د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

د سږني کمکي اختر په مناسبت د طالبانو د مشر ملا محمد عمر مجاهد د مبارکۍ پیغام

lawangin
25.07.2014

[img:80fda0c407]http://nunnasia.s3.amazonaws.com/wp-content/uploads/2014/07/Eid-Massage-Mulah-Omer-230x330.jpg[/img:80fda0c407]

د سږني کمکي اختر په مناسبت د طالبانو د مشر ملا محمد عمر مجاهد د مبارکۍ د پیغام د خپرې شوې بڼې عکس
ملا محمد عمر مجاهد: «سیاسي دفتر زموږ له لارښوونو سره سم فعالیت کوي»
نشرونکی: وحید پاڅون

د طالبانو مشر، ملا محمد عمر مجاهد د کوچني اختر په مناسب د تېر په څېر یو ځل بیا د اختر مبارکۍ پیغام خپور کړی او یو لړ سیاسي او نظامي پېښو په اړه یې څرګندونې کړي دي.
ملامحمدعمر په قطر کې «د افغانستان اسلامي امارت – سیاسي دفتر» او غړو ستاینه یې کوي او زیاتوي، چې د ده په لارښوونو خپلې چارې پرمخ بیايي. د طالبانو مشر د دفتر کړنې په نړیواله کچه خپلو پلویانو ته د «سیاسي اعتبار» لامل ګڼي. په دې پیغام کې د تېر جون پر لومړۍ نېټه له ګوانتانامو زندانه د پنځو لوړپوړو طالبانو خلاصون یوه لاسته راوړنه بولي. ملامحمدعمر وايي: «د افغانستان د اسلامي امارت د سیاسي دفتر د هلو ځلو له امله چې زمونږ له لارښوونو سره سم خپلې چارې پر مخ وړي، اسلامي امارت په نړیواله او کورنۍ سطحه سیاسي وجاهت ترلاسه کړی، ډیر هغه جهتونه چي مخکي یې له موږ سره مخالفت درلود، اوس اسلامي امارت د یو واقعیت په حیث مني، په دې لړ کې د اسلامي امارت د سیاسي استازو د هلوځلو په پایله کې له امریکا سره د بندیانو تبادله یوه ښه لاسته راوړنه وه».
د ناټو له خوا په افغانستان کې د جګړې افغانیزه کولو ته چې تلفات افغاني کېږي، هم ملامحمدعمر اشاره کوي او دا ځل د افغان حکومت په لیکو کې نظامي کارکوونکي «د ولس ځینې ناخبره او غافل بچیان» ګڼي. په دې اختریز پیغام کې ملامحمدعمر پر بهرنیانو نیوکه کوي، چې «د ولس له ناخبره او غافله بچیانو» د وسلې په توګه کار اخلي او خپله په شا کېږي. په دې اړه وايي: « دښمن د ولس له ځینو ناخبرو او غافلو بچیانو څخه د خپلو شومو موخو د تر لاسه کولو لپاره د وسیلې په توګه کار اخلي! خپله د جګړې له ډګر څخه په شا کېږي، او هغوی را مخې ته کوي!». طالب مشر افغان عسکرو ته بلنه هم ورکوي: «په ټولو عسکرو، پولیسو او په عام ډول په ټول مخالف صف غږ کوم چې د خپل ولس پر خلاف د اشغالګرو د موخو لپاره ځانونه مه تباه کوئ! راشئ د خپل ولس په څنګ کې د اسلامي امارت له مجاهدینو سره یو ځای د ګډ دښمن پر خلاف مقدس جهاد وکړئ! چې د دنیا او آخرت سعادت مو په برخه شي!». له دې پیغامه ښکاري چې ملامحمدعمرمجاهد د ناټو پلان ته اشاره کوي، چې جګړه افغاني کوي، خپل محاربوي ماموریت ختموي او تلفات د ملي اردو او ملي پولیسو په اوږه اچوي. ناټو په پام کې لري، چې له ۲۰۱۴م کال وروسته د روزنې، تجهیز او تمویل برخه کې به له افغان حکومت سره مرسته کوي، محاربوي ماموریت به افغانان پر مخ وړي.
ملامحمدعمر د بهرنیو پوځیانو په شتون کې سوله ناشونې بولي. د افغانستان خپلواکي د سولې او ټیکاو ضامنه ګڼي: «زموږ په باور د افغانستان جګړه هغه وخت پای ته رسیدلی شي چې ټول بهرني اشغالګر له افغانستان څخه ووزي او دلته یو سپیڅلی اسلامي او خپلواک نظام حاکم شي، د دوی د محدودو عسکرو پاتې کېدل تر هر عنوان لاندې چې وي، د اشغال او جګړې د دوام په معنی دي؛ ځکه هېڅوک په خپله خاوره کې یرغلګر ځواکونه نشي زغملی». پر هغو غږ کوي، چې د امنیتي تړون پر لاسلیکېدا ټینګار کوي: «هغو کسانو ته چې له اشغالګرو سره د امنیتي تړون د امضاء کولو فکر لري وایو چې د اشغال د اوږدیدو او د جګړې د اسبابو د تمدید له چارو دې لاس واخلي، زموږ په هیواد کې د اشغالګرو شتون د هېچا په ګټه نه دی، د جګړې له اوږېدیدو سره، د سیمې او هېواد امنیت نور هم خرابېږي، په ځانګړي ډول په هېواد کې د اسلامي نظام، سیاسي استقلال او ځمکنۍ بشپړتیا د نشتوالي، د کلتوري یرغل د پراخېدو او دراتلونکو نسلونو د تباهۍ لامل ګرځي».
د طالبانو د تېر په څېر د سیمې هېوادونو ته ډاډ ورکوي، چې دوی طالبان به د هېچا امنیت ته ګواښ نه وي. له خپلې خوا د لاسوهنو ډاډ ورکوي او د نورو پر نه لاسوهنې ټینګار کوي: «نړیوالو او ګاونډیانو ته د تیر په څیر یوځل بیا ډاډ ورکوو، چې زمونږ مبارزه د یو اسلامي خپلواک نظام او د خپل هېواد د خپلواکۍ لپاره ده، موږ د ګاونډیو، د سیمې او نړۍ هیوادونو په چارو کې نه د مداخلې او ضرر رسولو اراده لرو او نه یي ضرر رسونکی دریځ زغملای شو، او له دوی نه هم د ورته دريځ غوښتونکي یو».
دا ځل په دې اختریز پیغام کې د افغانستان په پولي مېشتو طالبانو ته لارښوونه کوي، چې د هېواد د پولو ساتنه وکړي او له ګاونډیو هېوادونو سره د متقابل احترام پر بنسټ ښې اړیکي وساتي: « په ټولو سرحدي سیمو کې په مېشتو مجاهدینو غږ کوم ، چې د خپلو پولو ساتنه وکړي او له ګاونډیو هیوادونو سره د متقابل احترام پر بنسټ ښه تعلقات وساتي».
ملامحمدعمر د منځني ختیځ وروستیو پېښو ته اشاره کوي او پر غزې د اسراییلي ناتار غندنه کوي. ملامحمدعمر له لوېدیځو چارواکو غواړي: «نړیوال قدرتونه دې د سیمې ولسونه پریږدي ترڅو خپلو مشروعو ارمانونو ته ورسیږي، دا د توجیه وړ نه ده چې ولسي پاڅونونه د تروریزم په بې معنی الزام تورن شي او بیا د بمونو ترباران لاندې ونیول شي، او یا دي بندیخانې پرې ډکي شي په دا ډول کړنو هیڅوک د کوم ولس اراده نه شي ماتولی». د یادونې وړ ده چې په مصر کې منتخب ولسمشر محمد مرسي د یوې کودتا له لارې له واکه لرې کړای شو او بیا ولسي پاڅونونه د اردو په زور وپاشل شو. په مصر کې ګڼ اخوانیان لا هم په زندانونو کې پراته دي. اخوان المسلمین «ترهګر» ګوند بلل شوی دی.
ملامحمدعمر په پیغام کې له طالبانو غواړي، چې په خپلو سیمو کې عدالت او امنیت تامین کړي: « مجاهدین باید د اسلامي امارت تر واک لاندې سیمو کې د عدالت او امنیت د رامنځته کولو لپاره مخلصانه هڅې وکړي، د غلو، قطاع الطریقو او مخربو اشخاصو مخه ونیسي او ولس ته د امن او هوساینې فضاء برابره کړي



ع کريم حليمي
26.07.2014

محترم لونګین صاحب د راتلونکي کمکي اختردي مبارک سه ،

وروره ! تاسو دا د ملاصاحب د "مبارکۍ پیغام" له کومه کوې ؟؟

د اسلامي امارت په پاڼه کښی بیا په بل عبارت پیغام نشر ته رسېدلئ

تاسو د کُم ملا صاحب پیغام را وړئ ؟، او د اسلامي امارت ویب پاڼه د کم ملا صاحب پیغام نشروي ؟؟ موږ دي په تشویش کي واچولو ، خدای نه کړي چه یـــــــو ملاصاحب ، دوه سوي نه وي ؟؟؟

که له ځانه ؟؟إفتراءات خپروې ، که چيري داسي وي ، نو مفتر سړی ئې ؟؟؟

لطفا موږ ته ثقه او مدلل جواب راکړی ، مننه


lawangin
26.07.2014

لمونځونه او روژې د قبولې شه اختر دښه !
حليمي صيب له نن اسيا څخه مې را اخيستې ده چې هم سياسي ده
او هم مبارکي !
مونږ خو دستا سو ملا يانو په چوپړ کې يو خو تاسو اوربوز کوږ
نيولی دا ولې ؟؟
نه نه ملا صيب هغه هوتک ملا عمر ممجاهد اخند دی داسې ندی لکه
پتنګ چې يو سوبيکت په دوو ابيکتو يادوي خدای پاک د هر چاته
انصاف ورکړي !

[quote:578a12634b="ع کريم حليمي"]محترم لونګین صاحب د راتلونکي کمکي اختردي مبارک سه ،

وروره ! تاسو دا د ملاصاحب د "مبارکۍ پیغام" له کومه کوې ؟؟

د اسلامي امارت په پاڼه کښی بیا په بل عبارت پیغام نشر ته رسېدلئ

تاسو د کُم ملا صاحب پیغام را وړئ ؟، او د اسلامي امارت ویب پاڼه د کم ملا صاحب پیغام نشروي ؟؟ موږ دي په تشویش کي واچولو ، خدای نه کړي چه یـــــــو ملاصاحب ، دوه سوي نه وي ؟؟؟

که له ځانه ؟؟إفتراءات خپروې ، که چيري داسي وي ، نو مفتر سړی ئې ؟؟؟

لطفا موږ ته ثقه او مدلل جواب راکړی ، مننه[/quote:578a12634b]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more