د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

سارنوال تندر صاحب ! کجا استی این چه حالت است از برای خدا؟

دهزاد
07.09.2014

په کابل کې د انتخاباتي کشالې له کبله د جنایي پېښو ګراف په بېساري ډول لوړ شوی دی، یوازې د زمري او چنګاښ په میاشتو کې د ثبت شویو جنایي پېښو شمېر ۵۴۲ته رسېږي. د دغو پېښو په تړاو ۷۸۲ کسان نیول شوي دي.

د کابل ښار په بېلابېلو څنډو کې د امنیتي پېښو په اړه د محور ورځپاڼې سروې ښیي چې په تېرو دریو اونیو کې د قتلونو، سړي تښتونې او غلاوو ۱۷ لویې او وړې پېښې رامنځ ته شوې دي.

د غلاوو، قتلونو او تهدیدونو له وېرې خلک تر مازیګر وروسته ځانونه مصئون نه احساسوي او په پغمان کې د غلا او جنسي تیري وروستۍ پېښې د ټول کابل په امنیت سیوری غوړولی دی.

د کابل د امنیه قوماندانۍ د جنایي جرمونو له آمریت څخه ترلاسه شوي معلومات په ډاګه کوي چې د انتخاباتي جنجالونو په جریان کې د کابل ښار امنیت خورا خراب شوی دی.

غلاوې، قتلونه، سړي تښتونې او تهدیدونه د دغو نا امنیو په سر کې راځي او د پغمان تر بوږنوونکې پېښې وروسته خلک د امنیت له اړخه دومره بې باوره شوي، چې تر مازیګر وروسته په ښار کې تګ راتګ ته زړه نه ښه کوي.

د جنایي جرمونو آمر محمد فرید افضلي له محور سره په ځانګړې مرکې کې وویل، چې یوازې په زمري او چنګاښ میاشتو کې په کابل ښار کې ۵۴۲ جنایي پېښې له دوی سره ثبت شوې دي او په تړاو یې ۷۸۲ کسان نیول شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو په اساس پدغو میاشتو کې د غلاوو ۱۲۸ لویې او وړې پېښې شوې دي او په همدې ارتباط ۱۸۳ کسان هم نیول شوي دي.

۴ لویې وسله والې پېښې ثبت شوې دي او په تړاو یې ۹ کسان نیول شوي دي، په ښار کې د سړي تښتونو د پېښو په تړاو ۱۴ کسان نیول شوي دي.

په غیر قانوني ډول د وسلو د لېږد ۱۱ پېښې شوې دي او په تړاو یې ۱۴ کسان نیول شوي دي. د پیسو لپاره خلکو ته د چل او دوکې ورکولو ۸ پېښې ثبت شوې او پدې تړاو د ۱۲ کسانو د نیول کېدو ویل شوي دي.

د جیب وهنې ۱۵ پېښې ثبت شوې او ۱۷ کسان نیول شوي دي. په همدې دوو میاشتو کې د اخلاقي جرمونو ۲۲ پېښې ثبت شوې دي او ۴۶ کسان یې په ارتباط نیول شوي دي.

د ځمکو د غصب ۱۰ مورده ثبت شوي او په تړاو یې ۱۵ کسان نیول شوي، د ځان وژنې ۵ پېښې ثبت شوي او په ارتباط یې ۶ کسان نیول شوي دي.

د عامه نظم د اخلال ۳ پېښې د کابل امنیه قوماندانۍ ثبت کړې دي او په ارتباط یې ۴ کسان هم نیولي دي. خو دا یوازې هغه پېښې دي چې پولیسو ورته لاسرسی درلودلی دی.

د کابل ښار د بېلابېلو څنډو د اوسېدونکو د معلوماتو په اساس محور ورځپاڼې یوه سروې ترسره کړې چې ښیي په تېرو دریو اونیو کې دغلته ۱۷ لویې او وړې امنیتي پېښې ثبت ترسره شوې دي.

د تېرې چهارشنبې په ورځ د کابل په دشت برجي کې د یو ځوان د وژلو خبر ورکړل شو. پولیسو یې د قتل په تور د دوو کسانو د نیولو کېدو هم ویلي.

تېره اونۍ ملي امنیت په خیرخانه کې د شخصي بانک یو کارکوونکی را خوشي کړ، چې سړي تښتونکو یې په بدل کې له کورنۍ څخه ۱۵۰ زره امریکایي ډالره غوښتي وو.

په احمد شاه بابا مېنه (ارزان قیمت) کې په شخصي او دولتي موټرو پسې د چسپکي ماینونو نصبولو خلک سخت اندېښمن کړي او تر ماښام وروسته د امنیتي کسانو ګزمې زیاتې شوې او شکمن کسان هم نیول شوي دي.

درې اونۍ وړاندې د کابل په کمپنۍ سیمه کې له دارالسلام روغتون څخه ۷۰۰ زره افغانۍ غلو ولوټلې. په همدې سیمه کې بیا دوه اونۍ وړاندې په یوه کور کې یوه ښځه په مرموز ډول ووژل شوه.

درې اونۍ وړاندې د کمپنۍ په قلعه واحد سیمه کې یو صراف ووژل شو او پیسې یې غلو یوړلې.

دوه اونۍ وړاندې د کابل ښار په لویدیځ کې د یوې ۱۸ کلنې مېرمنې بې سره جسد وموندل شو، خو د عاملینو د نیولو خبر تر اوسه هم ندی ورکړل شوی.

د آب رسانۍ د سیمې یوه اوسېدونکي له محور سره په خبرو کې وویل، چې دغلته تر ماښام وروسته د وسله والو ډلو لخوا غلاوې زیاتې شوې دي او درې اونۍ وړاندې له یوه کس څخه موټر سایکل واخستل شو. تر هغه یوه اونۍ وړاندې بیا وسله وال د کمپنۍ په قلعه حیدر خان کې باغ داود ته څېرمه یوه کور ته واوښتل او د پیسو په سر یې کور خاوند یې وواژه. دغلته د غلا د یوې بلې پېښې راپور هم ورکړل شوی دی.

په دریمو مکروریانو کې تر ماښام وروسته غلاوې لا هم روانې دي. په چړو او تفګنچو سمبال مخ پټي وسله وال د بلاکونو په تیاره اړخونو کې پټ وي او له لارویانو موبایل، کمپیوټر او پیسې لوټوي.

د انتخاباتي کشالو پدې وروستیو اونیو کې تر ماښام وروسته په خیرخانې مېنه کې یو شمېر ډلې لیدل شوې دي، چې لارویان ګواښي او که څوک مقاومت وکړي لوټل کېږي او تر مرګه ډبول کېږي.

د کابل په ویصل آباد کې بیا د موټرو د غلاوو په تازه پېښه کې چې یوه اونۍ وړاندې وشوه کورولا موټر وتښتول شو. دغلته اوس خلک خپل موټرونه ان په کورونو کې هم مصون نه بولي او د شپې لخوا په کورونو مخ پټي وسله وال اوړي. په تخنیکم کې بیا غلو یو سړی د شپې نهه بجې په چړو وواهه او وژل شو.

د انتخاباتي جنجالونو پدې څلور میاشتني بهیر کې بیا په دارالامان کې راکټونه او مرمۍ توغول کېږي. د یو خصوصي ټلویزیون کارکوونکي محور ته د نوم نه ښودو په شرط وویل: د هغه موبایل ویډیو هم ورسره شته چې دغلته له توغول کېدونکي راکټ سره نیول شوې.

د نوموړي په وینا، ان هغه وخت امنیتي چارواکو ورسره منلې وه، چې دغلته امنیتي ګواښونه د یو کاندید د پلویانو لخوا ترسره کېږي او دغه کسان عموماً دولتي ودانۍ په نښه کوي، چې د اوبو او انرژۍ وزارت ته څېرمه د لویې څارنوالۍ الحاقیه یې هم یو ځل په راکټ وویشته.

اخوا ریشخورو ته څېرمه د قلای فتوح په سیمه کې وسله وال بیا هره شپه له پولیسو سره په جګړه اخته وي، د تېرې جمعې په شپه هم د دوی او پولیسو ترمنځ د درنې جګړې راپور ورکړل شوی دی.

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more