د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دیرغل شپه

lawangin
07.10.2014

لیکوال: عبدالروف حکمت

منی دمیزان له سړوسیلیواوبادونوسره تازه پيل شوی وه چې ورسره
دطبیعت رنګ اوتازګي هم الوتې وه زمونږدخټینې مدرسې طالب
العلمانوته د دې شپې پیل له نوروشپوډیرتوپیرنه درلودځکه تقریباټول
کوچنیان اودټیټو درجوطالبان وه چې ترډېره یې له سیاست سره
سروکارنه درلودماښام مطالعې اوتکرارونه وشول اودخوب دوخت له
رارسیدوسره دمدرسې په چاپيریال مطلقه خاموشي خپره شوه .

خولا شپه نه وه پخه شوې چې ناڅاپه له ستوروډک شین اسمان
تندریزشودجیټ جنګي الوتکوکڼوونکي شوردوطن ښکلی هسک په
سرواخیست ځینې کوچني طالبان چې په دې شورراویښ شوي وه په
حیرانوسترګویې اسمان ته کتل اوهیڅ نه پوهیدل چې څه روان دې
ځینې نورماشومان بیادې نابلده ځوږویرولي وه نوځکه یې ترسهاره
په رڼوسترګوداحالت څاره سره له د ې چې زمونږپه سیمه کې په
دې شپه بمبارونه شو خوزمونږمدرسه په داسې سیمه کې وه چې
یرغلګروالوتکویې په سرله بحر هندڅخه دهیواد دپلازمینې په
خواالوتنې کولې .
شپه ځکه ډیره وحشي اوویروونکې وه چې چاته دقیق معلومات نه وه
چې څه لوبه پیل شوي سهارټول خلک ترراډيوګانوراچاپیروه
ترڅومعلومه کړي چې دبیګانۍ کیسې ماهیت څه وه زمونږدمدرسې
کوچني طالبان هم دمدرسې په دفترکې یوازینۍ رادیوته انتظاروه
تردې چې بي بي سي وویل :دبوش په فرمان امریکایي هوایي ځواک
په افغانستان بریدونه پيل کړل .بریدونه دهیوادپه مهموښارونه شوي
وه چې په لومړی شپه یې کوم دپام وړځاني تلفات نه درلودل د
پینټاګان یوه ویاندوویل په بیګاني بریدکې تراویا ډیروالوتکوګډون
درلوددغه رازویل کیدل چې په ګڼ تعدادکروزتوغندي هم دهیوادپه
مختلفوسیموتوغول شویدي .
دبیګاني بریدپه اړه ډول ډول تبصرې کیدلې رادیوګانوله یوې مخې
تبلیغات کول اودراتلونکوحملوپه اړه دافغانانوترمنځ دترهې خپرولو
هڅه کوله سهاردمدرسې سپین ږیری استادله خپل وخت لږمخکې
مدرسې ته راغې دمعمول خلاف یې ټول طالب العلمان دمدرسې
انګړته راټول کړل اوتقریریې ورته شروع کړسپین ږیري مولوی
صاحب دقران کریم دالبروج سورت څوایتونه تلاوت کړل اوبیادپه
پوره تفصیل په همدې سورت کې ذکرشوې داصحاب الاخدود کیسه
پیل کړه نوموړي په ډیرجالب اندازدغه کیسه بیان کړه چې په ټولو
طالبانویې اغیزوکړاودایي ورته جوته کړه چې الله تعالی څنګه
دخپلوکمزورمومنوبندګانومرسته کوي اوپه کبرجنوقدرتونویې برلاسي
کوي دې تقریردمدرسې دټولو طالب العلمانوله ذهنونودبیګاني وحشت
اورادیویي تبلیغاتوله وجې خپره شوې ترهه لرې کړه اودټولو جهادي
اوایماني جذبې یې راوپارولې سپین ږیري مولوی صاحب دخبروپه
پاي کې په پوره ډاډخپلوشاګردانوته زیری ورکړ اوویې ویل ددې
کفارو له دې بمبارونومه ویریږئ الهي نصرت له مونږسره دی زه
تاسوته ډاډدرکوم چې دروسانوغوندې به دامریکایانوپتلونان هم راپاته
کیږي اوبیابه په ژمي ښکارپه کې کوو …

دمولوي صاحب دغه خبره په سیمه کې مشهوره شوې وه اوځینوخوبه
کله ناکله دتمسخر په شکل هم یادوله ځکه په لومړیوکې دااټکل ورته
بې ځایه برېښيده خوله هماغې یرغلیزې شپې دیارلس کاله وروسته
مونږدسرپه سترګووینوچې دمولوي صاحب اټکل سم وه .
دمولوي صاحب دمدرسې کوچني طالبان چې په لومړی شپه یې
دالوتکوله ځوږه په غوږوکې ګوتې ورکړې وې اوس ژڼي دي
اودیرغلګروپه وړاندې مقدسه جګړه په مخ بیایی هغوی دیرغل په
سبادخپل استادپه خبروچې په سختوحالاتوکې یې په الهي نصرت
اعتمادورښودباوروکړهغوی دB۵۲ ډیزي کټر تیرموبارک اونورو
خرواریزو بمونوپه وړاندې یوازې په الهي ذات تکل کافي وباله
اودحق سنګریې خوشی نکړ چې دادی اوس یې نتیجه ټوله نړۍ
دسرپه سترګوویني امریکايي غرورمات شوي اوپنیټګان په شمول ټول
غربي نظامي پکټ دتیښتې اوشاګرځ لپاره لارې لټوي .
هوکې هغه رښتیاویل لرې نه ده چې دروسانوپه شان امریکایي پتلونان
هم افغاني ښکارزنوته ورپاته شي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more