د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

د ستاسو نوې خور

وړانګه وردګ
01.07.2014

ګرانو لوستونکو!

د وردګو د مینې ډک ډک سلامونه ټولو ته وړاندې کوم. الله پاک مو ټول جوړ او روغ لره او خدای پاک د وکړي چې زما سلامونه او نیکی هیلی به ومنۍ. زه به هم دا شعر درسره شریک کړم:

شعر: نعـــت
شاعر: ارواښاد رحمــــان بــابــا

که صـــورت د محمــــــــد نه وى پيدا
پيدا کـــړى به خــــــــداى نه وه دا دنيا

کل جهان د محمـــد په مخ پيــــــــدا شو
محـمــــد دى د تمــــــام جـهــــــــان آبا

نبـــوت پـه محمـــد باندى تمام شــــــو
نشتـــــــــه پس لــه محمــــــده انبيـــــا

نورهاله د محـمـــد وه پـه جهـــــان کې
چى نه عــــرش ونه کــرسي وه نه سما

چى بــــــوى نه ود آدم اود حـــــــــــــوا
که صورت يي آخـــــرين دى پيدا شوى

په معـنا کې اوليـــــــن دى ترهـــــــرچا
که نبى دى، که ولي دى، که عاصي دى

مـحــمـــد دى د هـمـــه واړو پـيشـــــــوا
چـى يي دين د محمــــد دى قبــــول کړى

جـنـتى دى که فــــــاســــق دى که پارسـا
محـمد د ګمــــــراهـانـــــــو راهــنما دى

محمـــــــــــد دى د ړندو د لاس عصـــا
که رڼا ده پيـــــــــــروي د محـمــــــد ده

ګڼـه نشـته پـه جهـــــــان بلـــــه رڼـــــا
محـمد د بيـــچـاره ؤ چــــــاره ګـــردى

محمـــــد دى هــر دردمنـد لــــــــره دوا
خـداى يي مه ګـڼـه بيشــکه چې بنده دى


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more