د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د ISI او CIA ډبل اجنټ امام الدین ساپی د حزب اسلامي د ګزار لاندې

م . ق
12.08.2014

یو سړی په نوم د امام الدین ساپي چې په جرمني کې اوسیږي، یو وخت افغان ملتی وو، اوس هم پښتون نشنلسټ دی خو د طالبانو سخت ملاتړی دی، په انټرنیټ کې د طالبانو په حمایت لیکنې کوي چې د حزب اسلامي په خلاف د خولې خوځولو له امله د حزبیانو د سختو ګزارونو لاندې راغلی:

https://www.facebook.com/1519328654954635/photos/pb.1519328654954635.-2207520000.1407861645./1535296090024558/?type=1&theater

د حزب د رسمي ويبپاڼې ډیلي شهادت د فیس بوک پاڼې څخه


م . ق
12.08.2014

امام الدین ساپی صیب، نغاره نه بلکه ستا دوسیه

ښاغلی امام الدین ساپی هم د طالبانو د مذهبی شوراء غړی دی ، اوس يې فتواؤ او قضاؤتونو ته مخه کړې ، مه خرابیږې جایت خالی است ) د ده یوه لنډه ټغټغکه مي ولوسته چې د حزب اسلامی په وروستنئ افغان شموله ملی دریځ باندې ډیر پاریدلئ دی ، له افغان ولس سره د امام الدین ساپی مخالفت کومه د حیرانتیا وړ خبره نده د ده سابقه همداس...ې ده ، نوموړی پخوا د افغان ملت ګوند غړیتوب درلود خو د افغان ملت له اوصولو د سرغړواي په تور له ګوند وویستل شو ، ښاغلی ساپی د ګوند د ننه له خپلې وړتیا او پوهې لوړ خیالونه درلودل چې آخر کې یوازې مرحوم حداد ورپاتې شو ، امام الدین هغه ډول پښتون مبارز نده چې د پښتنو او نورو قومونو تر منځ واحد افغانستان کې د ګډ اوسیدو لپاره د تشویق کار وکړي بلکه متاسفانه نوموړی دومره حسد لرونکئ شخص ده چې فکر يې داسی کرغیړن تاؤیږي چې دده په نظر اصلی پښتون هغه ده چې نور ملتونه قتل عام کړي ، په فکری لحاظ د امام الدین ساپی ، محقیق ، یونس قانونی ، عطا محمد نور ،لطیف پدرام ، مجیب رحمتی او فضل احمد معنوی ته ورته نظر لری البته هر یو يې د خپلې دیدګاه له مخې ، نوموړی د پاکستان تابعیت هم لری فعلآ جرمنی کې ژوند کوی ، د موټرو د خرڅلاؤ تجارت هم کوي د پاکستان له آی اس آی سره باورمند روابط لری په همدې دلیل ږیره خریلې د طالبانو د وزیرانو په موټرو کی ګرځیدو ، د طالبانو د اسلامی امارت د مالی بودیجه یوه برخه هم د ده په لاس په کار اچول شوې ده ، طالبانو اسلامی امارت د علماء شورای ؟؟؟ چې پروان او کاپیسا کې د آنګورو باغونو د اعدام فیصله د پنجاب له کتاب صادره کړه نو هغې کې د امام الدین ساپی ونډه د شمالی د نیازیو او د مولوی سلطان نیازی او د هغه د ورور عبدالرحمن چې په عبدالرحیم هم مشهور دی کمه نه وه ، امام الدین ساپی ورته دری سوه اتیا تبرونه خریداري کړې و او د دغو باغونو د وهلو حکم د بریګډیر اشرف په نوم یو پاکستانی پوځی کړئ و چې د اسلامی امارت د امیر المومنین په سر امیر و ، درواغ نه وایم خوارج دی ګریبان کې سر ټیت کړی او په ایمان یې ووايې چې دغه بریګډیر مو د جنګ او اکمالاتو امیر نه و ؟؟؟ .
په اخلاقی لحاظ ساپی صیب سینما ته تلو،شراب اوس هم خوری ، نڅا او کنسرتونو سره ژوره مینه لری ، دینی پوهه نلری د پښتو څیړنیز مرکز دفتر ګل حاجی پلازه کې یو استخباراتی دفتر و خو له پیلان سره سم بند شو ، آی اس آی دغه ډول څو دفترونه پیښور کې درلودل د طالبانو وخت کې پیښور کې د افغانستان پخوانیو کمونستو افسرانو ته هم یو دفتر او میاشتنئ دفتری مصارف ورکول چې جنرال اکبر(خورد کابلی احمدزی د ملک انات خان زوی) يې مشری کوله هره جمعه ورته ۱۲کیلو غوښه هم هواله وه . ټولې نخرې تاه کې دي .
د پښتو څیړنیز مرکز وظیفه نژاد پالنې او په نورو قومونو نقد او تبصیرې کول و چې همدا اوس هغه چټل کسب ځینې تلویزونی چینلونو ته ورپاتې ده ، ساپی صیب سره چې کوم انډیوالان ګمارل شوی و هغو اوس ترینه مخه ښه کړې . امام الدین او مرحوم جنرال ساپی خدای دي وبښی له اروپا راغلل او کند هار ته تلل چې د امارت له چارواکو سره بانډار وکړي له اسلام اباد اوبه خور روسته څو کسان نور هم د پیلان سره سم ورسره ملګري شول یو تن پکې شاپور سالارزی چې اصلآ د پاکستان دی خو نیکه ته يې داود خان کنړ کې زمکه او د افغانستان تذکره هم ورکړه او والد يې د جهاد په وخت کې د راولپنډې د آی اس آي په نظامی ډیپو کې نوکرۍ هم درلوده او د همدغه سلاح کوټ په انفجار کې ووژل شو خو د مرحوم زوی هم د پاکستان پوځ ته ډیر باوری پاتی شو او همدلته يې نوکرۍ ورکړه او ای اس ای ته د شټنګرو د بیرته راټولولو د خریدارې مسؤل هم وټاکل شو ، له ننګرهار څخه د حاجی حضرت علی د کور د میرمنو په تښتولو کې هم ملګری و او د کنړ د قومی مشر ملک زرین لپاره ځانمرګی په رسولو کې هم مرسته کړې وه ، د پاکستان د حکومت لخوا اروپا ته سره له کورنې ولیږل شو ، دا نفر هم د کندهار په سفر کې ورسره ملګری و کله چې بیرته اسلام اباد ته راستانه شول د شپۍ له مخې د کرنیل عزیز سره میلمانه شول او د سفر اخری شپه د نغمه کور کې میلمانه و ، میرمن نغمه خپلو میلمونو ته له سندرو او ساعتیری روسته جامې ، څپلې او پتوګان څادرونه هم ډالئ کړل ، امام الدین د ترخو اوبو( ـشرابو) ډک ډک ګیلاسونه وڅښل او د مجلس اخر کې شاپور او امام الدین کانګې هم وکړې ، په اسلامی امارت کې د دا ډول خلکو ځاي او قدر کومه د تعجب خبره نه دی دوي غوښتل چې د کندهار سفر کې له ځان سره د ملا محمد عمر فرمان ولري چې اروپا کې د دغه تحریک استازیتوب وکړی چې بیا روسته مرحوم جنرال ساپی په اروپا کې د اسلامی امارت ولیعهد مقرر شو .
ښاغلی امام الدین ساپی ته مشوره ورکوم دنیا دولت لری ، د امارت پیسې درسره دي ،چندې رالیږي ، کنړ کې ستا په ماشینګڼو مظلومان وژل کیږي ، د خدای ج په لعنت مبتلا يې ، خپله ته ، میرمن، اولادونه او د کورنې نور غړی مو در سره جرمنی کې ژوند کوئ ، د ستا په څیر غربی طالبانو لورګانی او د کورنی غړې مو د جرمنی سکولونو کې له هلکانو سره یو صنف کې درس وايې خو افغانستان کې مامور او عسکر درته مرتد او واجب القتل ښکاري ، داسی فکر مکوه چې د افغانستان اکثریت د طالب په تشدد خوښ ده مونږ ته زیری مه راکوه چې که حکمتیار حکومت کې راګډ شو نو بخت مو چپه ده ته د علم غیب دعوه مکوه دا کفر ده ، د دطالبانو د امارت وظیفه دا ده چې د افغان وژنې اعلان د دوي په ژبه وشي ، مشر ملا لا د وخته فیصله شوئ پاکستان د هغه د مرګ اعلان د کابل تر نیولو ځنډولائ دي که خدایمکړه خوارج بیا راغلل نو بیا به نوي شکلونه پکې ووینئ .
د ملت د یوالی دښمنه دلته انسانان له څارویو ډیر ټیټ قیمت لری هره ورځ د امارت طالبان د خپلو کړنو له مخې په لسګونه میرمنی کونډې کوي او په سلګونو یتمان راته ډالئ کوي ستا لور دی د رڼاګانو ښار کې بارګر خوری خو زما دی هره ورځ د خپل ۹۰ګلن پلار مريئ ته بیهوشه ناسته وی چې امام الدین خوارج ترینه پرې کړې ، هیله ده چې د وسلو په ځای نور د قلمونو او کتابچو لپاره پیسې راولیږي ، محترم ګلبدین حکمتیار نه توقع لرو چې هوښیار او باسیواده انسان يې د ملاعمر پشان خو اختریز پیغامونه وحید مژده نه درته لیکي ، د ملاعمر خوهډوکی هم ایرې شوی او شکر ده ته خو لا ژوندئ يې راشه هرکلی درته وایو ملت تباه شو ، ته يې درد يې دوا يې ، مخلصو طالبانو سره هم خبرې وکړه د امارت د خوارجو يې جدا کړه هغوي د الله ج کتاب تحریفوي په دین نه پوهیږي ، خطرونو ته يې متوجه کړه .
همدا امریکا هم همدوي راوسته اوس لاړل اسلام اباد،سعودی،قطر ، دوبی ، ترکیه او کابل کې يې دفترونه خلاص کړل ، یخو ایرکنډیشنونو ، اخری ماډل موټرو ، د امریکا له خزانو ورته معاش او مصارف هواله د قطر او دوبی په دفترونو کې داسی تنکی پیغلوټې د خدمت لپاره ورته ګمارل شوی چې اوبه غوړپ کړی ستونې کې يې معلومیږی. داکتر کمال مرجان لیکې حکمتیار صیب د امریکایانو په ضد د طالبانو په لار تګ او بیا د طالبانو ضد دریځ ؟؟ تاریخ مو مخکې پروت ده حقیقت دا و چې طالبان د تیښتې په حالت کې و ، ایران او پاکستان کې يې پټنځیونه لټول ، د ملا متوکل په څیر وزیران يې خپله لاس تړلي امریکایانو بیزونه ته ورغلل ، خو حکمتیار له پټنځیه (ایران) طالبانو ته ورغږ کړ مه تښتئ زه مو ملګری یم مقاؤمت کوو خو طالبانو داسی منډې وهلې چې د پښو پوندې يې په کناټیوو ورلګیدې ، کله چې پاکستان بیرته د طالب تر نوم لاندې چریکی قراردادي جنګی ګروپونه را جوړ کړل نو اصلی طالبانو هم ورسره روحیه واخیسته او د امریکایانو په ضد يې د حکمتیار په قدمونو حرکت وکړ خو دوي د سیرلکی مثال لری چې بالغ شي په خپله مور خیژې ټول عمر مو ورته پخې ډوډي ورکړې ، د ولس په کاسه رالوي شول اوس ولس ته مرتدان وايئ ، حیاء کی دومره بيپروا دي چې بد خنځیر ته ورته خصلتونه لری نو د ۱۹۹۴ کلونو په څیر يې په کلیو او ولسوالیو کې د حکمتیار د ملاتړو په وژلو پیل وکړ دا ځکه حزب اسلامی په اسلامی شریعت کې د دوي ناوړه حرکات چیلنج کړل ، د یو ملا بل بد راځئ ، د یو دم بل دم بد راځئ ، د یو سیتمدار بل نه بد راځئ نو ځکه ورته د اصلی حریف په سترګه ګوري ، که امام الدین ساپی او داکتر کمال مرجان داسی کومه ویډیو او یا اعلامیه د افغانستان ملت ته حاضره کړی چې ملا عمر او یا د کویټې او قطر دفتر يې په تیرو ۱۳ کلونو کې یو ځل هم حزب اسلامی ته د یوالی وړاندیز کړی نو مونږ به بیا ووایو تاسو برحق يې او حکمتیار هم ظالم ده او د افغانستان اسلامی دولت خو د حزب اسلامی د مشر او د افغانستان د اسلامی جمهوریت مسؤلینو بار بار داس یوړاندیزونه کړې او د ويډیو په سطحه ثبوتونه شته ، د امارت طالبان به حضرت عثمان رض هم قبول نکړئ کچیرې همدا اوس راژوندی شی .
امام الدین د مسجد خبره کوی د ثواب د کار احسان مکوه او دابه سنګه مسجد وی چې شعله یان یې چلوې ، ستا غوندې یو نشيئ يې چلوې، لمونځ کوونکي ترینه منع کوئ ، هغه دی راځئ او دا دژ نه راځئ ایا دابه مسجد ضرار نه وی ؟ .
له نوی دولت سره د حزب اسلامی د مشر ملاتړ ښه زیرئ خو تر اوسه کومه یقیني خبره نده هسی اوازې دی چې طالبان ورخطاء کړئ دي ، خدای ج دې رښتیا کړی که امیرالمومنین په قطر امریکاي آډه کې دفتر لرلائ شی ، کابل کې دوه دفتره لري (ملا متوکل، مژده، مطمین) نو خیر حکمتیار هم کولائ شی خپل هیواد کې دفتر ولري ، مخالفت به يې د پردیو معاشخواره جاسوسان کوي او سیاسی مخالفین کوي.
د تحول او تداوم ټیم د ملی یوالی ژمنه کړې خدای ج دې رښتیا کړی ، مونږ هر یو مسؤلیت لرو چې دا بهیر حمایه کړو ،که حزب اسلامی او یا د پاکستان له غضب ازاد طالبان له دولت سره روغه کوي باید ملاتړ يې وکړو او مقالې پرې ولیکو همدا د هر بااحساسه افغان مسؤلیت ده . طالب بیچارګک خو کراي جګړه مار ده میرمنی يې د جګړې کولو پخاطر برمته دی هغوي خو به خود له ( نن اسیا .کم ) نه هره آفلته غږوئ اصلآ زور ورکوی خفه دی چې ولې سوله کیږي، امام الدین ساپی دی د غزنی او هلمند په خلکو د پاکستانیانو په جګړه هم خپل وجدان معلوم کړئ .
افغانستان وساتئ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more