د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

د پاکستاني طالبانو مذبوحانه تلاشونه!

میرویس
06.10.2014

ګرانو وطنوالو، الله جل جلاله دې تل تاسې ښاد او آباد لري.
پاکستاني طالبان چې له یوې خوا د ولجې او بدعتونه له برکته خپلمنځي نفاق په مختلفو ډلو ټپلووېشلي، له بلې خوا پوځي عملیاتو دير عاجز کړيدی، د خپلو ترورستي اعمالو د کیفر پداسې سرو لمبو کې را ایسار شویدي چې هر خس او خاشاک ته لاس اچوي، چې ګوندې د نجات لاره پیدا کړي.

پاکستاني طالبانو د اسلامي دولت د ډلې [داعش] ملاتړ اعلان کړ او په منځني ختیځ کې يې د نورو وسله والو ډلو نه هم غوښتنه کړې ده چې سره یو ځای شي او د « اسلامي خلافت» د جوړلو لپاره دې د اسلامي دولت د ډلې سره مرسته وکړي.
د پاکستاني طالبانو ویاند شاهد الله شاهد د شنبې په ورځ د پاکستاني طالبانو د دغه دریځ په اړه د رایټرز خبرې آژانس ته په یو ایمیل کې خبر ورکړ.

لدې امله چې پاکستاني طالبانو ملا محمد عمر آخند ته هم بیعت کړیدئ، نولدې ویرې چې مبادا افغان طالبان ترې زړه بدې نشي، او د ملامتۍ ګوته ورته ونه نیول شي، نو یې ځان نور هم وشرمانه، دبې ایمانۍ او سپیتانئ تور داغ یې پخپله ټنډه ولګاوه او د یکشنبې په ورځ د ډلې ویاند شاهد وویل دوی د طالبانو مشر ملا عمر ته وفادار دي.

اوس نو د طالبانو جګړه ماران د خپل سربداله مشرتابه کومه خبره وني. دطالبانو دا منافقت ښيي چې دوی نه د خپلو جګړه مارانو پروا کوي او نه هم داسلام او نه دخپل حیثیت. دا ځکه چې پاکستاني طالبان تردې حده بې وسه شوي چې اعصاب یې له لاسه ورکړې، د خپلې بقا دپاره هم په منطق برابرې فیصلې نشي کولئ.
په درنښټ.


Re: د پاکستاني طالبانو مذبوحانه تلاشونه!

lawangin
07.10.2014

منافقه خپله غره دپاکه کړه ستا صليبي اشغالګر څه کوي او دا ټوله
بدبختي داسلامي نړۍ په منځ کې ستا د صليبي پلندر کارونه دي او
په داسې منافقانو او دالري اجيرانو یې مخ ته وړي لکه ځان د چې
ګورې !
ستا سو دیموکراسي په افغانستان کې څه شوه ؟؟؟

[quote:b2e5a54641="میرویس"]ګرانو وطنوالو، الله جل جلاله دې تل تاسې ښاد او آباد لري.
پاکستاني طالبان چې له یوې خوا د ولجې او بدعتونه له برکته خپلمنځي نفاق په مختلفو ډلو ټپلووېشلي، له بلې خوا پوځي عملیاتو دير عاجز کړيدی، د خپلو ترورستي اعمالو د کیفر پداسې سرو لمبو کې را ایسار شویدي چې هر خس او خاشاک ته لاس اچوي، چې ګوندې د نجات لاره پیدا کړي.

پاکستاني طالبانو د اسلامي دولت د ډلې [داعش] ملاتړ اعلان کړ او په منځني ختیځ کې يې د نورو وسله والو ډلو نه هم غوښتنه کړې ده چې سره یو ځای شي او د « اسلامي خلافت» د جوړلو لپاره دې د اسلامي دولت د ډلې سره مرسته وکړي.
د پاکستاني طالبانو ویاند شاهد الله شاهد د شنبې په ورځ د پاکستاني طالبانو د دغه دریځ په اړه د رایټرز خبرې آژانس ته په یو ایمیل کې خبر ورکړ.

لدې امله چې پاکستاني طالبانو ملا محمد عمر آخند ته هم بیعت کړیدئ، نولدې ویرې چې مبادا افغان طالبان ترې زړه بدې نشي، او د ملامتۍ ګوته ورته ونه نیول شي، نو یې ځان نور هم وشرمانه، دبې ایمانۍ او سپیتانئ تور داغ یې پخپله ټنډه ولګاوه او د یکشنبې په ورځ د ډلې ویاند شاهد وویل دوی د طالبانو مشر ملا عمر ته وفادار دي.

اوس نو د طالبانو جګړه ماران د خپل سربداله مشرتابه کومه خبره وني. دطالبانو دا منافقت ښيي چې دوی نه د خپلو جګړه مارانو پروا کوي او نه هم داسلام او نه دخپل حیثیت. دا ځکه چې پاکستاني طالبان تردې حده بې وسه شوي چې اعصاب یې له لاسه ورکړې، د خپلې بقا دپاره هم په منطق برابرې فیصلې نشي کولئ.
په درنښټ.[/quote:b2e5a54641]


میرویس
15.10.2014

تور یالیه، لونګینه، اول سلام بیا احترام.
زه نه د صلیبيانو پروا لرم ، نه د اشغالګرو، اونه هم ستا د ترورستو او افراطي عربي، افغاني، پاکستاني او نورو بدعتیانو.
کوښښ مه کوه چې د خپلو ترورستانو د بام واروه د بل چا په بام ورواچوي. دا لړایي چې په اسلامي نړۍ کې حکمفرما ده، ستا افراطي بدعتیانو جوړه کړېده، نه بل چا.
تاسې اوس د پخواني شوروي اتحاد د اشغالګرو عسکرو په شان اعصاب دلاسه ورکړي. منطق چې درنه ورک شي، بیا خوله خلاصه کړې کنځلې کوي. شوروي عسکرو به چې جنګ بایلود، نو په کلیو کې به یې څاروي وژل او په ځا ګانو او کندوانو کې به یې سمي مواد اچول.
پتنګه هوښیار شه.
.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more