د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

امریکایانو-اشرف-غنی-ولي-انتخاب-کړی

lawangin
26.07.2014

[img:571a64a6cb]http://shahamat.info/images/ashrafghani.jpg[/img:571a64a6cb]

اشغالګر قوتونه تل کوښښ کوي، ترڅو په خپلو مستعمره وو کي
دامکان په صورت کي خپل مستقیم اوکه مستقیم اشغال شونی نه وي
غیرمستقیم اشغال ته دوام ورکړي.
امریکایان چي دزور له ازمایلو وروسته په افغانستان کي له ماتي
سره مخ شول او دافغانستان مستقیم اشغال ورته ناشونی شو،
کوښښ کوي، ترخپلووتلو وروسته دهیواد اشغال ته په غیر مستقیم
ډول دوام ورکړي.
همدالامل وو، چي دروان کال ا نتخابات ډیر مهم بلل کېدل، ترڅو
یوداسي څوک دواک په ګډۍ کښېنول شي، چي دامریکایانو تر وتلو
وروسته ددوی ګټي خوندي کړای شي او امریکان يې له لاري خپل
غیر مستقیم اشغال ته دوام ورکړي.
کله چي داپريل په ۵ نېټه دلومړنیو انتخاباتو په لړ کي نورو کاندیدانو
داشرف غني او امریکایانو له اټکل څخه لوړ دومره صندقونه ډک او
دومره درغلۍ يې وکړې،چي اشرف غني دوهم ځای ونیو، نواشرف
غني دیوه ايتلافي حکومت له جوړولو څخه په زغرده انکار وکړ او
دايې دملت په ارادو لوبه وبلله، ځکه په اتلافي حکومت کي به هغه
کس په اصطلاح ولسمشر وای، چي رايي يې ډيري وای او هغه به
اشرف غنی په واک ورګډولی، همدالامل شو، چي دهیواد ميلیونونه
نوري پيسې ولګول شوې اودرواني ډرامې دوهم پړاو ترسره شو، په
دغه پړاو کي داشرف غني پلویانو دومره درغلۍ او جعلي رايي
وکارولې، چي مقابل لوري يې فکر هم نه وو کړی،، ځکه هغوی خو
خپله درغلي دومره بلله، چي کولای شي، خپل کاندید پرې بريالی
کړي، خو همداسي ونه شول، بلکه اشرف غنی بریالی اعلان شو،
چي دې دعبدالله غوسه پورته کړه او دموازی حکومت دجوړولو
ګواښونه يې پيل کړل، چي وروسته یې په دعوه جان کیري راغی او
عبدالله يې درایو په بیاشمېرني او دواک په ور وېشول خوښ کړ.

دا یوثابت حقیقت دی، چي دهغو لږکیو افغانانو رايي کوم څوک نه
ټاکلي اونه یې ټاکلی شي، چي په دې جعلي پروسه کي یې ګډون
وکړ، بلکه واک دامریکایانو په لاس کي دی، چي هرڅوک ددوی په
کالب جوړ وي، هغه ته يې ور سپاري، درایو اچونه یوازي یو
نمایش دی، چي ددواړو کاندیدانو ترمنځ دجان کيري وروستۍ فیصلې
دغه حقیقت لا روښانه کړ.
داځل امریکایانواشرف غنی انتخاب کړی دی، خو داچي امریکایانو
اشرف غنی ولي انتخاب کړی څو لامله لري.
لومړی، امریکایان نه غواړي، چي په افغانستان کي داسي څوک واک
ته ورسیږي، چي په افغانستان کي دامریکادحريفو هیوادونو نفوذ ته
لاره هواره کړي، ددوی دګټو ترڅنګ دامریکادحریفو هیوادونو ګټي
هم خوندي کړي او له امریکایانو سره داړيکو ترڅنګ له نورو
هیوادونو سره هم داسي اړیکي ولري، چي هغوی ته کار وکړي، ځکه
امریکایان داخپل حق بولي، چي په دغه هیواد کي ټولي ګټي باید
ددوی خوندي شي، ددې لپاره اشرف غنی احمدزی دامریکایانو په
اند یو وړ کس دی، ځکه نوموړی دامریکایانو تر روزني اوانحصار
لاندي پاته شوی دی، په کابل کي له لومړنیو زده کړو وروسته
دلبنان امریکايي پوهنتونه ته اوبیا دنیویارک دکولمبياپوهنتون ته تللی
اوهلته يې زده کړي کړي، وروسته چي ترڅو په ۲۰۰۱ کال کي
افغانستان ته راتلوهلته په امریکا کي اوسیدو، نو له همدې امله
نوموړی له امریکایانو پرته له بله کوم هیواد سره داسي اړیکي نه
لري، چي دهغو هیوادونوکټي دي دامریکا ترګټو ورته وړاندي او
یالږترلږه ورسره برابري وي.
دوهم، امریکایان غواړي، داسي څوک دواک په ګدۍ کښېنوي، چي
ددوی دګټو دخوندي کولو ماهر ، له کلتور سره يې اشنا او ددوی
تربیه شوی کس وي، اشرف غنی په دې کالب جوړ کس دی، ځکه
کله چي نوموړي خپلي لومړنۍ اومنځنۍ زده کړي په کابل کي
وکړې، دلوړو زده کړو لپاره دلبنان امریکايي پوهنتون ته ولاړ او
هلته يې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ، امریکایانو دلبنان، مصر،
ترکیې او کابل امریکايي پوهنتونونه داسلامي دولتونو دمشرتابه
دتولید لپاره د روزنیزو فابریکو په توګه جوړ کړي دي، په دغو
پوهنتونو نو کي چي استادان يې خپله امریکایان دي، زده کونکو ته
دامریکایانو دګټو دخوندي کولوطریقه اودهغوی کلتور ورښودل
کیږي، په دې برسېره هغوی ته دا ورښودل کیږي، چي څنګه اسلامي
نړۍ په غربي کلتور ولړل شي، په دې پوهنتونوکي دمسلمانو زده
کونکو په اذهانو کي دغرب زهرجن فکر ورځای په ځای کوي او
داسي يې جوړوي، چي که دکوم هیواد مشر شي، نو هدف يې يوازي
داوي، چي دامریکاګټي څنګه خوندي کړي او داسلام حقیقي څېره
خدای ناکرده څنګه له منځه يوسي.
دریم، امریکایان غواړي خپل اشغال ته ددوام ورکولو لپاره غربي
کلتور ته په افغانستان کي وده ورکړي، په افغانانو کي له عیسویت
څخه کرکه له منځه يوسي، عيسویت خپور کړي او افغانستان غرب
ډوله ماډرن او بې دینه هیواد وګرځوي، داشرف غنی په راتګ
امریکایان غواړي دې هدف ته ځانونه ورسوي، ځکه دنوموړي په
واکمن کېدلو به په اصطلاح دهیواد لومړۍ میرمن عيسوۍ وي، په
دې برسېره یو داسي کس به مشر شوی وي، چي له عيسویت څخه
کرکه نه لري، بلکه عيسویت او اسلام ورته یو شان وي، دهیواد په
اصطلاح دولسمشر کورنۍ به دغرب په کلتور یوه لړلي او غربي
ډوله ماډرنه کورنۍ وي، چي داسي ولسمشر عيسویت او دغرب چټل
کلتور په هیواد کي خپرولی شي او دا څيزونه په دستي او راتلونکي
کي دځینو افغانانو په فکر ژوره اغېزه لرلای شي، له عيسیوت څخه
يې کرکه له منځه وړلی شي، عیسویت به ځينو افغانانو ته یو عادي
څیز ښکاري، چي بالاخره به لکه په اصطلاح دولسمشر کور
افغان کورونه خدای ناکرده یو ډول مخلوط اچار وي، چي پکي
عيسوي، مسلمان، امریکايي او افغان ژوند کوي،(څنګه چي داشرف
غنی زوی طارق او لور مریم په امریکاکي زېږدلي، نو دامریکاله
قانون سره سم هغوی امریکایان بلل کیږي).
څلورم لامل يې دتیرو دریو لاملونو خلاصه ده، هغه دا، چي اشرف
غنی احمدزی دفکر، کورنۍ، ذهنیت او هدف له نظره یو امریکايي
دی، امریکایان دیوه امریکايي په څېر باور پرې لري، چي امریکایان
غواړي همداسي کس په دغه هیواد واکمن کړي.
په ټوله کي اشرف غنی احمدزی دامریکایانو په اند یو وړ کس دی،
چي دامریکا ګټي په دغه هیواد کي خوندي کولی او ددوی موخي په
مخ بيولی شي.
خو امریکایان باید په دې پوه وي، چي دوی له دومره ځواک سره او
له لسګونو نورو هیوادونو سره یوځای دافغانستان اشغال ته دوام
ورنه شو کړای، نو داشرف غني په وسیله يې هیڅکله نشي
ورکولای، ځکه دافغان مجاهد ولس جهادي هوډ نه ماتېدونکی دی،
مبارزه يې بریالۍ ده او افغان غیور ولس به هیڅکله دداسي یوه تش
په نامه افغان ډوله امریکايي مشري ونه مني، افغانان چي په خپله
سوچه عقیده ولاړ دي، هیڅ وخت داسي یوڅوک نشي زغملای، چي
داسلام پابند نه وي، اسلام او عيسویت ورته یو شان وي او دخپل
هیواد ګټي دنورو هیوادونو تر ګټو ورته غوره وي، دې ته په کتلو
سره دا دامریکایانوله لوري د افغانستان اشغال ته ددوام ورکولو
یوه ناکامه هڅه ده.


طالب ISI
29.07.2014

عکس د فوتوشاپ واله دی، پاتی لیکنه هم داسی خکاری


lawangin
29.07.2014

او لېونيه چرسي ګله ! فوتو شاپ ته ضرورت نشته نور پروګرامونه
هم ساده او اسانه داسې کولی شي ! عکس خو واقعي‌ نده خو سياسي
څېره او ما نا یې حقيیقت ته نږدې ده !

داچې ستاسو دغني بابا ماينه کلکه عقيدوي عيسوۍ ده دا خو يو
واقعت دی او داچې غني‌ بابا دعيسویانو سره خاص روابط
لري داهم واقعت دی!!
او داچې غني بابا په نوم مسلمان دی داهم واقعت دی او داچې
غني بابا دهندي فلم هلک دی داهم واقعت دی او دا چې مختوری
دروا غجن دی داهم يوواقعت دی !!
نالت پر فاسدو !

[quote:cbd4ca3072="shaheer"]عکس د فوتوشاپ واله دی، پاتی لیکنه هم داسی خکاری[/quote:cbd4ca3072]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more