د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

پاکستاني طالبان او تعلیم

اتل
01.05.2014

محترمانو، السلام علیکم
پاکستاني طالبانو په مهمند اجنسي کې درئ ښونځي سیزلي دي او په څو تیرو کلو کې یې د پنځه سوو نه زیات ښونځي سیزلې او نړولي دي، او د مسلمانانو ماشومان یې د تعلیم نه محروم کړي.

طالبان ځکه د ماشومانو د تعلیم مخه نیسي چې طالبان بیا تعلیم یافتهماشومان داسې اسانه نشي تیر ایستلئ لکه بې سواده او انپړ ماشومان. طالبان ماشومان مغز شويي کوي او بیا په انتحاري حملو او نورو دماکو کې کار ترې اخلي.
http://www.voadeewaradio.com/


Re: پکستاني طالبانو او تعلیم

pattang
01.05.2014

دا کار به يا Isi اويا cia کړی وي چې طالبان بد نامه کړي او جنګ
دوام وکړي خونه طالبانو !

[quote:ec0ec88e5b="اتل"]محترمانو، السلام علیکم
پاکستاني طالبانو په مهمند اجنسي کې درئ ښونځي سیزلي دي او په څو تیرو کلو کې یې د پنځه سوو نه زیات ښونځي سیزلې او نړولي دي، او د مسلمانانو ماشومان یې د تعلیم نه محروم کړي.

طالبان ځکه د ماشومانو د تعلیم مخه نیسي چې طالبان بیا تعلیم یافتهماشومان داسې اسانه نشي تیر ایستلئ لکه بې سواده او انپړ ماشومان. طالبان ماشومان مغز شويي کوي او بیا په انتحاري حملو او نورو دماکو کې کار ترې اخلي.
http://www.voadeewaradio.com/[/quote:ec0ec88e5b]


اتل
09.05.2014

آلسلام علیکم
پتنګه، په زړه کې ښه پوهیږي چې دا کارونه څوک کوي؟ طلباناو القاعده د افراطیت د یوې موردوه غبرګوني زامن دي. تاسې پخبله ولیدل چې طالبانو ځان مرګي په پښتونخوا کې ښونځي ته ورولیږه چې بم پکې وچوي، خو یوه مسلمان متعلم یې مخه ونیوله، ځان یې شهید کړ، خو نور متعلمین یې د مرګ نه بچ کړل. طالبانو زموږ په ملکې کې هم ښونځي وسیزل، معلمین یې ووژل، زهر یې په ښونځیو کې وپاشل اونجونو ته یی ټیزاب ور وشیندل.

د نایجیریا القاعدې د بوکو حرام ډله هم ګورې چې په سوونو نجونې یې د مکتبونو نه تښتولې، د خان سره یې ساتي او ګواښ کوي چې د مینځو په شان به یې خرڅې کړي. آیا دا اسلام دئ، آیا دوی مهذب انسانان دي او آیا دا د اعتبار وړخلک دي؟ نه پتنګه، که ددوی ملاتړ کوې، نو ته هم د هغوی په شان یې، بداسې حال کې چې په جرمني ژوند کوي، حتماً دهغوی سره هم عقیده نه یې، خو دا ووایه چې د څومره مارکونو په بدل کې چاته کار کوي؟ .


تيمور
26.06.2014

اتل صیب،

پوښتنه خو دا دي چې طالبان ولي دغه راز د اسلام ضد کارونه کوي؟؟؟

مننه،


اتل
27.06.2014

السلام علیکم
تیمور صاجب، نن سبا خو د طالبانو اعمال او دهغې ترشا ددوی دهدفونو نه د سحر پره لیرې شویده او طالبان رسوا شوی دي. طالبان دغه جنایتونه د اسلام د مقدس دین تر پردې لادې کوي. دغه خوارج چې هر بدعت وکړي بیا شریعت پرې بدنام کوي.

دوی ځکه نه غواړي چې ولس تعلیم یافته شي چې بیا ددغو فاڼو ګرو د مار زهر نه ورباندې خي. څوک چې تعلیم یافته شي ۹۹٪ فیصده یې د طالبانو د خود ساخته او خو بافته اوتو بوتو تر اثر لاندې نه را ځي.

تاسې به اوریدلي وي چې تیره هفته د پاکستان د سنی علماوو تحریک فتوې ورکړه، چون طالبان بې ګناه خلک وزني، او د ځان نه جوړ کړئ مذهب په زور او جبر په ولس ورتپي، نو ځکه د پوځ روان عملیات دطالبانو پر خلاف حقیقي جها د دئ.
په درناوي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more