د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

زمونږ په ليكنو د بې غورۍ چنجى لګېدلى دى

Jalazai
18.03.2005

سلامونه،
دا څنګه چل دى يارانو، دلته خو زمونږ پدې ليكنو كوم چنجى لګېدلى، مونږ به يې ليكو او دوى به يې هيڅ په هيڅه راته ړنګوي؟
داخونو هسې په رهين پسې پكو يو، خبره د رهين د تعصب نده، خبره د زور او واك ده. د رهين هومره له وسه پوره ده او ددې صاحبانو دومره. يعنې هر سړى پر خپل وس پړ دى .
كه زما منۍ په رهين پسې څه مه واياست، د رهين د ذهنيت او اندود په اړه يې وليكي چې كېداى شي زمونږ د فورم د ملكانو په څېر يې له رهينه پرته نور هم ډېر متبركان ولري.
كه څنګه يارانو؟ تاسو خو هم څه وواياست .
دا سمه ده چې دې صاحبانو د پښتو لكنې ددغې اسانتيا په وركړه لوى كار كړى . خو دهغې ثواب دې په دغه ډول ناسم چلند نه خرابوي .
زه دا نه وايم چې ليكنې دې نه ړنګېږي، خو كم تركمه له په مياشتو او كلونو پرتو ليكنو سره دې پرتله كړاى شي. كمي علمي او كمي ګټوري ليكني دې ړنګي كړاى شي. مضري ليكنې دې ړنګي كړاى شي. له موضوع وتلي ليكنې دې ړنګي كړاي شي . نه دا چې ووايو، راځه دا پلانى ښه ځوان دى، دده ليكنه به پرېږدو، راځه ياره دغه پلانى حاجى صاحب ډېر سخي سړى دى دده لكنه دي وي . حاجې صاحبان يې اكثره داسي ليكي لكه د مازديګر پيتاوي ته چې د جومات ډډي ته ناست وي او په يوه موضو ع باندې غږېږي، دهغو ليكني څوك نه ړنګوي .
او بله دا چې دغه د امر بالمعروف والا دې خپله پاليسي بيان كړي چې مونږ يې هم مراعات كړو(كه د مراعاتېدلو وه).
كنه دغه ليكنې له مونږ نه وخت هم غواړي، ذهن موهم مصروفوي، او پدغسې ړنګېدلو يې مخدوم رهين خان ته دوعا په خله راځي چې كم تركمه له خپلو هم توكمو سره خو هغسې نه كوي لكه له نورو سره يې چې كوي .
درناوى دركوم او سپيناوى درنه غواړم
جلالزى


د پښتنوالي په غرځنګ

pattang
18.03.2005

جلا لزي صيب !
په نور حقيقت نه يم خبر خو دومره پوه شوم چې ستا سو ليکنه ړنګه شوي دي٠
امکان لرې سهوا ړنګه شوي وي ٠
رهين د اطلاعاتو او کلتور وزير د ظاهر شاه دقبرس دګروپ پوخ ستمی او دپښتنو
د کلتور او ژبې لوي دښمن او دايران زمين يولوي پټ استازي دي ٠
څوک چې دپښتنو د کلتور او ژبي دښمن وي هغه دهر پښتون دښمن دي٠
رهين او ځنې نور ګوډاګيان بايد خپله جزا وويني٠ هر افغان اوهر پښتون چې دملې
خائنانو ، خرڅ شويو ګوډاګيانو څيرې لکه رهين ، دوستم ، فهيم ، پا کستاني اجنټان او نور چې په ګوتو مالوم دي افشاکوي قابل دتقدير اونياز دي٠

په اخر کې دا وايم :
مړ دو ي دملت مصنوعي با با چې پښتوئي خرڅه کړه .
مړه دوي ستميان ، ايران زمينه اجنټان
درود د وي په هغو چې پښتو ئي ويله او پښتو وائي .
تر څو چې پښتنو ته په افغانستان کې خپل کلتوري حق ور نکړي شي سوله
په افغانستان کې هيڅ امکان نلري څکه داسي وضعيت چې نن له پښتنو سره
کيږي او شوي دي هغه د طبعي او بشري قوانينو په اصولو هيڅ برابر ندي٠

د پښتنوالي په غرځنګ پتنګ


Baheer
21.03.2005

سلامونه٠

دوستانو خبره ډېره نه وږدوم، يوه کوچنۍ پوښتنه لرم

رهين ولې ملامت يا ګرم دی؟ مار ته څوک په ړستوني کې ځای ورکوي؟

ځما په اند رهين ګرم نه دی، ملامتيا په هغه چا کې ده چې رهين يې د داسې مهم وزارت په کرسۍ کېنولی دی٠ او هغه سړی خو ظاهرأ کرزی صيب دی، خو که کرزی هېڅ صلاحيت نه لري او صرف يوه نښه غوندې شی دی، نو ولې تاريخي بدنامۍ ته ملا تړي او ولې پښتو په صفر ضربوي ، په اداري چارو کې خو لا پښتو پخوا په صفر ضرب ده٠
رهين د پښتو، پښتنو او د پښتو ژبې او د پښتنو د دودونو دښمن دی٠ تحصيل يې په ايران کې کړای دی او ايرانی دی٠ نه غواړې چې پښتو ته د ې د ملي ژبې حيثيت ورکړل شي او صرف يوه نښه يا سېمبول يې ساتلی دی٠ خپله هغه ولسمشر چې د پښتنو په رايو ولسمشر شو، يو ټکی پښتو هم نه وايي، په ملي سطحه په دري خبرې کوي او په نړېواله سطحه په انګليسي خبرې کوي٠ دا د پښتنو توقع نه وه

پښتو کوڅه په کوڅه ګرځي پښتانه لټوي
پښتون ترې تښتي او دا وايي چې ما نه لټوي

ستاسوکوچنی ورور بهير



څاروان
22.03.2005

دوستانو له سلامونو څخه ورسته.

زه د بهير صيب سره پدي ليكنه كې موافق يم او په دى باره كې د خالص بابا څو بيتونه درته ليكم.

دا پښتون غيرتي قام وو چې به نورو خان بللو
=========== اوس دا نور واړه خانان دى د پښتون مينه خاره ده
دا په دي چې ځينو ځينو پښتنو پښتو كړه سپكه
=========== دوي پخپله ځكه سپك شول چې پښتو ئې هنداره ده
-------------------------------

پښتو ژبه شوه ډيره خو پښتو شوه بې دركه
دا سيمه د پښتون پښتنو خپله كړه سپكه

نن وينم پښتانه په نورو ژبو باندي وياړى
------------------------ خپل دود ئې پريښودلي د پردو دودونه غواړي
[color=darkblue:8610068d34]پښتو شوله بورچنډه هم ئې كور شو لاړي لاړي
------------------------ چې چيرته پښتانه دي يو تربله سره داړي[/color:8610068d34]

مورچلو كې دى ناست او دښمنې كوي په كلكه
داسيمه د پښتون پښتنو خپله كړه سپكه

منمه پښتو ژبه كې نامتو شاعران شته
----------------------- خانان او ملكان هم پښتنو كې ځوانان شته
[color=darkred:8610068d34]دا سيمه د زمرو ده دلته اوس هم بازان شته
------------------------ افسوس دى دى ځنګل كې هم داړونكې ليوان شته [/color:8610068d34]

[color=indigo:8610068d34]ليوان د استعمار دا شرمښان پالي نن ځكه[/color:8610068d34]
داسيمه د پښتون پښتنو خپله كړله سپكه
------------------
قراره روره ستاسې ليكنه امكان لري سهواَ ړنګه شوي وي.

څاروان



23.03.2005

[quote:e6365c1945]دغه د امر بالمعروف والا دې خپله پاليسي بيان كړي چې مونږ يې هم مراعات كړو [/quote:e6365c1945]
دروند جلا ځی صاحبه تر سلام وروسته ددې پاليسۍ يو معروف امر ماته دا بريښي چې د ابرواو عزت او سياست خاوندان دې څوک په شخصي توګه په سپک نومو سره نه يادوي ، بلکې يواځې د هغه کړنې دې و څيړي او بس . خو دا معيار په ړنګه ليکنه کې له پامه غورځول شوی و، او د پخواني پاد شاه اعلحضرت محمد ظاهر خان له نامه سره [color=blue:e6365c1945]ددليل پرځای سختې نا مناسبې او دادابو له پولو څخه وتلې کلمې کارول شوې وې ، چې هېڅ د وجدان خاوند نشوې زغملې . والسلام[/color:e6365c1945]



ع کريم حليمي
24.03.2005

[quote:c16f27d83d]حاجې صاحبان يې اكثره داسي ليكي لكه د مازديګر پيتاوي ته چې د جومات ډډي ته ناست وي او په يوه موضو ع باندې غږېږي[/quote:c16f27d83d]

کوم خلګ چه صديقان،متوكلان،متبركان ،متواضعان وي ٠ عقده نه ورته پيدا کيږي ٠ اود نور ليکوالانوپه توحين شروع نه کوي ٠
باوجود ، بياهم ليکوال بابد له داسي سلوک څه کار وانخلي ،
احيانأ چه تصادفي د حجاجو عزت نفس ته خساره ونه رسيږي ٠

څوک چه جماعت ډډي ته ناست وي ٠ ليکوال ته ضرور ده ٠ عزت نفس ئې و ساتي يعني د لوستونکو ، مخاطبينو،مخلصينو عزت نفس ساتل اصلأ خپل د نفس عزت دۍ
آهم به دل سخت تو تاثيــــــــــــــــــــــر ندارد؟
[color=red:c16f27d83d]مخفی[/color:c16f27d83d] چه کنم شيشهء دل مايل سنگ است !


زرملوال
31.05.2006

حليمى صيب په خوله دى بركت شه چى زموږ دجوماتوالو ننګه
دى كړى ده له نيكه مرغه ............... زه هم يو حاجى يم او جلالزۍ
صيب ګوره همدا به موزده وى چى داليكو يي

خو ګوره محترمه دجومات څنګ ته په ډډه وهونكو كى ځينى ډير
پوهه خلك هم وى او تا په دى خبره يو حاجى صاحبان نكړل خپه
بلكى زموږ زيات سپينږيرى او سپينروبى به هم خپه شوى وى

او ما دا خبرى دحاجيانو په استازيتوب وكړى شخصا زه بلكل نه يم خپه
ځكه د شاغلى جلالزى صيب خو هسى يو مثال په خوله ورغلى دى او ګومان
كوم په زړه كى به يي دچا سپكاوى موخه نه وى انشاءالله تعالى نو لطفا دسعودى
عربستان او سيدونكى دى خوا نه شنه كوى ...............................................................
(ټوكوزمه څرګندونى)


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more