د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

ساینس ژورنال: افغانستان د نادرو طبیعی عناصرو له نظره د نړۍ بې ساری هیواد دی

میرویس
08.09.2014

ګرانو وطنوالو سلامونه.
دا لاندې رپوټ به ستاسې زړه یو څه مرحم کړي:
ساینس ژورنال: افغانستان د نادرو طبیعی عناصرو له نظره د نړۍ بې ساری هیواد دی
• Sunday, 7 September 2014 18:22
• لیکنه: تاند
• خپروونکی: تاند http://taand.com
تاند- ساینس ژورنال د افغانستان د طبیعي زېرمو په اړه په یوه راپور کې ویلي چې افغانان په یوه داسي ځای کې اوسي چې ورلاندې د مځکې د نادرو عناصرو په شمول راز راز طبیعي سرچینې پرتې دي.
مجله وايي، په یوه لسیزه کې د افغانستان د جیالوجیکي سروې له مخې دا هیواد له جیالوجیکي پلوه د نړۍ طلايي هیواد دی، دا هیواد ۶۰ ملیون ټنه مس، دوه ملیارده او دوه سوه ملیون ټنه وسپنه، څوارلس سوه ملیون ټنه د مځکې نادر عناصر او په ټنونو المونیم، سره زر، سپین زر، لیتیم، ټوټالینګ او نور لري چې ارزښت یې یو تریلیون ډالرو ته رسېږي.
امریکا له هوا څخه د افغانستان د معدني سرچینو سروې کړې ده. په دې مقناطیسي سروې کې د مځکې له سطحې څخه لاندې تر لس کیلومترو پوري ټول فلزي عناصر پلټل شوي او ورسره د افغانستان د ګازو او تېلو اندازه لګول شوې ده.
په سروې کې ویل شوي چې دا هیواد داسي عناصر لري چې په نړۍ کې نه موندل کېږي یا ډېر لږ موندل کېږي.
د دغه هیواد د څه باندې ۷۰ فیصده نقشه په دوو میاشتو کې اخیستل شوې ده.
د امریکا د جیالوجیکي سروې د افغانستان د پروژې جیالوجیست او د پروګرام منېجر جک میدلین لایف ساینس خپرونې ته په مرکه کې وویل:«افغانستان داسي هیواد دی چې د طبیعي زېرمو له نظره ډېر، ډېر شتمن دی. موږ په دغه هیواد کې د نړۍ په کچه لږترلږه ۲۴ مهم معدني زېرمې وموندلې.»
د دوی د کار تفصیل د ساینس مجلې د اګست د پنخلسمې نېټې په ګڼه کې خپور شوی خو نن /یکشنبه/ سپټمبر۷/ ګڼو رسنیو د هغه پر اساس راپورونه خپاره کړي دی.
د امریکا د جیالوجیکي سروې د افغانستان د پروګرام ږغملوونکي (کواردینېتر) سید میرزاد وايي چې افغانستان ډېرې طبیعي سرچینې لري مګر بنیادي تاسیسات لکه سړکونه، د اورګاډي پټلۍ، اوبه او انرژي نه لري چې د دغو سرچینو د استخراج لپاره ضروري دي.
په راپور کې ویل شوي چې یوازې نژدې یو نیم ملیون ټنه نادر عناصر، چې افغانستان یې لري، د دې هیواد په اقتصاد کې لوی بدلون راوستلی شي.
حاضردمه د نړۍ په سلو کې۹۰ نادر یا ډېر لږ موندل کېدونکي عناصر په چین کې دي. چین په ۲۰۱۰ میلادي کال د دغه موادو پر صادراتو په دې پلمه بندیز ولګاوه چې نه غواړي چاپېریال ته زیان ورسېږي.


Re: ساینس ژورنال: افغانستان د نادرو طبیعی عناصرو له نظره د نړۍ بې ساری هیواد دی

lawangin
08.09.2014

اوس یې پر دې غوړو پورې کوۍ چې تازه اوسۍ !
ګوړه ګوړه يادوه چې خوله دې ترخه نشي!
لکه غني چې دوهم متفکر دی همداسې افغانستان هم معدني متفکر
کېدی شي خو داټولې خبرې د خره د کولمو باد دی يواځې لودګان
یې مني !

[quote:f65c640663="میرویس"]ګرانو وطنوالو سلامونه.
دا لاندې رپوټ به ستاسې زړه یو څه مرحم کړي:
ساینس ژورنال: افغانستان د نادرو طبیعی عناصرو له نظره د نړۍ بې ساری هیواد دی
• Sunday, 7 September 2014 18:22
• لیکنه: تاند
• خپروونکی: تاند http://taand.com
تاند- ساینس ژورنال د افغانستان د طبیعي زېرمو په اړه په یوه راپور کې ویلي چې افغانان په یوه داسي ځای کې اوسي چې ورلاندې د مځکې د نادرو عناصرو په شمول راز راز طبیعي سرچینې پرتې دي.
مجله وايي، په یوه لسیزه کې د افغانستان د جیالوجیکي سروې له مخې دا هیواد له جیالوجیکي پلوه د نړۍ طلايي هیواد دی، دا هیواد ۶۰ ملیون ټنه مس، دوه ملیارده او دوه سوه ملیون ټنه وسپنه، څوارلس سوه ملیون ټنه د مځکې نادر عناصر او په ټنونو المونیم، سره زر، سپین زر، لیتیم، ټوټالینګ او نور لري چې ارزښت یې یو تریلیون ډالرو ته رسېږي.
امریکا له هوا څخه د افغانستان د معدني سرچینو سروې کړې ده. په دې مقناطیسي سروې کې د مځکې له سطحې څخه لاندې تر لس کیلومترو پوري ټول فلزي عناصر پلټل شوي او ورسره د افغانستان د ګازو او تېلو اندازه لګول شوې ده.
په سروې کې ویل شوي چې دا هیواد داسي عناصر لري چې په نړۍ کې نه موندل کېږي یا ډېر لږ موندل کېږي.
د دغه هیواد د څه باندې ۷۰ فیصده نقشه په دوو میاشتو کې اخیستل شوې ده.
د امریکا د جیالوجیکي سروې د افغانستان د پروژې جیالوجیست او د پروګرام منېجر جک میدلین لایف ساینس خپرونې ته په مرکه کې وویل:«افغانستان داسي هیواد دی چې د طبیعي زېرمو له نظره ډېر، ډېر شتمن دی. موږ په دغه هیواد کې د نړۍ په کچه لږترلږه ۲۴ مهم معدني زېرمې وموندلې.»
د دوی د کار تفصیل د ساینس مجلې د اګست د پنخلسمې نېټې په ګڼه کې خپور شوی خو نن /یکشنبه/ سپټمبر۷/ ګڼو رسنیو د هغه پر اساس راپورونه خپاره کړي دی.
د امریکا د جیالوجیکي سروې د افغانستان د پروګرام ږغملوونکي (کواردینېتر) سید میرزاد وايي چې افغانستان ډېرې طبیعي سرچینې لري مګر بنیادي تاسیسات لکه سړکونه، د اورګاډي پټلۍ، اوبه او انرژي نه لري چې د دغو سرچینو د استخراج لپاره ضروري دي.
په راپور کې ویل شوي چې یوازې نژدې یو نیم ملیون ټنه نادر عناصر، چې افغانستان یې لري، د دې هیواد په اقتصاد کې لوی بدلون راوستلی شي.
حاضردمه د نړۍ په سلو کې۹۰ نادر یا ډېر لږ موندل کېدونکي عناصر په چین کې دي. چین په ۲۰۱۰ میلادي کال د دغه موادو پر صادراتو په دې پلمه بندیز ولګاوه چې نه غواړي چاپېریال ته زیان ورسېږي.[/quote:f65c640663]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more