د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

طالبان یې د اسلام د بیرغ او پښتو دمیراٍث شمله جګه وړي

سید ن
24.09.2014

السلام علیکم و رحمت الله وبرکاته.
د پښتنو پرګنو، د خپلو مشرانو تر قیادت لاندې تل د اسلام، پښتون او ټول افغانستان دفاع کړیده. د افغانستان اکثره پاچاهان د لوی کندهار د حوزې نه را ټوکیدلي او حماسې یې جوړې کړیدي.

حاجي میرویس بابا او احمدشاه بابا یې دوه ستر مثالونه دي. افغان ملت، اسلام او پښتو هسې په تشو اپلتو ندي ساتل شوي. پدې لاره کې سر او مال د قربانیو د آزمیښتونو په ډګرونو کې داو شوي، او نارینه او ښخینه وو په ګډه د کاروزار په ډګرونو کې کارنامې موږ ته په میراٍث پرې ایښې دي.

نن سبا زموږ ګران طالبان د پښتون قام اوافغان د بقا او خپلواکۍ د تضمین دپاره دغه دروند مسؤلیت په غاړه لري. دغسې مسؤلیتونه توره، قلم، خدای پرستي، د اسلام د لمنې نیول او دپښتون قام د اتحاد او غیرت په برکت سرته رسول کیږي.

احمد شاه بابا یوازې پاچااو د جنګ د میدان اتل نه ؤ، بلکه هغه شاعر،مدبیر، د سجیه اخلاقو خاوند، وطندوست او یو تکړه ادیب هم ؤ. دپښتنو دبابا دغه صفات دهغه د اشعارو پدې لاندې نمونه کې له ورایه څرګدی.ي:

ستا د عشق له وینو ډک شو ځیګرونه ستاپه لاره کې بایلي زلمي سرونه
تاته راشمه زړګئ زما فارغ شي بې له تامې اندېښني شي مارونه
که هرڅو مې ددنیا ملکونه ډیر شي زما به هیر نشي دا ستا ښکلي باغونه
دډهلي تخت هیرومه چې رایادکړم زما دښکلي پښتونخوا د غرو سرونه
د رقیب د ژوند متاع به تار په تارکړم چې زه وکاندم په هر لور تاختونه
د فرید او حمید دور به بیا شي چې په تورو پښتانه کړي ګذارونه
که تمامه دنیا یو خوا ته بل خواشې زما خوښ دي ستا تش ډګرونه
احمد شاه به دغه ستا قدر هیر نه کا که ونیسي د تمام جهان ملکونه
په درنښټ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more