د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

بیشکه الله جل جلاله رحیم دې، خو قهار هم دئ.

اتل
08.07.2014

د فورم محترمو انډیوالانو، السلام علیکم
پدې کې هیڅ شک او شبهه نشته چې الله جل جلاله ترموراو پلارنه پرمؤمن مسلمان مهربانه دئ، خو هغوی چې د الله جل جلاله د احکامو نه په بربنډه سرغړونه بغاوت کوي او بیا په حیله حیله خپل بغاوت ته اسلامي رنګ ورکوي نه یوازې دا چي کبیره کناه کوي، بلکه کوښښ کوي چې داسلام مقدس دین مسخ کړي. دوی باید دالله جل جلاله دقهر نه هم وویریږي.

الله جل جلاله انتحار او دبې کناه انسان وژنه حرامه کړې، د پاکستان د طالبانو نطاق شاهدالله شاهد د اپریا په نهمه وویل چې د بې کناه انسان قتل د شریعت خلاف دئ. د پاکستان د سني علماوو تحریک اعلان وکړ چې پاکستاني طالبان بې ګناه خلک وژني اود خپل ځان نه جوړکړئ جعلي مذهب د ټوپک په زور په ولس تحمیل کوي، فلهذا ددوي په مقابل کې پوځي عملیات جهاد دئ.

آیا زموږ ګران افغان طالبان د قرآني احکامو نه ندي خبراو د پاکستاني طالبانو اعتراف او سني علماوو بیانونه یې ندي اوریدلي چې هم انتحار کوي او هم بې ګناه خلک وزني او روا او مؤجه یې ګڼي؟
آیا زموږ طالبانو د اسلام په مقابل کې بغاوت کړئ او که د اسلام ددایرې نه بهر شویدي؟
وروڼو پدې برخه کې ستاسې نظر څه دئ؟

د افغانستان پلازمېنې کابل په شمال پروان ولایت بګرام ولسوالۍ کې ځانمرګي حمله کې دوه تنه پولیس او لس تنه ولسي خلک وژل شویدي.
نن سهار شاوخوا اووه بجې یوه ځانمرګي بریدګر د قلندرخېلو سیمې له کلینیک سره نژدې په ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي وچول.
د ذبیح الله مجاهد په نامه د وسله والو طالبانو یوه ویاند رسنیو ته په یوه اعلامیه کې ددغه برید پړه منلې ده.
http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2014/07/140708_hh-parwan-suicide.shtml


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more