د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

په غزنی کې پنجابی، ترکمن، او عرب تروریستان وژل شوی دي

شاه ولي
07.08.2014

ګرانو او محترمو هیوادوالو، په غزني ولایت د ګیرو ولسوالۍ په مټه خان سیمه کې د افغان ځواکونو په بریدونه کې شپږ تنه بهرني طالبان )درې ترکمن، یو پنجابی، او یوعرب( وژل شوي او د هغوی د وسلو یوه لویه زېرمه یې له منځه وړې ده.
وژل شوي کسان د طالبانو مهم کسان وو چې په ګېرو او شاو خوا ولسواليو کې به يې پر ملي سرتېرو بريدونه پلانول، ماينونه به يې جوړول او له افغان سرتېرو سره به يې د جګړو قومانده په غاړه درلوده.
دغې ډلې په دغه سیمه کې د وسلو یوه ستره زېرمه جوړه کړې وه، چې پکې به يې ماينونه جوړول، ځانمرګيو ته به يې واسکټونه پکې تيارول، وسلې به يې پکې ساتلې او بيا به يې له همدې ځايه ګېرو او نورې ولسوالۍ ناارامې کولې.

طالبان او د القاعده قساوتګر ټوپکیان چې د بې ګناه وګړو په عزت او ژوند لوبې کوي دوی څه فکر کوي چې دا مخلوق (افغانان) خالق نلري؟ د دې مخلوق آهونه کوم د رسیدلو او اوریدلو ځای نلري؟ او د دوې پوښتنې لپاره څوک یي نشته؟


Re: په غزنی کې پنجابی، ترکمن، او عرب تروریستان وژل شوی دي

lawangin
08.08.2014

نالت په فاسدو جنايتکارانو او د cia په اجنټانو چې هر وخت يوه

ظالمانه درواغجنه يو پلوې پرو پاګنده کوي ! تېره اونۍ دلوګر

دڅرخ په اولسوالي کې دمذدوري اردو او صليبي‌اشغالګرو په

وحشي حمله کې ۱۶ ملکي انسانان شهيدان شول چې فاسدين یې
هيڅ په خوله نه اخلي! حتا په يوه کور کې يوه غوا څو چرګې۷
او دوه ميلمانه یې هم شهيدان کړل!

ورک د فاسدين شي له دې پاڼې او هم له افغانستانه !

دپښتونولي په مينه

پتنګ

[quote:a24e9c33df="شاه ولي"]ګرانو او محترمو هیوادوالو، په غزني ولایت د ګیرو ولسوالۍ په مټه خان سیمه کې د افغان ځواکونو په بریدونه کې شپږ تنه بهرني طالبان )درې ترکمن، یو پنجابی، او یوعرب( وژل شوي او د هغوی د وسلو یوه لویه زېرمه یې له منځه وړې ده.
وژل شوي کسان د طالبانو مهم کسان وو چې په ګېرو او شاو خوا ولسواليو کې به يې پر ملي سرتېرو بريدونه پلانول، ماينونه به يې جوړول او له افغان سرتېرو سره به يې د جګړو قومانده په غاړه درلوده.
دغې ډلې په دغه سیمه کې د وسلو یوه ستره زېرمه جوړه کړې وه، چې پکې به يې ماينونه جوړول، ځانمرګيو ته به يې واسکټونه پکې تيارول، وسلې به يې پکې ساتلې او بيا به يې له همدې ځايه ګېرو او نورې ولسوالۍ ناارامې کولې.

طالبان او د القاعده قساوتګر ټوپکیان چې د بې ګناه وګړو په عزت او ژوند لوبې کوي دوی څه فکر کوي چې دا مخلوق (افغانان) خالق نلري؟ د دې مخلوق آهونه کوم د رسیدلو او اوریدلو ځای نلري؟ او د دوې پوښتنې لپاره څوک یي نشته؟[/quote:a24e9c33df]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more