د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د پاکستاني طالبانو پرخلاف د سني علماوو د جهاد داعلان عواقب

میرویس
01.07.2014

ګرانو لوستونکو، السلام علیکم
د پاکستان د سنی علماوو تحریک تیره هفته وویل چې دطالبانو پرخلاف په شمالي وزیرستان کې د پوځ عملیات جها دئ. داځکه چې طالبان بې ګناه خلک وزني او د ځان نه جوړ کړئ مذهب په ولس د ټوپک په زور تحمیل کوي.

د طالبانو پر خلاف دروانو عملیاتو په ترځ کې تر اوسه ۳۷۶ ترورستان وزل شوي، ګڼ شمیر زخمي شوي او یو تعداد تسلیم شویدي او د طالبانو او خارجي ترورستانو ۶۱ مرکزونه تباه شویدي.
دغه راز نیم میلیون خلک دخپلو کرورونو نه وتلو ته مجبور شویدي.
په ننیو پوځي کاراواییو کې د طالبانو پر خلاف پرمحتګونه هم شویدي.

امنيتي ځواکونو سره نښته کې دطالبانو دميرانشاه کمانډر عمر اؤ نور ١٨ جنگيالي وژل شوي دي.
دپوځ دمطبوعاتي ( ائي ايس پي ار) څخه دجاري شوي بيان ترمخه دپاکستاني فضائيې جيټ الوتکو تيرماښام دميرعلي سره نزدې سيمو کې دترهه گرو شپږ ځالې تباه کړي اؤ ١١ ترهه گر يې هم وژلي دي.
سرچينې وائي دجنگي الوتکو څخه دغه بمباري دشمالي وزيرستان په درگان اؤ چشمه گان سيمه کې شوې ده.
دائي ايس پي ار بيان کې وئيل شوي دي چې دخالي په سحر هم دتوپو،ټينکونو اؤ درنو وسلو څخه دميرانشاه څخه بهر ترسره شوؤ بريدونو کې هم ٧ جنگيالي وژل شوي دي.
ائي ايس پي ار دعوه کړې ده چې تر دې مهاله شمالي وزيرستان کې روانو پوځي عملياتو کې د١٩ؤ ترهه گرو لخوا امنيتي ځواکونو ته دځان سپارلو وروستو به نور ترهه گر هم وسله غورځوي اؤ ددې ترڅنگ دسيمې څخه دتيښتې هڅه کوونکى دالقاعده يو کمانډر نيول شوى.
دائي ايس پي ار ترمخه دالقاعده دغه غړى دبارودي موادو اؤ ځانمرگي جيکټو جوړولو ماهر دى.
پوځي بيان کې وئيل شوي دي چې دپاکستاني طالبانو دتحريک دميرانشاه کمانډر عمر هم تيره شپه دميرانشاه سره نزدې امنيتي ځواکونو وژلى دى.
دازادو سرچينو څخه دشمالي وزيرستان عملياتو کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې پخلى نۀ دى شوى.
دشمالي وزيرستان دپوليټيکل انتظاميې ترمخه دايجنسۍ ټولو تحصيلونو کې به نن سحر ديوولسو بجو څخه دماذيگرې څلورو بجو پورې کرفيو کې نرمي کيږي اؤ دغه اعلان وزيرستان کې دپاتې کډوالو خوندي سيمو ته دتللو داسانتيا لپاره شوى دى.
ددغو عملياتو له امله دشمالي وزيرستان څخه افغانستان اؤ دخيبرپښتونخوا صوبې بيلا بيلو سيمو ته په لکونو خلکو کډې هم کړي دي.
دائي ايس پي ار بيان کې دشمالي وزيرستان دکډوالو په اړه وئيل شوي دي چې اولسي وگړي دشمالي وزيرستان څخه ويستل شوي دي اؤ پرله پسې اعلانونه کولى شي چې دڅه وجې سيمه کې گير شوي خلک دې دسيمو څخه اوځي.
په ١٥م جون شمالي وزيرستان کې پيل کړل شوؤ عملياتو کې تر دې مهاله پوځ دجيټ الوتکو، گن شپ هيلي کاپټرو،ټينکونو اؤ توپو څخه دترهه گرو په شکمنو ځالو فضائي بريدونه کړي اؤ چې پکې خواؤشا د٣٥٠ؤ څخه دزياتو جنگيالو دوژلو اؤ دهغوي دلسگونو ځالو دتباه کولو دعوې شوي اؤ لسو عسکرو هم په دغو عملياتو کې خپل ژوند دلاسه ورکړى.
خو دازادو سرچينو څخه په دغو عملياتو کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې اؤ عملياتو کې دوژل شوؤ کسانو دپيژندگلو په اړه پخلى نۀ دى شوى.
http://www.voadeewaradio.com/


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more