ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې
اسلام : طلب د علم وکړه.
میرویس
06.10.2014
ګرانو وطنوالو، اسلام علکم.
ملگري ملتونه وايي په نړۍ کې ٥٨ ميلييونه کوچنيان ابتدايي ښوونځيو ته لاسرسى نه لري او نړيواله ټولنه به د زريرزې ژمنه تر سره کولو کې پاتې راشي چې د ٢٠١٥ کال پورې به هر کوچني ته د لومړنيو زدکړو شرايط برابول و.
د کوچنيانو لپاره د ملگرو ملتونو مالي صندوق - يونيسکو په خپل کلني رپورټ کې دا خبردارى هم ورکړى دى چې مخ پر ودې هيوادونه د مسلکي ښوونکو له کمي سره مخامخ دي .
نړيواله ټولنه په خپلې دې ژمنې کې چې تر ٢٠١٥ م کاله پورې به هر ماشوم ته د لومړنيو زدکړو زمينه برابروي، پاتې راغلې.
دا ځکه چې اوس هم د نړۍ په لر او بر کې ٥٨ ميليون ماشومان ښوونځي ته نه ځي.
د يونيسکو د وروستي رپوټ پر بنسټ حالات نور هم د خرابۍ په لور سم دي، ځکه چې تمه کېږي راتلونکى کال د هغو ماشومانو شمېر ډېر شي چې ښوونځي ته د ورتگ په عمر کې دي.
===
پداسې حال کې چې نړواله ټولنه د ماشومانو د تعلیم په لاره کې تر خپله وسه کوښښ کوي، خو سره ددې چې الله تعالا مسلمان نارینه او ښځې ته امر کوي چې تعلیم زده وکړي، طالبان نه د الله تعالا د اوامرو پروا کوی او نه هم د ولس غم ورسره دئ. دوی زموږ ماشومان د تعلیم نه محروم کوي.
===
په خېبر ايجنسۍ کې يو بل سکول په باروتو وران کړل شو
06.10.2014
د خېبر ایجنسۍ پولیټیکل چارواکو نن سهار «دوشنبه» وویل چې بېګا شپه شا وخوا دوه بجې وسلوالو د جمرود په لیرې پرته سیمه لاشوړه کې یو سرکاري ابتدايي ښوونځی په باروتو الوځولی دی.
د خېبر ایجنسۍ د تعلیم چاواکو ويلي، له دې سره په خېبر ايجنسۍ کې د وران کړل شوو سکولونو شمېره پنځه شپيته ته ورسېدله.
چا چې تعلیم کړئ د تعلیم په اهمیت پوهږي، او کوښښ کوي چې ماشومان تعلیم وکړي. خو طالبان چې لاهم د جهالت په دوربل کې لاس او پښې وهي ښونځي ورانوي او د الله تعالا او ولس په مقابل کې خیانت کوي.
آلله جل جلاله دې دوی په صراط مستقیم روان کړي.