د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

پښتو او نشنلیزم

Naeem sadat
12.11.2014

درنو لوستونکو او ګرانو ملګرو السلام علیکم

د پښتو او نشنلیزم په منځکی تضاد یوه ډیره باریکه مسله ده چی پری پوهیدل ډیر زیرکتیا ته اړتیا لری . نو په همدی خاطر له لوستونکو هیله ده چی په سړه سینه دا بحث ولولی . هغه ځکه چی کوم ځوانان چی له پښتو نشنلستی تعریف له ځانه سره لری کله چی داسی ځوانانو ته د پښتو اصل وریاد کړی نو ډیر زر احساساتی کیږی او حتی کنځا کوی . چی دا په اصل کی ددوی د هغه تعریف کمزوری ده کوم چی دوی یی له پښتو څخه لری

څه موده کیږی چی داسی یو حالت رامنځته شوی چی یوه ډله خلګ چی اکثریت یی ځوانان دی د پښتو د یوه خاص تعریف سره چی هغه نشنلیزم دی په ډیر افراطی ډول سره د پښتو ټیکداران شوی دی . ددی ډله خلکو ټول افکار له همدی لید چی له پښتو یی لری سرچینه اخلی . دوی همیشه د خپل همدی تعریف د تحمیلولو لپاره د خپلو مخالیفینو په توهینولو پیل کوی . او یا هم چی ددی لپاره چی دا تعریف په خلکو تحمیل کړی همیشه نورو غیرو پښتنو قومونو ته پوچ او فاش وایی . د نورو قومونو سره مطلق فاشستی برخورد کوی . مثلاً ددوی په خبرو کی دوی پنجابیانو ته د تور لینګی ، غربو ته د تور مخی ، او تاجکو او ازبکو ته نور داسی ورته توهین امیز الفاظ استعمالوی . او ددوی دا افراط تر هغه حده رسیږی که چیری تاسی نورو قومونو ته داسی الفاظ استعمال نکړی او یا هم دداسی کار مخالفت وکړی نو پداسی حالت کی بیا تاسو ته هم دوی همدا القاب استعمالوی . نو په همدی خاطر ډیر هغه خلګ چی انسانی کرامت او ځانته احترام کوی ددی ډله خلکو له ناستی لری ګرځی
ددی ډول خلکو دا تعریف چی دوی یی له پښتو څخه لری دا نورو عامو پښتنو ته ستونزه پیدا کوی . یعنی کله چی دوی د پښتو دا تعریف غواړی چی په ټولو پښتنو تحمیل کړی نو دا نور عام پښتانه که هر څومره ددوی له ناستی او له دوی سره له مخامخ کیدو لری وګرځی بلاخره مجبوریږی چی ددوی سره ټکر وکړی چی همدی ته موږ د پښتو او نشنلیزم ټکر ویلای شو

زه په ټولنیزو رسنیو کی وینم چی ډیر پښتانه چی د پښتو ددی ډول تعریف سره همغږی ندی غواړی چی دا ډول تعریف د پښتو له سره لری کړی او د پښتو هغه تعریف خلکو ته وړاندی کړی کوم چی دوی له پښتو څخه لری
خو ددی خبری ستونزه پدی کی دی چی د پښتو اصلی تعریف کوم چی عام پښتانه یی له پښتو څخه لری کانونیزشن شوی ندی . هغه داسی تعریف دی چی له تجربی په لاس راځی او تشریح کیږی نه . کله چی یوه کورنی یا ټبر د پښتنو په منځکی ژوند وکړی نو د وخت په تیریدو سره د پښتو هستی ته ور ننوځی او وروسته بیا د پښتو له لیده نړی ته ګوری او د ضرورت په وخت کی چی کله کومه پریکړه کوی نوهغه اتومات د پښتنی نړی لید په چوکاټ کی کیږی

ګراڼو دوستانو زه پدی بحث کی غواړم چی د پښتو دا دوه تعریف تشریح کړم . ددی دوو تعریفونو اساسات را وسپړم چی پدی ډول به موږ په ډیرو هغو خبرو او مسایلو خبر شو په کومو چی ممکن موږ مخکی شعوری نه پوهیدو

که دوستان غواړی چی پدی بحث کی ونډه واخلی مهربانی دی وکړی
بحث ادامه لری


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more