د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دطالبانو قومانده د چا په لاس کې ده؟

میرویس
12.08.2014

ګرانو وطنوالو، سلامونه او نیکې هیلې
دا ډیره مهمه ده چې ولس ته دا خبره لمر غوندې روښانه شي چې د هغو طالبانو چې شام مدام ولسي خلک وژني، د ګڼې ګوڼې په ځایونو کې چاودنې کوي، د راکټونو ګذارونه کوي او دسته جمعې حملې کوي، قومانده یې د چا په لاس کې ده.

ملا محمد عمر آخند د کوچني اختر په پیغام کې یو ځل بیا طالبانو ته وویل چې عام خلک ونه وزني، بلکه د سراو مل ساتنه یې وکړي. خو طالبانو بیا د کابل د ښار د علاوالدین په درۍ لارې کې ځان مرګي چاودنه وکړه چې د یوې مېرمنې او دوو ماشومانو په ګډون څلور ولسي وګړي پکې وژل شوي دي او له ۳۵ نه ډېر کسان ټپیان شوي چې په ټپیانو کې هم یوه مېرمن او یو ماشوم شامل دی.
د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل تویتر پاڼه کې لیکي چې برید د دوی کسانو کړی دی.
خو نطاق صاجب دا ندې ویلي چې ملاعمرخو طالبان په عام محضر کې د حملو منه کړي وو، آیا طالبانو دا حمله ولې د ملا محمد آخند د اوامرو خلاف کړیده؟
په درناوی.
http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2014/08/140810_ma_kabul-suicide-attack.shtml


Re: دطالبانو قومانده د چا په لاس کې ده؟

lawangin
12.08.2014

منافقه درواغ وایې دادې فاسد دولت خبرې دي چې دصليبي بادار
په اډر طالب اولس ته رنګ بدی کړي !
په دې حمله کې ۴ څلور اشغالګر له يوو جنرال سره یې مردار
شوي دي ! طالب هلته ځان وژنه کوي چې په حمله یې صليبيان
اشغالګر مردار شي ! که ملکي خلک یې هدف وی نو په کليو کې
ډېر بې وسلې خلک دطالب په لاس کې دي !
طالب داولس بچی دی او له اولسه حمايه کېږي!

نالت په بېکارو غلو ، رشوتخورو او مذدورو جاهلانو !!

[quote:eb711d7001="میرویس"]ګرانو وطنوالو، سلامونه او نیکې هیلې
دا ډیره مهمه ده چې ولس ته دا خبره لمر غوندې روښانه شي چې د هغو طالبانو چې شام مدام ولسي خلک وژني، د ګڼې ګوڼې په ځایونو کې چاودنې کوي، د راکټونو ګذارونه کوي او دسته جمعې حملې کوي، قومانده یې د چا په لاس کې ده.

ملا محمد عمر آخند د کوچني اختر په پیغام کې یو ځل بیا طالبانو ته وویل چې عام خلک ونه وزني، بلکه د سراو مل ساتنه یې وکړي. خو طالبانو بیا د کابل د ښار د علاوالدین په درۍ لارې کې ځان مرګي چاودنه وکړه چې د یوې مېرمنې او دوو ماشومانو په ګډون څلور ولسي وګړي پکې وژل شوي دي او له ۳۵ نه ډېر کسان ټپیان شوي چې په ټپیانو کې هم یوه مېرمن او یو ماشوم شامل دی.
د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل تویتر پاڼه کې لیکي چې برید د دوی کسانو کړی دی.
خو نطاق صاجب دا ندې ویلي چې ملاعمرخو طالبان په عام محضر کې د حملو منه کړي وو، آیا طالبانو دا حمله ولې د ملا محمد آخند د اوامرو خلاف کړیده؟
په درناوی.
http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2014/08/140810_ma_kabul-suicide-attack.shtml[/quote:eb711d7001]


میرویس
13.08.2014

ګران وطنوالو، السلام علیکم
پتنګ، لونګینه ځنځیره لکه د منافقت نه دې چې نوم بدل کړئ، همداسې بدل ګمراه یاستئ.
ته منافق د ملا عمر پیغام هم د منافقت دپاره فورم ته اچوې او لونې یې نه. که دې لوستئ واي، بیا به دې دا جک نه وهل.
هغه طالبانو ته ویلي چې داسې عمل مه کوئ چې بې ګناه مسلمانانو ته د سراو مال تاوان پکې واړی.
د طالبانو پدې حمله کې چې امر یې د طالبانو د قیادت لخوا نه، بلکه د بل چا له خوا ورکړ شوې ؤ، د ښځو او ماشومانو په شمول بې ګناه انسانان وژل شوي او زخمي شویدي. که سیال پښتون او مسلمان یاستئ همدومره دې بس ده.
په درنښت.


lawangin
13.08.2014

فاسده انسانه په دې خبرو طالبان نشې بد ناموی !
مرګ ستا سي ای اې او مذدور دولت کوي خو قاطلين یې طالبان
بولۍ ! اوس مځکه درباندې تنګه شوې پرتوګونه مو ډک کړي !

پتنګ

[quote:3c052f8e45="میرویس"]ګران وطنوالو، السلام علیکم
پتنګ، لونګینه ځنځیره لکه د منافقت نه دې چې نوم بدل کړئ، همداسې بدل ګمراه یاستئ.
ته منافق د ملا عمر پیغام هم د منافقت دپاره فورم ته اچوې او لونې یې نه. که دې لوستئ واي، بیا به دې دا جک نه وهل.
هغه طالبانو ته ویلي چې داسې عمل مه کوئ چې بې ګناه مسلمانانو ته د سراو مال تاوان پکې واړی.
د طالبانو پدې حمله کې چې امر یې د طالبانو د قیادت لخوا نه، بلکه د بل چا له خوا ورکړ شوې ؤ، د ښځو او ماشومانو په شمول بې ګناه انسانان وژل شوي او زخمي شویدي. که سیال پښتون او مسلمان یاستئ همدومره دې بس ده.
په درنښت.[/quote:3c052f8e45]


م . ق
18.08.2014

میرویس صاحب،

ستا د سوال لنډ ځواب چې ( د طالبانو قومانده د چا په لاس کې ده)
ځواب يې: د طالبانو قومانده د CIA او د قطر امریکایي جنرالانو په لاس کې ده!


میرویس
18.08.2014

السلام علیکم، محترم لونګینه.
زه د هیچا د بدنام کولو تکل نلرم، بلکه حقایق په ګوته کوم او دا خبره ولس ته څزګندوم چې دا هغه طالبان ندي چې زما او تاسې په ټوک ستر شوي وي او وفاداري یې هم خپل ولس ته وي. دا هغه طالبان دي چې د بیګانه وو لخوا یې اوبه په ژرنده ورتوئیږي او بیګانه وو ته وفاداري لري.

ګیدړه یې مني، خو لکۍ یې نه مني. طالبان د قتلونو او دماکو مسؤلیت په غاړه اخلي، او تاسې وایاست چې نه دا طالبان نه، بلکه نور څوک دي.
د خدای پامان.


lawangin
19.08.2014

منافقه ته دالري طالب یې خو تا تر اوسه پورې يوه خبره هم دصليبي
اشغال او دهغه د بربريت ،کنډو او يتيمانو په برخه کې ونکړه !
لوده ستا پروپاګنده خوښې باد دی :
چې ټول صليبيان داسلام پر ضد جنګيږي نو ولې ټول مسلمانان ددوی
پر مخ ونه جنګيږي !
طالبان خو واقعت وایې دجنګ رهبري افغاني طالبان کوي چې ډېر یې
رمونږ دو لايت خلک دي !

[quote:cad4029fd0="میرویس"]السلام علیکم، محترم لونګینه.
زه د هیچا د بدنام کولو تکل نلرم، بلکه حقایق په ګوته کوم او دا خبره ولس ته څزګندوم چې دا هغه طالبان ندي چې زما او تاسې په ټوک ستر شوي وي او وفاداري یې هم خپل ولس ته وي. دا هغه طالبان دي چې د بیګانه وو لخوا یې اوبه په ژرنده ورتوئیږي او بیګانه وو ته وفاداري لري.

ګیدړه یې مني، خو لکۍ یې نه مني. طالبان د قتلونو او دماکو مسؤلیت په غاړه اخلي، او تاسې وایاست چې نه دا طالبان نه، بلکه نور څوک دي.
د خدای پامان.[/quote:cad4029fd0]


میرویس
05.09.2014

السلام علیکم
پتنګ، لونګینه ته ولې د طالبانو او القاعدې په جنایاتو سترګې پټوې.
اوس خو به دې اوریدلي وي چې د اُسامه نه وروسته د القاعدې دویم مشر ډاکتر آیمن الظواهرې اعلان وکر چې د هند په نیمه وچه کې هم د القاعدې څانګي پرانیږي.
په افغانستان، پاکستان، افریقا او منځني ختیځ کې خو یې ښه ګلان وکرل چې پاتې شوه د هند نیمه وچه.
القاعده کوښښ کوي چې ملا عمر غوندې بې سوده انپړ مشر پیدا کړي یو څو د اسلام نه نا خبره چړيان او چوپان په پیسو واخلې ورپسې روان یې کړي او هلته هم افغانستان غوندې مسلمانا پرې ووژني.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more