د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

هغه کسان چې له مخالفینو سره مرستې کوي له اسلامه وتلي دي

اتل
10.09.2014

محترمانو، السلام علیکم
د افغانستان د پخوانیو مجاهدینو وتلي مشراو معتیر مذهبي مشرد سعودی عربستان د مفتي اعظم او پاکستان د سوني مذهبي مشرانو د اتحایې داخبره تائید کړه چې هغه څوک چې بې ګناه مسلمانان قتل کوي، د اسلام ددایرې نه بهردي.
اسلامي ارشادات وایي، څوک چې یو بې ګناه انسان وژني لکه ټول بشریت چې وژني.
=======
سیاف: هغه کسان چې له مخالفینو سره مرستې کوي له اسلامه وتلي دي

19.06.1393
د افغانستان یو جهادي شخصیت عبدالرب رسول سیاف وایی، په هیواد کې د ننه داسې کسان او کړۍ شته چې مخالفینو ته د چاودنواو ځان وژنو زمینې برابروي.
د وسله والو طالبانو د اعمالو پر وړاندې د استاد عبدالرب رسول سیاف د تیرو غبرګونو په دوام؛ داځل وایي، هغه افراد او ډلې له مخالفینو سره مرستې کوي، چې د اسلام له اصولو وتلي دي.
سیاف دا خبرې د سې شنبې په ورځ په کابل کې د شهید د اوونۍ د نمانځلو په غونډه کی وکړې او ویې ویل، داسې اسناد شته چې په هیواد کې د ننه مخالفین د ځینو بهرنیو کړیو له خوا تمویل کیږي او د چاودنو او ځان وژونکو بریدونو زمینې یې برابروي.
سیاف په دې باور دی چې؛ دا افراد او دا ځانګړې کړۍ باید پوه شي چې له اسلامه وتلي دي:
"هغه کسان چې دلته د انفجار او انتحار زمینه برابروي او هغوې چې دغه تروریستان په خپلو کورونو کې ساتي؛ دا دې واوري چې د پیغمبر د حدیث په حکم له اسلامه وتلي دي. دا زما فتوا نه ده، دا د دین خبره ده."


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more