د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

پولیو یوه افسانه ده؟

میرویس
02.09.2014

ګرانو پښتنو، السلام علیکم
دپاکستان، نایجیریا او افغانستان نه پرته، دنورې دنیا ولسونو ته د پولیو یا ماشومانو د فلج مرض له یوې افسانې نه زیات څه ندي.دپښتون قام د بقادښمنانو داسې آوازې هم خپرې کړیدي چې ګواکي د پولیو واکسین زنانه شنډوي او داولاد نه یې غورځوي. آیا ددنیا په نورو ملکونو کې چې د پولیو د واکسین په برکت یې پولیو محو او نابوده کړې، ښځې یې د اولاد د راوړلو نه لویدلې دي؟

د پښتنو دښمنان ددې دپاره دا آوازې خپروي چې د پښتون نور نسلونه ددې مرض د لاسه شل او شوټ شي او د کورنیو او ټولنې د غاړې غورشي، پښون ولس د ترقۍ، پوهې، تعلیم او اقتصادي ښیرازۍ نه محروم شي، تر څو دښمن په آسانۍ پاچاهي ورباندې وکړئ شي.
طالبان چې د پولیو د واکسین کارکونکي او د هغوی محافظان وژني خپل ځانګړي اهداف لري. دوی نه غواړي پښتون ولس سالم صحت او سلیم عقل ولري، ځکه چې که پښتون په صحت روغ، د تعلیم نه برخوردار او په عقل سالم شي، بیا به طالبان نشي کولئ چې یا خودکش ترې جوړ کړي او یايې د خپل مسلمان ورور سره وجنګوي، قاتل، غل، بدعتي او خوارج ترې جوړ کړي.

پولیو چې ماشوم ووهي بیا تر ابده نه جوړیږي. پولیو یوازې د ماشومانو د غایطه موادو له لارې سرایت کوي چې باید مخه یې ونیول شی. د پولیو د خپریدو تر ټولو مؤثره طریقه د پولیو د واکسن د څاڅکو ورکول دي.
الله جل جلاله دې د پولیو نه زموږ ولس په امان کړي.


میوند ننګیال
21.10.2014

میرویس خانه په ډير ادب .

ته خو هم ولا سم پلسپی یی !

یو څو پ،ښتنی در څخه کوم :
۱: په افغانستان کی تیر کال ځه خیر دی داسی به و وایم د تیرو لسو کالو په موده کی څومره ماشومان پولیو وهلی دی ؟

څومره بیا د نری رنځ ، زیړی او داسی نورو دلاسه مړه شوی ، څومره میندی د ماشومانو د زیږیدو په وخت مری ؟

پاکستان کی دا کال د ملل متحد د راپور له مخی ۱۸۰ ماشومان پولیو وهلی دا و وایه چی په پاکستان کی تیر کال څو مره ماشومان نري رنځ د مرګ خولی ته ورکړی او څومره تور زیړی خبر یی چی د پولیو مقابل کی څومره ماشومان مړه شوی .

په سعودی کی ولی پولیو داسی نه کیږی لکه په افغانستان او پاکستان کی چی کیږی ، چاپان بریطانیا او داسی ډير ملکونه ولی ؟

دا صحیح ده چی په روغتونو کی ماشومانو ته پ،لیو ورکوی ما هم ورکړی خو هغه ټول پنځه ځله وی په پاکستان کی په میاشت کی پینځه ځله په کورونو ګرځي .

ولی په پولیو دمره ټینګار کوی ،

زه د پولیو مخالف نه یم خو دوی یی چی په کومه طریقه پری تاکید کوی نو دا په خپله د انسان شک زیاتوی


میرویس
22.10.2014

میوند ننګیال وروره، السلام علیکم.
داسې ښکلې پوۍتنې دې کړیدي، چې د ټول ولس د پاره ګټورې دي، او دنښې منځ دې ویشتلئ دئ.
مرضونه دوه ډوله دي، معالجوي چې علاج لري او غیر معالجوي چې مخنیوئ یې کیدای شی، خو علاج یې نشي کیداي. مثلاُ کوئ یا چیچک او پولیوچې په واکسین یې مخه نیول کیدای شي او طبابت یې په معالجه کې عاجز دي.

نړیوالې روغتیایي مؤسسې اول د کوي دمحو کولو دپاره د واکسیناسیون مجادله وکړه چې زموږ او تاسې پلرونو موږ وروستو، ستنې یې راباندې ولګولې او کوئ د تولې نړۍ نه ورک شو.

اوس همداسې د پولیو پرخلاف مجادله روانه ده، او ورپسې به د نري رنځ یا توبرکلوز مجادله جاري شي. دا ساري مرضونه دي چې کیدای شي د اېبولا او طاعون او دېته ورته نورو امراضو غوندې ولسونه تباه کړي.

د نایجیریا، افغانستان او پاکستان نه پرته په نوره دنیا کې د واکسین د څاڅکو په برکت د پولیو مرض ورک شویدئ. نو ځکه هلته واکسین ته ضرورته نشته.

نړۍ چې د پولیو په واکسین ټینګار کوي، ویریږي چې د پاکستان، افغانستان او نایجیریانه نورې د نیا ته خپور نشي.

په قبایلو کې څکه يو پر بل پسې د واکسین کمپاین کیږي، چې هر ځلې چي پیل شي طالبان حمله پرې وکړي، کارکونکي یې ووزني او د واکسین دوره نا مکمله پاتې شي.
همدا نن په باجوړ کې طالبانو د پولیو په ډله په حمله کې درۍ تنه ټپي کړل.
دا لاندئ رپوټ ولونه:
====
باجوړ :دطالبانو ددړکې وروستو دپوليو په ډله حمله، درې کسان ژوبل شول.
سرچينې وائي چې دپوليو دمخنيوي په ډله دريموټ کنټرول بم دغه چاؤدنه دباجوړ دماموند تحصيل په ډبر علاقه کې شوې ده.•
22.10.2014 02:08
دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې دپوليو په يوه ډله دسړک دغاړې ريموټ کنټرول بم چاؤدنه شوې چې له امله يې دپوليو دډلې په حفاظت دمامورو دوؤ عسکرو په گډون درې کسان ژوبل شوي دي.
سرچينې وائي چې دپوليو دمخنيوي په ډله دريموټ کنټرول بم دغه چاؤدنه دباجوړ دماموند تحصيل په ډبر علاقه کې شوې ده.
سرچينې زياتوي چې په دغه چاؤدنه کې دپوليو دډلې په حفاظت مامور دوه عسکر اؤ يو دگاډى ډرائيور ژوبل شول، ژوبل کسان دعلاج لپاره روغتون ته ورسول شول اؤ پيښه کې دککړو کسانو دنيولو لپاره دلټونې عمليات پيل شوي.
ددغه پيښې پړه دپاکستاني طالبانو دتحريک پخواني وياند شاهدالله شاهد په غاړه اخستې.
دپوليو په ډله دغه حمله په داسې حال کې شوې چې تيره ورځ باجوړ ايجنسۍ کې ويشل شوؤ پمفلټونو کې تندلارو دپوليو دمخنيوي په درې ورځني مهم کې برخه اخستونکو کارکوونکو ته دسختو نتيجو سره دمخ کيدو دړکې کړې وې.
طالبانو خبردارى ورکړى چې په " اسلام ضد" پوليو ويکسينيشن کمپائن کې په برخه اخستونکو کسانو به حمله کولى شي.
په پښتو ژبه کې ليکل شوي دغه ليک چې دخار په حاجي لونگ اؤ مسلم باغ علاقو کې په ديوالونو لگول شوى خبردارى ورکړل شوى چې کوم خلک دپوليو دمهم ملاتړ کوي يا په ويکسينيشن کې برخه اخلي هغوي به نخښه کولى شي.

سږکال په ټول پاکستان کې دپوليو نه اغيزمنو شوؤ ماشومانو شميره ٢٠٩ؤ ته رسيدلې اؤ په قبائيلي علاقو کې دپوليو مخې ته دراغلو کيسونو شمير ١٣٨ دى، دقبائيلي علاقو نه پس دپوليو تر ټولو زيات کيسونه په خيبرپښتونخوا کې رپورټ شوي چې شمير يې ٤٣ دى.
دملگرو ملتونو دصحت نړيوالې ادارې(ډبليو ايچ او) دخيبرپښتونخوا صوبې سرښار پيښور دپوليو عالمي مرکز گرځولى اؤ دپاکستان په حکومت يې ددغه معذوره کوونکې بيمارۍ دمخنيوي لپاره دزياتو گامونو اخستو غږ کړى.
پاکستان دافغانستان اؤ نائجيريا نه پس په ټوله دنيا کې هاغه دريم ملک دى چرته چې دپوليو معذوره کوونکې ناروغي په مکمل ډول ختمه شوې نۀ ده اؤ په دغه ملک کې دپوليو دمخنيوي لاره کې تر ټولو لويې خنډ دتندلارو لخوا دپوليو په کارکوونکو کيدونکې حملې دي چې پکې دزنانه کارکوونکو په گډون تر دې مهاله د٥٠ؤ نه زيات دصحت کارکوونکي وژل شوي دي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more