د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

حافظ ګلبهادر په اور تیل اچوي

میرویس
19.06.2014

ګرانو پښتنو السلام علیکم
داسې ښکاري چې د پاکستان د یوې بلې وسلوالې یاغې ډلې مشر چې ادعا کوي ډله یې د پاکستاني طالبانو ټي ټي پي سره هیڅ ډولتعلق نلري او دکال ۲۰۰۶ راهیسې یې د حکومت سره اروبندګړئ ؤ، د حکومت په ضد د [ضرب مؤمن] په نامه عملیات اعلان کړيدي.
سوال دادئ چې ددې ډلې مشرحافظ ګلبهادر چې د حکومت سره د اوربند ټړون کړئ ؤ، د القاعدې، حقاني شبکې او نورنړیوال ترورستانو يې ساتل او په افغانستان کې یې د ننه عملیات کول ولې د جنګ د سړولو په عوض د اور په لمبو تیل پاشې او د حکومتي قواوو پرخلاف د جنګ ډګر ته وردانګي.

که د حاقظ ګلبهادر دډلې د نظاق احمدالله احمدي خبره صحیح وي چې دا ډله دپاکستاني طالبانو ټي ټي پي سره تعلقات نلري، نو ولې یې ننګه کوي. د پاکستان پوځ خو دغه روان عملیات د طالبانو پر خلاف پیل کړيدي، نه د حافظ ګلبهادر دډلې پر خلاف.
خو حقیقت دادئ چې د حافظ ګلبهادر ډله کوښښ کوي د طالبانو خړې کړې اوبه نورې هم خړې او خټ کړي او ماهیان ونیسي. دا ډله فقط نورو ترورستي ډلو غوندې ځانکړې اهداف لري جې خپل قدرت نور هم وغځوي، ولجې، غلا، قطاع طریقي او چور او چپاو وکړي او ځوریدلي پښتانه نور هم وکړوي
په احترام.
====
حافظ گل بهادر حکومت سره معاهده ماته ، او په ضد يي د عملياتو اعلان

د گل بهادر په مشرۍ کې شورا د حکومت سره معاهدې ماتولو او په ضد يي د "ضرب مومن" په نوم د عملياتو پېل کولو پرېکړه کړې ده

TEXT SIZE
19.06.2014 04:50

د پاکستان په قبائيلي سيمي شمالي وزيرستان کې فعاليت لرونکې د حافظ گل بهادر ډلې د حکومت سره د معاهدې ماتولو ، او د حکومت په ضد يي د "ضرب مومن" په نوم د عملياتو پېل کولو اعلان وکړو .
په شمالي وزيرستان کې د فعاليت لرونکې حافظ گل بهادر ډلې وياند احمدالله احمدي ميډيا ته وئيلي ، چې د گل بهادر په مشرۍ کې د دغې ډلې شورا د حکومت سره د معاهدې ماتولو او په ضد يي د "ضرب مومن" په نوم د عملياتو پېل کولو پرېکړه کړې ده .
نوموړي زياته کړې د حکومت سره يي د جون د ۲۰م نېټې پورې معاهده وه ، او قبائيلي جرگې کور کمانډر خېبرپښتونخوا سره د ليدو په مهال دغه نېټه ټاکلې وه ، خو حکومت خپله وعده سرته نه کړه او په ۱۶م جون يي شمالي وزيرستان کې عمليات پېل کړل .
د پاکستان پوځ د حکومت په حکم شمالي وزيرستان کې د وسله والو جنگيالو په ضد د "ضرب عضب" په نوم په پراخه کچه عمليات پېل کړي ، او تر اوسه پورې د ائي اېس پي ار ترمخه په ترسره شوؤ عملياتو کې د ۱۸۰ څخه زيات ترهگر وژل شوي ، چې پکې زياتره ازبک دي . په دغو عملياتو کې ۸ عسکر هم وژل شوي دي .
احمدي زياته کړې شورا په ټول ملک کې د ډلې په غړو غږ کړی ، چې د حکومت په ضد عملياتو کې سرکاري تنصيباتو باندې بريدونه پېل کړي ، او عام خلک نه په نخښه کوي .
د گل بهادر ډلې وياند دا هم وئيلي چې په شمالي وزيرستان کې د دويي ډله فعاليت لري ، او تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي ) دې د شمالي وزيرستان په اړه کوم بيان نه جاري کوي . دغه رنگ احمدي زياته کړې د ټي ټي پي سره يې نه مخکې څه تعلق ؤ ، او نه ورسره وس کومې اړيکې لري .
د حافظ گل بهادر ډلې د پاکستان حکومت سره د کال ۲۰۰۶م راهسې معاهده وه ، او د يو بل په ضد يې کوم عمليات نه کول .
وئيل کيږي حافظ گل بهادر په شمالي وزيرستان کې د القاعده او حقاني شبکې سره نورو بهرني جنگيالو ته پناه ورکړې وه ، او کارروايانې به يې د پولې پورې مخ ته په افغانستان کې کولې .
دوه اوونۍ وړاندې هم د گل بهادر ډلې شمالي وزيرستان کې د يو پمفلټ د لارې د سيمې خلکو ته خبرداری ورکړی ؤ ، چې د سيمي څخه ځان خوندي علاقو ته منتقل کړي .
ميډيا ته په لېږل شوي دغې پمفلټ کې وئيل شوي ؤ ، چې حکومت په شمالي وزيرستان کې د فضائي حملو او بشپړه عملياتو ترسره کولو تابيا کړې ده ، او د طالبانو سره يي امن تړون مات کړی دی .
په دغې پمفلټ کې د سيمي خلکو ته د جون ۱۰م نېټې پورې د علاقې پرېښودو وئيل شوي ؤ ، خو احمدالله احمدي وايي د قبائيلي جرگې کور کمانډر خيبرپښتونخوا سره د ليدو وروستو بيا دغه نېټه د ۲۰ م جون پورې غځول شوی وه . ولې حکومت خپله وعده سرته نه کړه ، عمليات يي پېل کړل ځکه دويي هم د حکومت په ضد د عملياتو پرېکړه وکړه .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more