د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

دغه يابوګان ولې داسې تيار ژوند غواړي!

lawangin
17.09.2014

دغه يابوګان ولې داسې تيار ژوند غواړي!
خپل ځانته جنت دنورو په زحمت جوړوي !

د افغانستان د ولسي جرګې یو لوړ پوړی پلاوی واشنګټن ته راغلی د
خپلو راتلونکو اقتصادي پلانونو او پروژو د تمویلولو په اړه د
امریکا د ګانګرس له غړو او نورو چارواکو سره خبرې وکړي.
په دغه پلاوي کې د ولسي جرګې د مالي او بودیجې د کمیسیون مشر
امیر خان یار او د جرګې لومړی منشي شامل دي .
ښاغلي یار امریکا غږ ته وویل چې دوی د راتلونکو لسو کلونو لپاره
د انرژۍ او برېښنا، اورګاډي د پټلۍ د جوړولو او غزولو او ځینو
نورو پراختیايي پروژو پلانونه او غوښتنلیکونه راوړي چې امریکايي
چارواکو سره پرې خبرې وکړي او ور ویې سپاري.
ښاغلي یار وایي " موږ د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د یو شمېر
پروژو غوښتنلیکونه برابر کړي دي، په دوی کې د برېښنا د تولید، د
یو شمېر شتوو ډیمونو د بیا رغونې منځنۍ اسیا ته د اور ګاډي د
پټلۍ د غزولو او ځینې نورې صنعتي پروژې شاملې دې."
ښاغلي یار هیله وښوده چې د امریکا د کانګرس غړي او نور
چارواکي چې د دغو اقتصادي پروګرامونو د تمویل غوښتنې به یې
ومني.
د ولسي جرګې لومړي منشي سید اکرام امریکا غږ ته وویل چې د
دغو پروژو اصلي هدف دا دی چې په اینده کې افغانستان له
اقتصادي پلوه تر ډېره په خپلو پښو ودریږي، خپله بودیجه په خپله
جوړه کړي او زرګونه افغانانو ته کاري زمینې برابرې کړي.
ښاغلی سید اکرام وایي " که دغه موافقه امضا شوه نو امریکا به تر
راتلونکو شاوخوا لسو کلونو پورې په افغانستان کې پاتې وي، موږ
له دوی داسې پروژې غواړو چې د راتلونکو لسو کلونو لپاره وي،
دوامدارې وي چې له اقتصادي پلوه تر ډېره افغانستان په خپلو پښو
ودروي."
د افغانستان مالي بودیجه تر ډېره د نړیوالې ټولنې په مرستو ولاړه
چې ډېره برخه یې امریکا ورکوي .
په پام کې ده چې امریکا له افغانستان سره د امنیت یو دوه اړخیز
تړون لاسلیک کړي چې له مخې به یې له دغه هېواد سره خپلې
مرستې روانې وساتي .
د افغانستان د جمهوري ریاست دواړو کاندیدانو ژمنه کړې چې له
امریکا سره به دغه امنیتي تړون لاسلیک کوي .


Karimbitstar
02.02.2015

I gained knowledge Let me put it to.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more