د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ملکي وګړي څوک وژني؟؟؟؟ (یوه رښتیني کیسه)

طیب زابلی *
16.07.2014

له فیسبوک څخه:

ملکي وګړي څوک وژني؟؟؟؟ (یوه رښتیني کیسه)
رابرټ فیسک یو مشهور برتانوي خبریال دی، نوموړی وايي:
په عراق کې امریکایانو یو عراقي وګړي ته د پولیسو په لیکو کې روزنه ورکوله. نوموړي عراقي به ۷۰٪ وخت د موټروانۍ په زده کولو مصرفاوه او ۳۰٪ فیصده یې د وسلو زده کړې ته ورکړی وه... څه موده وروسته امریکایانو ورته وویل چې ولاړ شه او یوه اونۍ وروسته راشه.
یوه اونۍ وروسته عراقي وګړی راغی... امریکایانو یو موبایل ټلیفون او موټر ورکړ او د خلکو د ګڼې ګوڼې یوه سیمه یې وروښوده چې ولاړ شي، کله چې هلته ورسیږي امریکایانو ته باید ټلیفون وکړي تر څو امریکایان لازم هدایات ورکړي.
عراقي پولیس ټاکلي ځای ته ورسید خو د موبایل د ضعیف آنتن (سیګنل) له کبله یې ونه شول کولای امریکایانو ته زنګ ووهي، موټر یې یوې څنډې ته پریښود او پخپله یو مناسب ځای ته د ټلیفون کولو ولاړ، خو چې څنګه یې امریکایانو ته زنګ ووهلو یو درب شو او ګوري چې موټر ټوټې ټوټې دی.
رابرټ فیسک دا خبرې په 28/1/2006 تاریخ په خپلې یوې مقالې لیکلي.


طیب زابلی حق وایي که طالبان؟

مساپر
16.07.2014

زابلی صیب هیله ده چې زما سلامونه و منئ،

لکه چې تاسو لیکلي دي (دا یوه ریښتینی کیسه ده) او که تاسو واقعاً ریښتیا وایي، نو د طالبانو هغه ټول فدایي (استشهادي) حملې چې دوی ترسره کړي دي، ټول غلط دي.
د افغانستان خلک اوس په دې پوه شو چې طالبان ټول دروغجن خلک دي او د دوی هغه ادعاګانې هم د دوی په شان غلط او درواغ دي.

والسلام،


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more