د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

افغان روغتیا وزارت د ښځو ځانوژنه ډېره بولي

میرویس
11.09.2014

افغان روغتیا وزارت د ښځو ځانوژنه ډېره بولي
د خپريدو وخت: 07:52 گرینویچ - پنجشنبه 11 سپتمبر 2014 - 20 وږی 1393

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په روان کال کې نژدې ۴۵۰۰ د تسمم او نژدې ۵۰۰۰ د ځان سوځلو پېښې یې په ولایتونو او کابل کې ثبت کړې چې ډیری یې د ځان وژنې په موخه ترسره شوې.
دغه وزارت وايي، په افغانستان کې ډیر هغه کسان چې ځان وژني 'میرمنې' دي.
د افغانستان د ښځو چارو وزارت مني چې د کورني تاوتریخوالي او رواني ستونزو له کبله یو شمېر مېرمنې ځان وژنې ته مخه کوي.
د عامې روغتیا وزارت مني چې په افغانستان کې هر کال سلګونه کسان ځانونه وژني.
دغه وزارت ځان سوځونه، د حشره وژونکو درملو خوړل، د ځینو طبی درملو کارول، غرغره کول او له وسلې نه په ګټې اخیستنې په افغانستان کې د ځان وژنې ډولونه ګڼل شوې.
خو دغه وزارت وايي، تر اوسه د ځان وژنې په اړه د اطلاعاتو راټولولو کوم ځانګړی سیستم نه شته چې پر بنسټ یې د ځان وژنې په اړه کره معلومات ترلاسه شي.
د عامې روغتیا مرستیاله ناجیه طارق وايي، د روان کال له پیل نه کابل کې ۴۴۶۶ کسان د درملو د خوړلو له امله مسمویې شوې او ۷۰۷ د سوځلو پېښې او په ولایتونو کې ۴۱۳۶ ځان سوځلو پېښې چې ۱۶۶ په ګډون د قربانیانو د وژنې پېښې په ولایتو کې ثبت کړې.
نوموړې وايي، ډیری دغه پېښې د ځان وژنې په موخه تر سره شوې او ډیری قربانیانې یې ځوانې مېرمنې دي.
په افغانستان کې ځان وژنې ته په بده سترګه کتل کېږي او خلک په دې باور دي هغه څوک چې ځان وژني خدای یې هیڅ کله هم نه بښي.
خو د دې لامل څه دی؟ ډیرې ځوانې مېرمنې چې عمرونه یې له ۱۴ نه تر ۱۹ کالو ترمنځ دي ځان وژنه کوي.
د افغانستان د ښځو چارو وزارت یې لامل یې په زور او مخکې له وخته واده کول، په بدو کې او یا په بدل ودول ګڼي.
دا یوازې یو شمېر مېرمنې نه دي چې د ستونزو نه د خلاصون لپاره له خپل ژوند نه لاس په سر کېږي هلکان او سړي هم د لوږې، وزګارتیا، په مینې کې ماته او نورو لاملونو له امله ځانونه وژني.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، روغتیا پالان او داسې معالج ډاکټران یې روزلي چې په روغتونو او صحي مرکزونو کې رواني ناروغانو ته لازمې مشورې ورکړي.
له بلې خوا حکومتي چارواکي په دې اند دي چې د ځان وژنې وسایل لکه خطرناک درمل او وسله که د ناروغو کسانو له لاسرسي لرې وساتل شي نو د ځان وژنې په کچه کې به کمښت راشي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more