د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

دسپويو په دالرو سره جنګ دی !

lawangin
19.08.2014

د سپويو په دالرو سره جنګ دی !

دطالب لکړه به انشا الله ددواړو غاښونه ور ماتوي !

د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم څارونکي د انتخاباتو د کمیسیون
کارکوونکي په چاقوګانو وهلي

خپروونکی: تاند
http://taand.com
تاند- وروستي راپورونه وايي چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون په یوه
ګودام کې د رایو د تفتیش په لړ کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون پر
کارکوونکو د عبدالله د چاقوکشو څارونکو په برید کې د کمیسیون ۴
کارکوونکي ژوبل شوي دي.

حمله د مازدیکر په پنځه نیمې د عبدالله د څارونکو او د انتخاباتو د
خپلواک کمیسیون د کارکوونکو ترمنځ له لفظې دعوې وروسته بجې
وشوه.

د عبدالله پلوي څارونکي له حملې وروسته له ګودامه تښتېدلي دي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون کارکوونکي روغتون ته وړل شوي دي
تر دې دمه د هغوی د روغتیايي وضعیت په اړه معلومات نشته.

باوري راپورونه وايي چې د عبدالله پلویان وروسته له دې په غوس
شول چې د انتخاباتو د کمیسیون کارکوونکو له ګودامه د رایو یو
صندوق د تفتیش او د هغه د رایو د بیا شمېرلو لپاره راووړ. د عبدا
پلویانو د انتخاباتو د کمیسیون کارکوونکو ته وویل چې ولي یې دا
صندوق راوړی دی.

وروستي راپورونه د عبدالله عبدالله د پلویانو د ژوبلېدا ادعا بې اساس
بولي، وايي چې د عبدالله پلویان نه ژوبل شوي او نه هم پرې حمله
شوې ده.د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د بدلون او دوام انتخاباتي
ټیم د نن ورځې په پېښه کې د خپلو کسانو هر ډول ښکېلتیا رد کړه ویې
ویل چې دا لانجه د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون او عبدالله عبدالله د پلویانو تر منځ شوې ده.
د دې شخړې د علت د معلومولو لپاره کمیسیون ته یو پلاوی تللی څو
حقایق معلوم کړي. پلاوی همدا شېبه په کمیسیون کې دی او پلټنه یې
پیل کړې ده.
لومړنی خبر
د انتخاباتو په کمیسیون کې د دوو کاندیدانو د څارونکو ترمنځ سخت جنګ
شوی
تاند- د افغانستان د انتخاباتو په خپلواک کمیسیون کې د عبدالله عبدالله
او اشرف غني احمدزي د انتخاباتي ټیمونو د څارونکو ترمنځ سخته
جګړه شوې او شاوخوا ۲۰ تنه پکې ټپیان شوي دي.
د دواړو انتخاباتي ټیمونو سرچینې پر مقابل لوري د حملې د پیلولو تور
پوري کوي.

Election Processد اشرف غني احمدزي د انتخاباتي ټیم یوه مشر
داوود سلطانزوی، په جګړه کې د خپل ټیم د څارونکو لاس لرل رد کړل،
ویې ویل چې د عبدالله څارونکو د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون پر
کارکوونکو د چاقوګانو وارونه وکړل او۳ تنه یې سخت ټپیان کړل چې
وروسته د انتخاباتو د کمیسیون د غړیو خپلوان د مظاهرې په شکل د
کمیسیون شاوخوا راتاو شول.

خو د عبدالله پلویان وايي چې د اشرف غني احمدزي د انتخاباتي ټیم او د
انتخاباتو د کمیسیون د مشر په لارښوونه د دوی پر څارونکو برید شوی
او په نتیجه کې یې ۲۰ تنه څارونکي ژوبل شول چې د ۲ حال نازک دی.

د عبدالله د انتخاباتي ټیم غړي فضل الرحمن اوریا هم تایید کړه چې د
دوی ۲۰ څارونکي ژوبل شوي دي.

دا شخړه په داسي حال کې شوې چې د دواړو کاندیدانو ګډ کمیسیون د
ملي وحدت د حکومت په اړه په خپلو خبرو کې د پرمختګ خبره کوي او
وايي چې له یوې مسلې پرته پر ټولو مسایلو جوړجاړي ته رسېدلي دي.

په همدې حال کې نیویارک ټایمز ورځپاڼې نن د کرزي د حکومت د امنیتي
چارواکو له لوري د یوې کودتا د احتمال اټکل کړی دی.

داسي ښکاري چې د انتخاباتو بایلونکی د انتخاباتي جنجال دوام او کودتا
د ځان په ګټه ګڼي. د نیویارک ټایمز د راپور له مخې ممکن کودتايي
حکومت د یوې کمېټې له لوري اداره شي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more