د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

طالبان آیت، حدیث او د علماوو فتوی نه مني.

اتل
02.07.2014

محترمو لوستونکو، السلام علیکم
زموږ ویاړلیو طالبانو اوس د الله جل جلاله د احکامو په مقابل کې طغیان کړیدئ. آلله جل جلاله حکم کړئ چې هیڅوک د چا د ژوند د اخیستو حق نلري، ولو که د چا خپل ژوند وي. دینی علماوو هم فتوی کړې چې انتحار او د بې کناه انسان قتل په اسلام کې ناروا دئ. پخپله د پاکستاني طالبانو نطاق شاهدالله شاهد هم د روان عیسوي کال د اپریل د میاشتې په نهم تاریخ اعتراف وکړ چې د بې ګناه انسنانو وژل د شریعت خلاف عمل دئ.

خو طالبان یې نه مني او په مقابل کې شرعي حیله ورته راباسې چې د پاکستان د سني علماوو تحریک دا شرعي حیله د طالبانو لخو اختراع شوئ مذهب وباله چې د ټوپک په زور یې په ولس تحمیل کوي.

د موریتانیا مشهور مذهبي مشر علامه عبدالله بن بیه هم درۍ ورځې مخکې د سکای العربیه تلویزیون سر په مرکه کې وویل چې طالبانو غوندې افراد د جهاد د جاري کولو حق نلري، بلکه د جهاد جاري کول د حکومتونو کار دئ. د پاکستان د سني علماووتحریک هم کټ مټ همدغه خبره کړېده، او ویلي یې دي چې د بې ګناه خلکو وژل په اسلام کې حرام دي. دوی دغه راز ویلي چې طالبان بې ګناه خلک وژني. فلهذا ددوی په مقابل کې پوځي عملیات جهاد دئ.

خو طالبان یې نه مني. زموږ ویاړلیو طالبانو نن د کابل په جمال مینه کې ځان مرګي برید کړئ اوه تنه بې ګناه مسلمان افغانان یې وژلي او شپاړس یې زخمی کړیدي. طالبانو په ډیر فخرد الله جل جلاله د احکامو په مقابل کې په بغاوت سره ددې قاتلانه ترورستي حملې مسؤلیت په غاړه اخیستئ دئ.

د طالبانو اعمالو او دینی ارشاداتو ته پام کول، سړی ته دا سوال را پیدا کوي چې ایا طالبان مسلمانان، افغانان او بالاخره انسانان دي او که ددغو ټولو له دایرې نه بهر دي؟
آلله جل جلاله دې د طالبانو په زړه کې د آخرت د عذاب ویره واچوي.

http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2014/07/140702_as_kabul_suicide_army.shtml


تيمور
11.08.2014

سلامونه او نیکې هیلې،

اتل وروره، غواړم چې لنډ درته وایم، په اصل کې هم طالبان هغه ګروپ دي چې په جهاد او اسلام کې یې کله ګټه وي نو هم مجاهد وي او هم مسلمان وي، خو که یې ګټه نه وي نو نه مسلمان دي او نه هم مجاهد.

مننه،


Re: طالبان آیت، حدیث او د علماوو فتوی نه مني.

lawangin
12.08.2014

منافقه درواغ وایې دادې فاسد دولت خبرې دي چې دصليبي بادار
په اډر طالب اولس ته رنګ بدی کړي !
په دې حمله کې ۴ څلور اشغالګر له يوو جنرال سره یې مردار
شوي دي ! طالب هلته ځان وژنه کوي چې په حمله یې صليبيان
اشغالګر مردار شي ! که ملکي خلک یې هدف وی نو په کليو کې
ډېر بې وسلې خلک دطالب په لاس کې دي !
طالب داولس بچی دی او له اولسه حمايه کېږي!

نالت په بېکارو غلو ، رشوتخورو او مذدورو جاهلانو !!

[quote:0924b68d9c="اتل"]محترمو لوستونکو، السلام علیکم
زموږ ویاړلیو طالبانو اوس د الله جل جلاله د احکامو په مقابل کې طغیان کړیدئ. آلله جل جلاله حکم کړئ چې هیڅوک د چا د ژوند د اخیستو حق نلري، ولو که د چا خپل ژوند وي. دینی علماوو هم فتوی کړې چې انتحار او د بې کناه انسان قتل په اسلام کې ناروا دئ. پخپله د پاکستاني طالبانو نطاق شاهدالله شاهد هم د روان عیسوي کال د اپریل د میاشتې په نهم تاریخ اعتراف وکړ چې د بې ګناه انسنانو وژل د شریعت خلاف عمل دئ.

خو طالبان یې نه مني او په مقابل کې شرعي حیله ورته راباسې چې د پاکستان د سني علماوو تحریک دا شرعي حیله د طالبانو لخو اختراع شوئ مذهب وباله چې د ټوپک په زور یې په ولس تحمیل کوي.

د موریتانیا مشهور مذهبي مشر علامه عبدالله بن بیه هم درۍ ورځې مخکې د سکای العربیه تلویزیون سر په مرکه کې وویل چې طالبانو غوندې افراد د جهاد د جاري کولو حق نلري، بلکه د جهاد جاري کول د حکومتونو کار دئ. د پاکستان د سني علماووتحریک هم کټ مټ همدغه خبره کړېده، او ویلي یې دي چې د بې ګناه خلکو وژل په اسلام کې حرام دي. دوی دغه راز ویلي چې طالبان بې ګناه خلک وژني. فلهذا ددوی په مقابل کې پوځي عملیات جهاد دئ.

خو طالبان یې نه مني. زموږ ویاړلیو طالبانو نن د کابل په جمال مینه کې ځان مرګي برید کړئ اوه تنه بې ګناه مسلمان افغانان یې وژلي او شپاړس یې زخمی کړیدي. طالبانو په ډیر فخرد الله جل جلاله د احکامو په مقابل کې په بغاوت سره ددې قاتلانه ترورستي حملې مسؤلیت په غاړه اخیستئ دئ.

د طالبانو اعمالو او دینی ارشاداتو ته پام کول، سړی ته دا سوال را پیدا کوي چې ایا طالبان مسلمانان، افغانان او بالاخره انسانان دي او که ددغو ټولو له دایرې نه بهر دي؟
آلله جل جلاله دې د طالبانو په زړه کې د آخرت د عذاب ویره واچوي.

http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2014/07/140702_as_kabul_suicide_army.shtml[/quote:0924b68d9c]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more