د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

ښځې له میراثه مه بې برخې کوئ!

حمید هڅــاند
12.08.2014

ښځې له میراثه مه بې برخې کوئ!

سره له دې چې شریعت ښځو ته په میراث کې حق ورکوي خو زموږ ټولنه کې له پخوا د نارینه ؤ واکمن چلند ښځه له دې حق نه هم بې برخې کړې ده. یو زیات شمېر میرمنې چې کونډې شې، د خپلو یتیمانو د روزلو لپاره د عاید د نورو سرچینو تر څنګ میراث ته هم خورا کلکې اړې کېږي خو له بده مرغه د ورور له خوا د دې او د بچیانو په حلق یې پښې ښوولې کېږي.

درنښت


Re: ښځې له میراثه مه بې برخې کوئ!


Mazharee
06.11.2014

[quote:a2477e9dc4="حمید هڅــاند"]ښځې له میراثه مه بې برخې کوئ!

سره له دې چې شریعت ښځو ته په میراث کې حق ورکوي خو زموږ ټولنه کې له پخوا د نارینه ؤ واکمن چلند ښځه له دې حق نه هم بې برخې کړې ده. یو زیات شمېر میرمنې چې کونډې شې، د خپلو یتیمانو د روزلو لپاره د عاید د نورو سرچینو تر څنګ میراث ته هم خورا کلکې اړې کېږي خو له بده مرغه د ورور له خوا د دې او د بچیانو په حلق یې پښې ښوولې کېږي.
درنښت[/quote:a2477e9dc4]
هڅاند صیب!
ډیره ښکلی خبره موکړیده ، باید هر مسلمان دیته په ټینګه متوجه شی او دخپلو خویندو، میندو او نورو ښځو میراثی حقوق په پوره توګه ورکړی ، ځکه چی کوم حق چی الله پاک چاته ورکړئ وی ، بنده یی دمنع کولو حق نلری ، دا معلومه خبره ده چی ښځو ته دمیراث دوړلو حق الله پاک ورکړئ دئ.
مننه.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more