د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

غبرګې غمیزې.

میرویس
24.09.2014

ګرانو وطنوالو، السلام علیکم.
د کونړ امنیه قوماندان جنرال سیدحبیب سیدخیل وویل چې تیره ورځ غرمه مهال نا مالومو وسله والو د وټه پور په ولسوالۍ کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین د پروګرام د عامه پوهونې مشر ډاکټر فضل الرحمن وسله والو وژلی دی.

پله بلې خوا په کوټه کې د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) تصدیق کړیده چې د بلوچستان د قلعه عبدالله د سیمې یوه اته میاشتني ماشوم پولیو یا کوزڼ وهلئ دی.

تر دې وړاندې تېره میاشت د پاکستان په څلورو ایالتونو او قبایلي سیمو کې یوازې په یوه ورځ کې د ګوزڼ د ۱۳ پېښو له تایدېدو وروسته په دې هېواد کې پر دغه ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۵۸ رسېدلی و.

طالبانو په کنړ کې د پولیو د کمپاین داکتر فضل الرحمن په قتل کې لاس لرل رد کړیدي. افغا طالبانو دا خبره ثابته کړې چې نه یوازې دا چې د پولیو د واکسین مخه نه نیسي، بلکه ملاتړ یې هم کوي، خو پاکستاني طالبان هم د واکسین اجازه نه ورکوي او هم د واکسین کارکونکي وژني.

که دغه ډاکتر افغان طالبانو نه وي وژلئ، نوخا مخا پاکستاني طالبانو چې په کنړ او د ملک په نورو علاقو کې د افغان طالبانو سره اوږه په اوږه جنګیږي، هغوی ډاکتر فضل الرحمن وژلئ دئ. افغان طالبان ولې اجازه ورکوي چې پاکستاني طالبان زموږ په ملک کې هم وجنګیږي او هم د ملک راتلونکي نسلونه د خطر سره مخ کړي.

پاکستاني طالبانو خو پخپل ملک ګلان وکرل چې پاتې افغانستان شو. دهغوی د ظلم او جهل دلاسه دپولیو د مرض لمن په پاکستان کې په چټکۍ پراخیږي. رب دې دوی ته انصاف ورکړي.
http://www.bbc.co.uk/pashto/pokhtonkhwa/2014/09/140924_bm_new_polio_case_baloochistan.shtml


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more