د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د القاعدې ډیسي غړئ نیول شوئ

میرویس
13.11.2014

ګرانو وطنوالو، سلامونه او نیکمرغۍ.
دنورو تولیدي مالونو غوندې چې اصل، کم اصل او ولایتي او ډیسي لري، القاعده هم دغسې غړي لري. القاعده یعنې [بنسټ] دا هغه عربي افراطي ډله ده چې پخپلو ملکونو کې خای نلري، افغانستان، پاکستان، سوریه، عراق، یمن، نایجیریا اوسومالیه غوندې ملکونو کې چې امنیت پکې خراب وی ورځي او هالته د ځان دپاره خوندي ځای لټوی. خو ځایي او یا سیمه ایز افراطیان، مجرمین، جنایت کاران، غله او لوټماران هم ورسره یوځای کیږی چې دوی هم ځان د عربي القاعدې غړی بولي.
خو عربي القاعده والا دغه وطنی او سیمه ایز بې کلتوران ښه پیژني او پوهیږي چې دغو بدغتیانو خپلو ملکونو ته وفا ونکړه نو عربو ته به څه وفا وکړي؟ عربان ددغو خلکو سره د غلامانو رویه کوي، د خپلو نړیوالو آجنډاوو د پاره یې جنګوي. عربان د حکم په مسند ناست وي او دا بې شعوران جنګوي.

دا وطني افراطیان فکر کوي چې عربان په دیني پوهه مرصع دي، حال داچې ان د القاعدې مشر اُسامه لا بې سواده مذهبي انپړ ؤ. د القاعدې لټیره ګان نه په اسلامي احکامو پوهیږي او نه زموږ د خلکو غم ورسره دئ. دوی په موږ کې د ځان د بقادپاره د سیب ځای لټوي او غواړي چې زموږ ملکونه د غربیانو سره په جنجال کې واچوي ترڅو زموږ په ټولنو کې خپله بقا اوږده او دایمي کړي.
======
کندوز کې د القاعدې شکمن غړى نيول شوى
By هدايت الله همدرد Nov 13, 2014 - 13:22
د کندوز ولايت امنيتي چارواکي وايي، په دغه ولايت کې يې د القاعدې يو شکمن غړى چې چادري يې اغوستې وه؛ له دوو نورو کسانو سره يو ځاى نيولى دى.
د کندوز امنيه قوماندان پاسوال غلام مصطفى محسني پژواک خبري اژانس ته وويل چې د القاعدې ياد غړي د ښځو له جامو او چادرۍ په ګټې اخيستنې له دوو نورو کسانو سره يو ځاى هڅه کوله چې په سراچه موټر کې وتښتي، چې پرون شپه په علي اباد ولسوالۍ کې د يوې تلاشۍ پر مهال له دوو کلاشينکوفونو سره ونيول شو.
محسني زياته کړه چې هغه د کندوز په مرکز ګورتپه سيمه کې د امنيتي ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې ټپي شوى و.
امنيه قوماندان وايي چې د القاعدې شبکې ياد غړي د پوستې د تلاشۍ پر مهال ځان د بدخشان ولايت اوسېدونکى ور پېژندلى، په داسې حال کې چې هغه د تاجکستان وګړى دى او په ګورتپه ولسوالۍ کې يې د وسله والو طالبانو تر څنګ د دولت پر وړاندې جګړه کوله.
امنيتي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د وسله والو طالبانو تر څنګ چيچيني او ازبک وسله وال هم فعاليت کوي.

http://www.pajhwok.com/ps/2014/11/13/


Re: د القاعدې ډیسي غړئ نیول شوئ

lawangin
13.11.2014

که يو څه نور دالر درکړي خپل کور به هم خرڅ کړې اولس خو دخرڅ
کړی!
پتنګ

[quote:e438997649="میرویس"]ګرانو وطنوالو، سلامونه او نیکمرغۍ.
دنورو تولیدي مالونو غوندې چې اصل، کم اصل او ولایتي او ډیسي لري، القاعده هم دغسې غړي لري. القاعده یعنې [بنسټ] دا هغه عربي افراطي ډله ده چې پخپلو ملکونو کې خای نلري، افغانستان، پاکستان، سوریه، عراق، یمن، نایجیریا اوسومالیه غوندې ملکونو کې چې امنیت پکې خراب وی ورځي او هالته د ځان دپاره خوندي ځای لټوی. خو ځایي او یا سیمه ایز افراطیان، مجرمین، جنایت کاران، غله او لوټماران هم ورسره یوځای کیږی چې دوی هم ځان د عربي القاعدې غړی بولي.
خو عربي القاعده والا دغه وطنی او سیمه ایز بې کلتوران ښه پیژني او پوهیږي چې دغو بدغتیانو خپلو ملکونو ته وفا ونکړه نو عربو ته به څه وفا وکړي؟ عربان ددغو خلکو سره د غلامانو رویه کوي، د خپلو نړیوالو آجنډاوو د پاره یې جنګوي. عربان د حکم په مسند ناست وي او دا بې شعوران جنګوي.

دا وطني افراطیان فکر کوي چې عربان په دیني پوهه مرصع دي، حال داچې ان د القاعدې مشر اُسامه لا بې سواده مذهبي انپړ ؤ. د القاعدې لټیره ګان نه په اسلامي احکامو پوهیږي او نه زموږ د خلکو غم ورسره دئ. دوی په موږ کې د ځان د بقادپاره د سیب ځای لټوي او غواړي چې زموږ ملکونه د غربیانو سره په جنجال کې واچوي ترڅو زموږ په ټولنو کې خپله بقا اوږده او دایمي کړي.
======
کندوز کې د القاعدې شکمن غړى نيول شوى
By هدايت الله همدرد Nov 13, 2014 - 13:22
د کندوز ولايت امنيتي چارواکي وايي، په دغه ولايت کې يې د القاعدې يو شکمن غړى چې چادري يې اغوستې وه؛ له دوو نورو کسانو سره يو ځاى نيولى دى.
د کندوز امنيه قوماندان پاسوال غلام مصطفى محسني پژواک خبري اژانس ته وويل چې د القاعدې ياد غړي د ښځو له جامو او چادرۍ په ګټې اخيستنې له دوو نورو کسانو سره يو ځاى هڅه کوله چې په سراچه موټر کې وتښتي، چې پرون شپه په علي اباد ولسوالۍ کې د يوې تلاشۍ پر مهال له دوو کلاشينکوفونو سره ونيول شو.
محسني زياته کړه چې هغه د کندوز په مرکز ګورتپه سيمه کې د امنيتي ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې ټپي شوى و.
امنيه قوماندان وايي چې د القاعدې شبکې ياد غړي د پوستې د تلاشۍ پر مهال ځان د بدخشان ولايت اوسېدونکى ور پېژندلى، په داسې حال کې چې هغه د تاجکستان وګړى دى او په ګورتپه ولسوالۍ کې يې د وسله والو طالبانو تر څنګ د دولت پر وړاندې جګړه کوله.
امنيتي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د وسله والو طالبانو تر څنګ چيچيني او ازبک وسله وال هم فعاليت کوي.

http://www.pajhwok.com/ps/2014/11/13/[/quote:e438997649]


میرویس
14.11.2014

پتنګ، لونکین صاحب، السلام علیکم
وروجانه ته چې درسته ورځ لکیا یې د طالبانو لوڅې ورپټوی او ادعا کوي چې طالبان په افغانستان کې جهاد کوي، خارجیان یې د خپل ملاتړ د پاره ندي راوستي چې افغانا ورباندې ووژني او بې عزته یې کړي، نو دا تاجک، ازبک، چچن، عرب، او پنجابیان دلته څه کوي؟

وروره په اصله مسئله منطقي بحث وکړه ځان مه ریشخند کوه؟
په الله ج دې سپارم.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more