
راښــــکارېږي په څو رنـګه

د عــالي "روح" تجـــــلي ده
چي جوړ کړی يي خلقت دی

د "عالي روح " لـــویه برخه
همــــدغه انـــسانـــــیت دی

نو انـسانه ! که مـخلـوق يي
خو اشرف المـــخلوقات يي

ستــامقـــام تــر ټولو پورته
نه حیــــوان يي نه نبات يي‌

د بیــدل په فلــــــسفه کي
ستــــامقــام آســماني دی

ته اشرف يي ته عالي يي
ستا معراج د روحاني دی

ته د عقل څه کار واخله
تـفــکر یــو وسیـــله که

پـېژنـــدنه د ځان وکړه
کائنات درته "آینه" کړه

که د عشق پر لار روان سې
ملـــکوت او لاهـــــوتي سې

قدسیت بــــه کړې مــلګری
تـه بــه نورِ نورانــي ســې

کـه دي لار بې وفايي سـوه
او د خدای څه را جلا سوې

هم حیوان يي هم شیطان يي
طوفان یؤ وړې بې پنا سوې
[color=red:4edb91cf1c]
ښه مــــــثال افغانســتان دی
د شیطان او شیطان جنګ دی
[/color:4edb91cf1c]

انسان وا وښتۍ حیوان سو
انسان نه دی تش تـبنګ دی

چي اشـــــرف المخلوقات ؤ
اوس پر جیپ باندي جنګېږي

د اسلام او خدای په نوم مو
پـــر قران باندي راخــېژي



ع کريم حليمي
30.11.2014

.......................فلسفي کاروان

د ژوند له نــعـمتو څه د فکرو تـحفه را پاتـــه ده
مین پر حقیقت یم خو د عمر ملاګۍ مي ماته ده

سوالونه مي ډېر پاته ، جوابونه يي ډېر لږ دي
د ژوند د فلسفې معنی مغـــلقه له خپل ذاته ده

د ژوند په مرحلو کي مي عجیب رازونه ولیده
د هري پېښـي مخ ته یوه بـــله پېښه شاته ده

څوک غواړي جـــوابونه د فزیک له ماورا څه
مادي پــلویان وايي دا خبـــره بې ارتباطه ده

سقــراط که افـــلاطون ؤ‌ یامکتب د کلـبــیونو
ټول ولاړه بــې جوابه مسئله چي بې اثباته ده

جــګړې د دیــن دولـــت جوړ کـــړ تـاریخ د اروپا
څوک غندي سلاطین ، څوک وايي ګناه خو کلیساته ده

جان لاک که مونتسکیو ؤ ، یا روسو او ډیویډ هیوم …..…, ... http://en.wikipedia.org/wiki/Montesquieu

قلم يي په لاس واخست چي جګړه يې شا او خوا ته ده

د "انسان د طیعیت " تیــــوري يې و څارل په پوهه
ویل انسان آزاد خلق سوی ، غلامي يي ولي پاته ده

د ظالم لاس باید غوڅ ســـي څه پاچا څه کــلیسا وي
د وحشت څه تښتېدلي ، کوچېده يي امـــریکا تــه ده

هیګل ډار له مادیت سو ویل "عالي روح" هېره نه کئ
خو د مارکس په ارزیابي کــــي توجه پرولتاریاته ده

ویل کارګر او بزګر ژاړي د نېستۍ په تـــوره شپه کي
خو د خان ورځي اختر وي ، هره شپه ورته براته ده

چي تیوري راغله عـــــمل ته د لیـــنن په وحشت زاکي
تباهي سوه عالمګیره ، ســــره لمبه و آریـــانا تــــه ده

فاشـــیزم او کمـــــونیزم دواړه لوبي د شیــــــــطان دي
د بشر حق يي پایمال کړ نو اړتیا مـــو حـــق تعالی ته ده

دا نړۍ خـــدای پیدا کړې چـــي آرام پــه کي انسان وي
یو څه برخـــه د ژوند ده ، بــــله برخه و عـــــقبا ته ده

تعادل يــي در ښودلی په واضــــحه پـــــــه قــــرآن کي
د ریشتیا لـــه درسه بــــد وړي ، خود ګیله و نابینا ته ده

نسلونه ځـــي راځــــي لـــکه پوښـــتني بــــې جــــوابــه
تمــــدن درومي پــــه وړاندي ،د تـــاریخ مخ ارتقا ته ده

[color=green:21b0320f1f]معروفي [/color:21b0320f1f]راغــلۍ نـــړۍ ته د تاریخ په غلط وخت کي
منـــزل راڅخه ورک دی ، قـــافله مو شاته پاته ده

نومبر ۲۲ / ۲۰۰۰



ع کريم حليمي
01.12.2014

.................انســــــــان او عـــــقــــــیده

چي رحـــــمت درسره نـــــوي د ســـبحان
نو پــه پېــــڅه به در نــــنوزي شیــــــطان

د ایمان رڼــــا به ســــــي درڅـــــخه لیري
پــــه تـــــیاره د جهــــالت کـــــــي به روان

بــې هدفه ،بــې خاصیته بـــه دي ژوند وي
خـــس خـــاشاک به يي په منځ کي د توپان

عقـــیده ده ! چي انسان او حیوان بیل کړي
که نــه خوب او خـــوراک زده دي د حــــیوان

تقــــاضا دیــــوویــــــشتمي پــــــېړۍ داده
چــــه هم پـــــــــوه يـــي او هم ولرې ایمان

دا هر کشف او اختراع چي ته يي ګـــورې
حـــکمتـــونه را څـــرګند کړي د یـــــــــزدان

که د خـــــدای د حــــکمتونو قــــــدرت نه دی
نو چــــا جوړ کړه دغه ځــــــمکه دا آســـمان

بغـــــاوت د خدای له حـــکمه بېــــــــعقلي ده
ځکه خدای سته په قانع دي ســاینس پوهان

[color=blue:8147f26add]معروفي‌[/color:8147f26add]پـــــر لاري ځي او تـــــوبې باســي
خدای بـــــخښونکي دی رحـــــیم دی مهربان

سپتمبر ۲۲/۲۰۰۲



ع کريم حليمي
04.12.2014

.......................................وطــــنه

که څه هم مهاجـــــر یم خو ستا یاد راسره سته
دا ستا د خاطــــــــرو کلي آبـــــاد راسره سته

وطنه ستاعشق اور دی چي هیڅ کله نه مړ کیږي
د زړه پـــه سـرهَ کُره کي يي بنیاد راسره ســـته

پامیر که فیــــروز کوه دی یا لوړ غـــرونه د بابا
غرور د جــګو څــــوکو د شـــــمشاد راسره سته

هیلمند، کوکچه ، آمو دي زما په سترګو کي بهیږي
پیغـــام چه درلیږم د ســــهار باد راســـره ســــته

په نیمه شپه ولاړ سم د سپوږمۍ وړانګې کم مچي
رڼــــا پر تـــا مینــــه ده اســــناد راســــره سته

دا زمــــا پــــه ملنګي کي ،خزانې سته د شاهانو
تر ټـــولو ستـــر بــډای یم چه هیواد راسره سته

مــــردکي او بمــــونه کله ستا بــــدن ځپلی سي‌
په غیـــــږ د ملائــــکو کي فــــولاد راسره سته

ستا ساندي او ژړا به ان شاء الله په خندا واوړي
معروفي نیک او بد ویني ښه استاد راســـره سته

[size=24:55767e78c5][/size:55767e78c5]



ع کريم حليمي
06.12.2014

..........[color=cyan:c3e6824bd5] د هیواد مور ته د خپلواکۍ
....................پیغام [/color:c3e6824bd5]

اې د غــــــــــــرو هیــــــواده
ستــابچیان ټــــــول مېړني دي

په ســـــوله او جــــــــګړه کي
ستــــا د مــــیني لیـــــوني دي

د غلیـــــم زړه تــه خنــــــــــجر
خو ســــتا چوپـــړ ته سپیلني دي

ستا د غرو په څیـــر ســــر لوړي
پــــه هــمــت کـــي غــــــرني دي

دوام لري !



ع کريم حليمي
07.12.2014

ستــــا خپلواکــي ســـاتل د دوی مــانا. د دوی ایــــمان دی
ســــتا د ویاړ پــــــــالل د دوی جوغه. د دوی آســـمان دی

......................ستا په ســـرو وړانــګوکـــي
......................د غــــوریانو تــوري برېښي

................سیوریان دي که کوشانیان دي جوړوي
..................د تــــــــــــــــاریخ پــــــــــېښــــي

..................ســــور شـــــفــق د آســـــــمانونو
..................د افــــــغان په ویـــــنو ایـــشـــــي

...................محـــمود او احـــــــــمـــد شاه دي
..................د غـــیرت درســـــــونه وېــــــشي

میرویس نیـــکه راپورته ،وښې اړخ ته يي شاه امـــان دی
ستــا د ویاړ پالل ، د دوی جـــوغه ، د دوی اســــمان دی

دوام لري



ع کريم حليمي
26.12.2014

تـــــاریخ دى دســيسې كــــــړي
خو ستا زړه هر وخت خپلواك دى

ســكندر كه چنكېز خان دى.
هر يو دلته مات، هلاك دى

انكريزي كه سور لښكر دي
دلتـه پـړ، دلتــه بى واك دى

په جلـګو كى تكــبيرونه
د فاتح د ږغ پژواك دى

دا ناهيد او ملالۍ دي دا چه ته وا قهرمان دى
ستا خپلواك ساتل د دوى معنى، د دوى ايمان دى

وينـــــي چه بــــهيــــږى
لا تر اوسه به رودونو كي

ســرونه كـــــه براته دي
په دښتو، په پالېزونو كي

درزونه كــــه لا پــــــاته
ستا د غرو به ځګرونو كي

زاړه واړه كه مــــړه سوه.
په راكت يا په ماينونو كي

شهيد او معيوب وايى: تر هيواد مى ځان قربان دى
ستــا د ويار پالل، د دوى جوغه، د دوى آسمان دى

دوام لري



ع کريم حليمي
28.12.2014

بښتون كه هزاره دى                 يا تــاجيك او نـور قــــــومونه

وطنه ستا بچيان دي                 دا ټول خويندى، دا غونډ وړونه

تخار يا كه هرات دى.                د بابا د غرو ســرونه

غزنى يا كندهار دى                 يا باميان او بادغيسونه
     
 پاته سوى چه يو موټى نو خپلواك افغانستان دى
        ستا خپلواك ساتل د دوى معنى، د دوى ايمان دى

اوس راغلى هغه وخت دى          چى دا وران هيواد اباد كړو

ښه پياوړى، پر مخ تللى.            هم معارف هم اقتصاد كړو

د قلم او خيال پيغلانى               له قيدونو نه آزاد كړو

په نڅا آمو، هلمند كړو.              په هنر يئ زړګي ښاد كړو
     
 سباون دى، پرون نه دى، بدل سوى ټول دوران دى
       ستا د وياړ ساتل د دوى جوغه د دوى آسمان دى

مرګ نيستى ده ډېره سوې.         كران هيواد مو ژوبل سوى

خو اى، اى د غرو موركۍ           ستا عزت دى ساتل سوى

لوړ تاريخ د شهامت مو               يو څل بيا ازمويل سوى

خود به وياړي معروفى                چى وطن دى ژغورل سوى
   
خو اوس نو سوله او هم پوهه زموږ بنسټ د نوي توان دى
       مــــوري ستا خپلواك ساتل، د دوى معنى د دوى ايمان دى
       موري ستا د وياړ پالل، د دوى جوغه د دوى آســــمان دى

٢٠٠٣ ميلادى كال، اكست ١٧



ع کريم حليمي
30.12.2014

  ............................       کوچيان

د دښت به غمجن زړه كي.                        چى ولاړه يو كږدۍ ده

د دې په ساړه سيوري  كي.                      پـــــرته يو كــــورنۍ  ده

د كار او وياړ خـــــــــاونده.                       دا جونګړه د كوچۍ ده

نه بريښنا نه تيلويزيون سته.                        ليرى پاته له بېړۍ ده
     
خو همت، مينه پكښې ده، د لرغونى ژوند سمبول دى
      صفا او صداقت چى ستر بنسټ د دې  كــهول  دى   

د غره به شنه لمـــن كي +++++++++ تور غاټول دى چه ځلېږي

واړه دي كـــه زاړه  دي                  ښځه نر پر را غــــونډيږي

څار به لا وى خوشحاله                     دومره مينه چى تاويــــږي
خيمه نه ده ميلمستون دى +++++++ هر ميلمه دلته مـــــــړېږي

       د وفا په كوچ، شيدو چى دا كهول سره را ټول دى
       صفا او صداقت چى ستر بنسټ د دې كهول دى

د ستورو ها للو، للو.                         د خوب مــــــوج ورته راوري

نسيم په  كږدۍ كد سي.                       چى له يو اړخ بل ته واوړي

له سهاره تر مــــــاښامه.                     په خولو ساز كړي ويجاړی

چه د لمر تندور لمبى كړى.                   يا سيلاب وي غاړي غاړي
       
++++ رمى ساتى له ليوانو خو همرازه ئى غــــــاټول دى
        صفا او صداقت چى ستر بنسټ د دې كهول دى

د بقــــــــــا ايسارول كړي.                       كوچيان ليږدي هريخواته
هر يو درومى مخ به وړاندي.                   ښځى نه پاتـــــــيږى شا ته

ماشومان پـــر لاري زېــــږى.              خو فيض راوړى بښتونخوا ته 

طبيعى شـــــــــــكلا ور څخه.                دوى ښایست راوړي فضا ته
         
په ايمان دي پرېولل سوي، هر يو پاك لكه بهلول دى
           صفا او صداقت چى ستر بنسټ د دې  كهول  دى

معروفى ډوډۍ دي زار ســــه.          چه كوچيان دومره خواران سوه

نې دارو، نه ئي معارف سته.             په ملكو كي سرګردان  ســـــــوه

د كوچى ښځو هـــــــــمت وو             چى را لوى څو ماشومان ســــوه

د ميږيانو په څیـــــر كار كړي.          چوپه خوله ستړي ستومان ســـوه
           
خو، له چا نه څه نه غواړي، دوى مات كړى هر كچكول دى
            صفا او صداقت چى ستر بنسټ د دې كــــــــــــهول  دى

ابريل، ٢٠٠٠ ميلادى كال، ورجينيا  



ع کريم حليمي
01.01.2015

                                                 
............ د قدرت ليونيان

اې زړو يارانو ستاسو نوى راز صحبت غوارم.
 .........               د ټوكو د شپي پاى دى د سبا پر ژوند حكمت غوارم
كاروان را څخه تللي موږ د اور په دښت كى پاته.            
......... .. منزل را څخه ليرى دا سفر ته اسپ مست غوارم
قصى د آسمانو او پيريانانو خو خوږى دي.                    
......... خو چي وږى بربنډ ناست يو، څه ساز د معيشت غوارم
شراب د خيانت خو توله مست مست ليونى كړو.              
  .......... د عقل په بياله كى سره شربت د صداقت غوارم
خبرى د عرب او د روسي د غيږ كم اصله كړى.              
 ........... ناموس د ملت وساتئ  بيشرمو لږ همت غوارم
ملت د لوږى مړ سو ته خبرى د قصرو كوې.                    
 ............. ستا ډبرين زړه كى يو ووړ څاڅكى د رحمت غوارم
و دې ته مو پام نسته جى غرقيزى دا ولس.                      
............ تاسى هم غرقيزى و دي تكى ته دقت غوارم
شاهان كه اميران وه يو به بل بسي بي تخته سوه.          
  ............ ستاسى نوبت تير دى اوس ولس لره نوبت غوارم
زما سپينى خبرى مدعيان كله منلى سي.                      
  ........... راسئ ملايكو غوږ مو كښيږدى وساطت غوارم
څه راز راز جولي و معروفى ته تاريخ و ښودې            
  .............. اې مستو يارانو يو شيبه درس د عبرت غوارم

مى ٩،  ٢٠٠١           



ع کريم حليمي
18.08.2016

لاندنې شعر د پوهاند محمد موسی معروفی د چاپ سوی مجموعې "زړونه او رازونه" څخه اختصارا" او لږ ايديت سره دلته د گران هيواد د خپلواکۍ د ورځی د يادونی په وياړ وړاندی کيږی.

....................................د هيواد مور ته د خپلواکۍ پيغام

اې د غرو هيواده ستا بچيان ټول ميړنی دی.
په سوله او جگړه کی ستا د مينی ليوني دی

د غليم زړه ته خنجر ستا چوپړ ته سپلنی دی.
د غرو په څير سرلوړی په همت کی غرنی دی
ستا خپلواک ساتل د دوی معنی، د دوی ايمان دی
ستا د وياړ ساتل د دوی جوغه، د دوی اسمان دی
ستا په سرو وړانگو کی د غوريانو توری بريښي.
سوريان که کوشانيان دی جوړوی د تاريخ پيښي

سور شفق د اسمانو دی د افغان په وينو ايشی.
محمود او احمد شاه دی د غيرت درسونه ويشی
ميرويس نېکه را پورته و ښي اړخ ته يې شاه امان دی
ستا د وياړ ساتل د دوی جوغه، د د وی اسمان دی
پشتون که هزاره دی یا تاجيک او نور قومونه
وطنه ستا بچيان دي ټوله خويندی ټوله وړوڼه

غزنی دی که هرات، پکتيا، پکتيکا او قندهار.
تخار، ننگرهار، بدخشان، باميان او بادغيسونه.
پاته سوی چه يو موټي نو خپلواک افغانستان دی
ستا د وياړ ساتل د دوی جوغه، د دوی اسمان دی
راغلی هغه وخت دي چه دا وران هيواد اباد کړو.
ښه پياوړی مو معارف هم اقتصاد کړو

د قلم او خيال پيغلانی له قيدونو نه ازاد کړو.
په نڅا امو، هلمند کړو په هنر يي زړگې ښاد کړو
خو اوس سوله ده او پوهه، زموږ بنسټ د نوی توان دي
ستا د وياړ ساتل د دوی جوغه، د دوی اسمان دی.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more