د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

دقصر واده

خیریوسی
27.08.2014

دخپلوانو واده می و ،دنکریزو په شپه می مور پرګوته او ورغوی نکریزی راکښیښولی، ټوله شپه دخوشحالی څخه لټ پر لټ کیدمه ، خوب نه راتلی، دسهار تر اذان مخکی می لاس دنکریزو څخه پاک کړی ، وڅراغ ته می خپل لاس وکتی ښه سور سوی و ، مور می په هګۍ سر پاک را پریولی ، پاک کالی یی راواغوستل ،لکه څنګه چی اوس معمول دی ودونه په قصر ونو کی کیږی ، موږ هم تر غرمی مخکی په رکشه کی دواده وځای ته روان سو ، کله چی دواده وقصر ورسیدو ، قصر دوی دروازی درلودی، یوه دښځو او بله دنارنیو وه ، زه او مور می دښځو ودروازی ته ورغلو ، ددروازی په خوله کی یو شپین ږیری سړی پر چوکې ناست ؤ ، سپین ږیری سړی وماته ویل هلکه ته دنارینو ودوازی ته ولاړ سه ، مور می ورته ویل دا کوچنی هلک دی او بیا موږ دزوم دکور یو ، لڼده داچی زه دمور سره دواده وقصر دننه ولاړم ،
قصر په دعصری بڼه ښکلی جوړ سوی ؤ، ښکلی چوکیانی او میزونه وه ، مور می په استقبال کی دزوم دمور سره کښینستل او زه ویوه میز ته پر چوکۍ کښینستلم ، شا وخوا نوری ډیری ښځی او نجونی ومیزو ته پر چوکیانو ناستی وی، ټولو ښکلی کالی اغوستی وه ، ښځی چی به زما وخواته نزدی راغلی ویل به یی یو یو دا لوی هلک دلته څه کوی ، یوساعت وروسته دښخو وځای ته خلګ راغلل دهر یوه په لاس کی مجومه وه، پر هر میز به یی مجومی ایښولی ، زما مور هم راغله زما سره یی کښینسله او په ډوډی خړولو مو پیل وکړی .
مامور ته وویل، موری زه یی دقصر په دروازه کی دښځو ځای ته نه راپریښولم، او دغه لوی پږیره خلګ ولی دلته راپریږدی ؟مور می په جواب کی راته وویل زه هم نه پوهیږم چی ولی ، ښځی وایی دا دقصر ګاریګر دی .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more