د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د القاعدې مشرالظواهري: د هندي مسلمانانو عکس العمل

میرویس
08.09.2014

ګرانو وروڼو، السلام علیکم
سره ددې چې د القاعدې مشر ډاکتر آیمن الظواهرې د خپلې تیرې هفتې د ویدیویې پیغام نه دا تمه ندرلوده چې په برما، بنګله دیش او هند کې به مسلمانان دهغه په خبره حتې پیاز پوست کړي. الظواهرې وویل چې د هند په نیمه وچه کې به د القاعدې شبکه جوړه کړي چې مسلمانان آزاد شي.
ددې علاقې مسلمانانو ولیدل چې القاعدې په افغانستان، پاکستان، د افریا او منځني ختیځ په ملکونو کې د ملسمانانو او اسلام سره کوم خیانتونه، نه وو چې ویې نکړل؟ الظواهري ښه پوهیږي چې دا کا ناشونئ دئ.

ډاکتر ظواهري دا اعلان ددې دپاره وکړ چې وښیي القاعده لاهم ژوندۍ ده او دداعش ظهورترخپل سیوري لاندې نده راوستې. ددې دپاره چې ظواهري دداعش مشر ابوبکر بغدادي ته بیعت نه وي کړي، نو خپل کړئ بیعت یې ملا عمر ته بیا تکرارکړ. دهند مسلمانانو د الظواهرې د څرګندونو په باب شدید عکس العمل ښودلئ دئ.
هندي مسلمانان: القاعده به په هند کې پرېنږدو
اد القاعدې د مشرد اعلان په مقابل کی دهند د مسلمانانوځېنو مشرانو ډېر سخت عکس العمل ښودلې دی.
د هند د مسلمانانو ېو شمېرسیاسي مشران په دې نظر دي چې القاعده ېوه ټرورېسټي ډله ده ، بی گناه خلک وژني اود سېمې امنېت ېې له خطر سره مخامخ کړې دی ځېني نورپدې برسیره په دې عقېده دي چې د القاعدې دا اعلان به د هندوستان مسلمانانو ته د ګټې رسولو پرځای تاوان ورسوي او غټ جنجالونه به ورته پېدا کړي.

د القاعدې مشرائمن الظواهري د چهارشنبی په ورځ وویل چې نوې څانگه به د آسام په صوبه کی چې د بنگله دېش سره گډ سرحد لري او هم به د گجرات په صوبه کي فعالېتونه پېل کوي، چې د هند موجوده صدراعظم نرېندره مودي ېې د ډېرې مودې پورې وزېراعلی و.
ائمن الظوارې کشمېرته هم اشاره وکړه، چېرې چې دهند او پاکستان ترمنځ له ډېرو کلونو څخه لانجه روانه ده.
په نوي ډهلي کی د ال انډېا مسلم مجلس مشاورت په نوم دهند د مسلمانانود څو سېاسي ډلو د ېوې گډې ټولنې مشر ظفرالاسلام خان ووېل " که القاعدې په هند کی د خپلو شبکو او نظر د خپرولو کوښښ وکړنو مسلمانان به ېې مخه ونېسي او جنگ به ورسره وکړي. "
" د هند مسلمانان د القاعدې د مشر د مرستې وړاندېز بالکل نه منو او دغه اعلان ېې د هند نېمې وچې له مسلمانانو سره جفا گڼو. مونږ پخپلو چارو کې د خارجېانو لاس وهنه نه خوښوو."
په لکنهو کی د آل انډېا مسلم پرسونل لا بورډ په نوم د هندي مسلمانانو د حقوقو د ساتنې او حفاظت د ېوه سازمان غړي مولانا فرانجي ماحلي ووېل باور لري چې د هند د مسلمانانو ځوانه طبقه به په کی ورجذب نه شي:
" القاعده تمه لري چې په هند کی د خپلوعملېاتو لپاره ځېنی ماېوسه او نا امېده ځوانان راجذب کړي،عېن شان کوښښونه ېې څو کلونه مخکې هم کړي وو چې کشمېري ځوانان راجلب کړي."

د چېناېې په ښار کی د هند د مسلمانانو ېو محلي مشر پروفېسور اېم اېچ جواهراله واېې:
" دا چې اوس القاعده غواړي په هندوستان کی په هند کی د فعالېت په خاطر ېوه نوې څانگه پرانېزي، زما په نظر دهند د مسلمانانو ستونزې او کړاونه به نورهم زېات شي."
پروفېسورجواهر اله ووېل چې په هند کی د مسلمانانو سازمامونه د سېکولرزم په چوکاټ کی د مسلمانانو د گټو څخه د دفاع لپاره کار کوي، دلته خو ډېر نور مذهبونه او ادېان هم موجود دي.
د جنوبی اسېا د د ېنی علماو د شورا په نوم د ېوه سازمان منشي عزېز مبارکي واېې چې د القاعدې د څانگې جوړېدل به د مسلمانانو د ځوانې طبقې لپاره گټور ثابت نه شي او دځوانانو ژوند به خراب شي.څومره چې القاعده حملې کوي په هماغه اندازه به د هند امنېتی ځواکونه بی گناه ځوانان د ټرورزم په شک نېسي او په محبسونو کې ېې غورځي.
عزېز مبارکي ووېل چې په هند کی د مسلمانو اوسنې خراب حالت به لا پسې ابتر شي، القاعده به دهند مسلمانانو ته دومره خېر ونه رسوي، لکه څومره تاوان چې د نوې څانگې پرانېستل ېې ورته رسوي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more