د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

پیشو د خدای د پاره موږک نه نیسي.

اتل
29.04.2014

محترمو وطنوالو، السلام علیکم
دا تصادفي نه وه چې طالبانو ظهور وکړ، تحریک یې جوړکړاو په کابل کې یې حکومت ونیوه. دا هم تصادفي نه وه چې بین المللی او سیمه ایز تروریزم د طالبانو ملاتړ وکړ او دا هم تصادفی نه وه چې افغانستان د تروریزم په ځاله بل شو او نړیږاله ټولنه یې و ګواښله.

ترورستي او افراطي ډلو د طالبانو د اهدافو برخلاف ځانګړي مقصدونه او داوږدې مودې پلانونه درلودل. دا فغانستان نه د باندې ترورستي حملې او زموږ ملک ته د خارجي قواوو راکاږل او زموږ د ملک نه د جنګ د میدان جوړول اوپه تیره یوه لسیزه کې دجنګ د دوام دپاره دطالبانو مالي، پوځي، لوژستیکي، او د بشری قوې حمایه دا ټول تصادفي نه بلکه د اوږدې مودې، د یوې دقیقې سنجول شوې آجنډا برخه وه. د طالبانو د مشرانو قتلول، تری تام کول، زخمي کول، او تبعید ته مجبورول ټول د دې آجنډا جز ؤ.

په مدار مدار په طالبانو باندې دداسې جنایاتو تحمیل کول چې افغان ولس ته بیا د رجعت مخ ونلري، او طالبان مجبور شی چې د نیابتي جنګ دلوبغاړو په ترورستي لومه کې ددایم دپاره نښتي پاتې شی، هم هسې تصادف کاراوایي نه وه. دا ټولې محاسبه شوې، رهبري شوې او عملي شوې دسیسې دي چې د افغانستان د خپلواکۍاو ارضي تمامیت پرخلاف روانې دي. نړیوال ترورستان او په تیره بیا پاکستاني طالبان کوښښ کوي چې د قبایلو په کمربند خپله قبضه تکمیل کړي او نړوال تروریزم پرمخ بوزي.

سیمه ایزو ترورستي کړیو نن سبا افغان طالبان د پاڼ او پړانګ تر منځ ایسار کړيدي. که افغان طالبان د خپل ولس او حکومت سره روغه جوړه کوي، د طالبانو د مخکنیو مشرانو په سرنوشت ګرفتاریږي او وژل کیږي، او که دا کار نه کوي، نو زموږ دملک ددښمن د اوږدې مودې دپلان د عملي کولو په دوام د طالبانو د پلرني ټاټوبي پر خاوره باندې دلته او هلته د پاکستاني طالبانو تعروضونه کیږي، ولسونه مجبوریږي چې خپل کورونه پریږدي چې پاکستاني طالبان پکې میشت شي او یوه پر بله پسې علاقې لاندې کړي.

که افغان طالبان یې په مقابل کې دریږي، نو بیا پاکستاني طالبان په بدل کې پخپل ملک پاکستان کې یا افغان مهاجر ځوروي او یا هلته د طالبانو دپاره مشکلات پیدا کوي.
افغان طالبان د خپل افغاني غیرت په وجه مجبور شوي چې د پاکستاني اشغالګرو طالبانو په مقابل کې د ننګرهارد ولایت د نازیانو په ولسوالې کې ودریږي. خو ددې ولسوالۍ د لسو او پنځلسو زرو تر منځ کورنۍ مجبورې شوي چې خپل کورونه پریږي او د پاکستان د لښکر اسلام او افغان طالبانو جګړه مارانو په نازیانو کې کوته په ماشه یو او بل ته مورچې نیولې دي.

لښکر اسلام دنازیانو د قوم مهاجرو ته چې په پاکستان کې د لښکر اسلام تر قبضه په لاندې علاقه باړه کې دیره دي ګواښ ګړې چې ددې علاقې نه ووزي. د ډورنډ دغاړې په دواړو خواووکې زیاتئ د افغان سره کیږي. طالبانو فکر کاوه چې پاکستاني طالبان هسې د خدای په جات مرسته ورسره کوي، خو خبر نه وو چې دوی په لستوڼي کې مار ته ځاي ورکړئ. ولې به نن زمان څوک د چا سره مفته مرسته کوي. پیشو د خدای دپاره موږک نه نیسي.

طالبانو پدې تیرو لسو کلو کې باید زیات څه زده کړي وي. په هرچا باور کول، په خوږواو غوړو وعدو دوکه کیدل دساده لوحانو کار دئ، نه د عاقلانو او دور اندیشانو کار. هرڅه چې طالبانو کرلې نن یې حاصل رېبي.
خپله لاسه ګله لاسه.
طالبان اوس باید پدې پوه وي چې [لاس چې مات شي، غاړې ته خي].
د افغان ولس د ملاتړ نه پرته طالبان د یوې بڼکې وزن هم نلري.
======
ننګرهار کې د جګړې له وېرې ۱۰۰۰ کورنۍ بېځايه شوې دي
د خپريدو وخت: 05:42 گرینویچ - سه شنبه 29 اپریل 2014 - 09 غویی

بېځايه شوي چې ډېری يې ښځې دي له حکومت نه د مرستو غوښتنه کوي
د افغانستان د ختیځ ولایت ننګرهار په نازیانو ولسوالۍ کې د دوو وسله والو ډلو ترمنځ د جګړې له ویرې بېځایه شوې کورنۍ د مرستې غوښتنه کوي.
سميع الله موسی زی په خپل راپور کې وايي، دغه کورنۍ چې شمېر یې شاوخوا ۱۰۰۰ ته رسیږي، څیرمه سیمو ته کوچېدلي دي.

ځايي چارواکي د دغو ډلو ترمنځ د جګړې په اړه ضد او نقیض څرګندونې کوي.
د نازیانو ولسوال وايي جګړه لا نه ده نښتې، خو د ننګرهار د والي ویاند وايي په سیمه کې تصفیوي عملیات پيل شوي دي.
د ننګرهار ولایت د نازیانو ولسوالۍ اوسیدونکي وايي په سیمه کې دوو وسلوالو ډلو یو بل ته مورچلې نیولي او هره شېبه د دې احتمال شته چې جګړه ونښلي.
دغه اوسیدونکي زیاتوي چې د جګړې د ویرې او د وسله والو د ګواښ له امله اړ شوي چې خپل کورونه پریږدي او څیرمه سیمو ته کډه شوي دي. دوی له دولت څخه غواړي چې له دوی سره مرسته وکړي.
د نازیانو ولسوال عیسی عمر وايي د بې ځایه شویو کورنیو شمیر د ۱۰۰۰ او ۱۵۰۰ ترمنځ دي، چې له زیاترو سره یې نارینه نه شته ځکه هغوی د خپلو مېنو د خوندي ساتلو لپاره په خپلو کلو کې پاتې دي.
د ننګرهار د کډوالو چارو رئیس غلام حیدر فقیرزي وايي سلګونه بېځایه شویو کورنیو له دوی څخه د مرستې غوښتنه کړې، هغه وايي ډیر ژر به دغو کورنیو ته د مرستې رسولو لپاره د هغوی د اړتیاوو د معلومولو سروې پیل کړي.
که څه هم د نازیانو ولسوال وايي جګړه لا نه ده پیل شوې، خو د ننګرهار د والي ویاند احمد ضیاء عبدالزي بي بي سي ته وویل په نازیانو ولسوالۍ کې تصفیوي عملیات پیل شوي چې د پرمختګ په اړه څه ویل له وخته وړاندې خبره ده.
ځیني راپورونه وايي په نازیانو کې د افغان طالبانو او د پاکستانۍ وسله والې ډلې لشکر اسلام ترمنځ شخړه رامنځته شوې چې له امله یوې ډلې بلې ته مورچلې نیولې دي.
دغه راز ویل کیږي چې د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت د خیبر درې اړوند د باړې په سیمه کې د لشکر اسلام وسله والو له سپاه سیمې څخه افغان کډوالو ته د وتلو خبر داری ورکړی.
ویل کیږي يوازې هغو افغان کډوالو ته د وتلو ویل شوي چې په قوم نازیان دي.
http://www.bbc.co.uk/pashto/


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more