د موضوعګانو سرپاڼه

طب او نباتي روغتیاپالنه

انګور د قرانکریم او سائنس په رڼا کې

Ghani
29.05.2014

ګرانو هیوادوالو سلامونه او نیکې هیلې،
پوهان وایي چې انګور هغه میوه ده چې د په ټوله نړئ کې پیدا کیږي او ټولې نړۍ ته رسیدلې ده ، او د خلکو لپاره ئې تر ټولو د اوچتې غذا په توګه ځای خپل کړی دی .
د دې میوې تر ټوله ښه ځانګړنه ښکلی خوند به په زیاته پیمانه د ګلوکو د قند شتون دی ؛ د انګور قند بسیط ډوله دي چې په راحتۍ او د کوم بدلون پرته په بدن کې جزبیدلای شي .
له هغه څه چې تر اوسه وویل شول موندلی شو چې د قرانکریم څرګندونې په دې نظر لري چې انسان د نباتي او حیواني خوړو (غذاګانو) څخه ګټه پورته کړي تر څو چې د بدن د اړتیا وړ پروتیني قندي او غوړ مواد پوره کړي او له همدې لارې رواني تعادل ته هم ورسیږي .
د تیرو په نظر کې نیولو سره که مخکې ځو نو چې د قرانکریم دې لید لوري ته پام وکړو چې قرانکریم د غذا په اړه په هر وخت او هر زمان کې د انسان ټولې اړتیاوې په نظر کې نیولي دي .
قرانکریم داسې ډیرې روغتیايي ستونزې چې ټول شریعتونه د هغوي له حل څخه عاجزې وې په ډیرې راحتئ حل کړې دي .
د انګور خواص :ـ
۱ ـ هغه ماشومان او یا نور خلک چې خوار (وچ) وي او غواړي چاغ شي نو کولای شي چې یو ګلاس د انګورو اوبه سهار او یو ګلاس مازدیګر مهال وڅښي .
۲ ـ هغه کسان چې د یو جراحي عملیات څخه وروسته تقویت ته اړتیا ولري نو ۱ یا دوه ګلاسه د انګورو اوبه دې وڅښي او پایله دې وګوري .
۳ ـ د (کل مک) ناروغتیا د درملنې لپاره د انګوره شیره یواځې او یا هم له مالګې سره یو ځای د دانو په سر ووهل شي .
۴ ـ د انګورو د زړو میده (وړه) له سترګو د ریزش د اوبو د بندوالي د ښه لیدنې او د رانجو پر ځای هم کارول کیږي .
۵ ـ انګور د بدن مسموم والی له منځه وړي او بې وسي د بدن دفع کوي ، پر دې سربیره کچیرې د انګورو اوبه په پوستکي وسولول شي د بدن لټي له منځه وړي او تازه والی پکې رامنځه کوي .

مننه،


ډاکتر څپاند
31.05.2014

دې انګورو نه شراب هم جوړیدای شي ههههههههههههه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more