د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

د ملامحمد عمر آخند منتر کوټ سو.

میرویس
30.07.2014

ګرانو لوستونکو، السلام علیکم.
د طالبانو د تحریک مشر ملا محمد عمر آخند وړمه ورځ د کوچني اختر د حلول په مناسبت په وینا کې طالبانو ته داسې وویل:
دا ستاسو دیني او ملي وجیبه ده چې د خلکو دهوساینې او زړه ساتلو لپاره زیار وباسئ، له غرور، کبر، او پرته له شرعي دلیل څخه له وسلې او زور څخه کار اخیستل ، دولس ګواښل ، ویرول او ځورول، د هغوی سر، مال او عزت ته تاوان رسول هغه ستر جنایت دی چې دارتکاب له امله به یې نه په دنیا او نه هم په آخرت کې له محاسبې خلاص شئ، دخلکو په وړاندې ستاسو اخلاق باید یوازې زغم ، تواضع، بردباري، ایثار او متقابل احترام وي، باید په یاد ولرو چې الله تعالی زموږ ظاهري شعار او صورتونو ته نه ګوري بلکې زموږ زړونو او اعمالو ته ګوري، چې د خلکو په وړاندې له کومو اخلاقو کار اخلو.
مجاهدین باید داسلامي امارت تر واک لاندې سیمو کې د عدالت او امنیت د رامنځته کولو لپاره مخلصانه هڅې وکړي، د غلو ، قطاع الطریقو او مخربو اشخاصو مخه ونیسي او ولس ته د امن او هوساینې فضاء برابره کړي.

ګرانو وطنوالو
طالبانو یو ځل بیاثابته کړه چې د خپل مشر لارښونه اواوامرهسې اوتې بوتې ورته ښکاري، ځکه چې دوی د ملا عمر د هدایتونو برخلاف بې ګناه خلک وزني او هر مظالم یې جې دلاسه پوره شي کوي یې. دالاندې رپوټ دغه مسئله ښه روښانه کوي:
=====
اروزګان کې چاودنې ۱۳ کسان ټپیان کړي دي
راپورونه وايي دغه کسان د منار په څلور لارې کې د اختر مېلې ته راټول شوي و، چې چاودنه پرې وشوه

راپورونه وايي پیښه د مرکز ترينکوټ په هغه مېله ځای کې شوې چې خلک په کې د اختر خوښيو لمانځلو لپاره راغونډ شوي وو.
چارواکي وايي چاودنه د هغو چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوه چې د ایسکریم په یوه کراچۍ کې ځای پر ځای شوي و، خو ځينې چارواکي وايي بم د کثافاتو په يوه ټوکرۍ کې ځای پر ځای شوي و.
د اروزګان د امنیت آمر اسلم خان کوچی وایي په دغه چاودنه کې ۱۳ تنه ټپیان شوي چې دوه یې پولیس او پاتې نور یې ولسي وګړي دي.
د اروزګان د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزی مدیر ګلاب خان که څه هم د پیښې پخلی کوي خو دا یې نه دي ويلي چې د بريد هدف څوک و.
مامون درانی په خپل راپور کې وايي، روغتيايي چارواکي وايي د پیښي له ځای نه روغتون ته اته کسه وروړل شوي چې په خبره يې ټول ولسې وګړي دي.

تر دې وړاندې د پکتيکا په ارګون ولسوالۍ او غور ولايتونو کې د شويو بريدونو پړه هم هېڅ وسلوالې ډلې پر غاړه وانخيسته.
افغان ولسمشر حامد کرزي د وروستيو دوو مياشتو ناامني په تېرو ۱۴ کلونو کې بې سارې بللې ده.
کابو يوه اوونۍ وړاندې په غور ولايت کې ۱۴ کسان له موټرو ښکته کړای شول او بيا په ډزو ووژل شول.
تر اوسه د دغې پېښې مسووليت هم چا نه دی منلی، خو افغان حکومت يې پړه پر وسلوالو مخالفينو اچوي.

له بلې حوا چې طالبانو د اختر د خوښۍ شپې ورځې په ولس دغم په ورځو بدلې کړیدي ددوی نه هم د کندهار په ژیړۍ کې د ځلویښتو نه زیات مړه او زخمي شوی او د ننګرهار په حصارک کې تر سلو وژل شوی او نور زخمی شویدي.
الله دې دوی ته د نیکۍ هدایت وکړي.


lawangin
31.07.2014

دارګون وژنه، دکندهاروژنې ، دکرزي دتره دزوی او نورې وژنې
ټولې دفاسد رژيم او حاميانو کارونه دي خوو دوی یې په طالبانو اړوي
او مسئولين یې طالبان بولي تر څو چې جګړه دوام وکړي فاسدين دالر
غلا کې کورونه جوړکې او په دوبۍ کې له روسي ، پولنډي ، ليتاوي
او نورو ځوانو نجونه سره زنا وکړي او صليبي اشغالګر اسلامي کلچر
غربي کلچر ته واړوي او له ملايانو یې د کليسا غلامان جوړ کړي !


میرویس
31.07.2014

السلام علیکم
لونګینه، الله دې تل روغ رمټ لره چې نور عجائب او غرائب هم درنه واورو.
زموږ د بحٍث موضوع داده چې طالبان د ملا محمد عمر آخند په خوله تریخ پیاز هم نه ورژني. خو تاسې بیا موضوع بدله کړه او د کابل په حکومت ولګیدئ. پدې دې هم سرښه خلاص کړه چې زه نه د کابل د حکومت پروا لرم او نه یې د مامورینو د اعمالو د څارنې.
خو تاسې دغه راته ووایاست چې د روسي، پولندي او لتوانیایي نجونو او هغوی ته د کابل د حکومتي مقاماتو ورتګ څنګه درته معلوم شو؟ آیا تاسې ته ددغو بد لمنو نجبنو آدرسونه معلوم دي، او که تاسې پخپلو سترګو لیدلي چې دغه بد لمني افغانان هلته ورځي؟
آیا تاسې ددغو دواړو جوانبو نه، د کوم یوه سره روابط لرئ؟
آیا تاسې پتنګ غوندې په خپله خیالي دنیا کې ډوب یاستئ، او که پتنګ مشوره درکوي؟
په الله جل جلاله دې سبارم.
په درناوی.


lawangin
01.08.2014

ددالررو مذدوره د فاسد دولت غندل بيا پر تا بد ولګېدل !

په دوبۍ کې زما ډېر انډيوالان اوسي ! هغه خو یې څه کوې ورشه
دکاابل ۱۷ ناحيیه ووګوره ؟
هو ته خو دمامورينو پروا خود نلرې څکه چې هغوی خو ستا دصلیبي
بادار په نکاح شوې ښځې دي !

زه په خپله پتنګ یم خو ستا په لودګي زړه سوی کوم !
ورشه يو بل کار درته پيدا کړه !

[quote:be2e795931="میرویس"]السلام علیکم
لونګینه، الله دې تل روغ رمټ لره چې نور عجائب او غرائب هم درنه واورو.
زموږ د بحٍث موضوع داده چې طالبان د ملا محمد عمر آخند په خوله تریخ پیاز هم نه ورژني. خو تاسې بیا موضوع بدله کړه او د کابل په حکومت ولګیدئ. پدې دې هم سرښه خلاص کړه چې زه نه د کابل د حکومت پروا لرم او نه یې د مامورینو د اعمالو د څارنې.
خو تاسې دغه راته ووایاست چې د روسي، پولندي او لتوانیایي نجونو او هغوی ته د کابل د حکومتي مقاماتو ورتګ څنګه درته معلوم شو؟ آیا تاسې ته ددغو بد لمنو نجبنو آدرسونه معلوم دي، او که تاسې پخپلو سترګو لیدلي چې دغه بد لمني افغانان هلته ورځي؟
آیا تاسې ددغو دواړو جوانبو نه، د کوم یوه سره روابط لرئ؟
آیا تاسې پتنګ غوندې په خپله خیالي دنیا کې ډوب یاستئ، او که پتنګ مشوره درکوي؟
په الله جل جلاله دې سبارم.
په درناوی.[/quote:be2e795931]


میرویس
05.08.2014

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
تاسې خپل زوړ پتنګ آشنا خطاب کړم، او که نوئ متعصب پښتون لونګین؟
اول به دا پوښتنه درنه وکړم چې پخوانئ نوم [پتنګ] دې ولې ترک کړ؟
که د فورم مسؤلینو ستاسې د کنځلو او پوچې خولې د اچولو په وجه د پتنګ په نامه تاسې د فورم نه وشړلئ؟
که داسې شوي وی، نو بیا یې هم انتظار وباسئ، ځکه چې تاسې په همدې بحث کې د ژبې د عفت، اسلامیت او انسانیت خلاف تورونه لګولي دي.
تاسې د افغان حکومت مسلمان نارینه وو ته د کفارو د نکاح شوو ښځو خطالب کړیدئ.
که د اسلام په لاره روان یاستئ نو دغه د لاندې آیت شریف ولونه:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اجْتَنِبُوا كَثِيرً‌ا مِّنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ ۖ وَلَا تَجَسَّسُوا وَلَا يَغْتَب بَّعْضُكُم بَعْضًا ۚ أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ أَن يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتًا فَكَرِ‌هْتُمُوهُ ۚ وَاتَّقُوا اللَّـهَ ۚ إِنَّ اللَّـهَ تَوَّابٌ رَّ‌حِيمٌ
ددې دپاره چې ګنهکار نشم هو به هو یا ټکي په ټکې دقیقه ترجمه یې نشم کولای،
خو دومره پوهیږم چې الله جل جلاله پدې آیت شریف کې مسلمانانو ته وایي چې: [او تاسې چې ایمان راوړئ دناوړه انګیرنو نه پرهیز وکړئ. حقیقتاً چې ناوړه انګیرنې ګناه ده. د یو اوبل عیبونه مه لټوئ، غیبت مه کوئ، داداسې ده لکه د خپل ورور دمړي غوښې چې خورئ. دا کار کرکه او دښمني پیدا کوي. د الله نه وویریږئ. الله توبه قبلوی، او الله رحیم دئ.
په درنښټ.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more