د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

پاکستاني طالبان د صلحې د معاملې صادق شریکباڼي ندي.

اتل
04.04.2014

آلسلام علیکم، محترمانو
پاکستاني طالبان د صلحې د خبرو اترو صادق او امین سریکباڼي ندي. یو وارې د خبرو اترو په وخت کې د خپل منافقت پر بنا دماکې او قتلونه کوي، بیا چې د پوځ زور پرې راشي بیله قید او شرطه د اوربند پیشکش کوي، بیا د اوربند د تمدید په سر موافقه وکړي، خو چې یو څه وخت ورته حاصل شي، بیا وايي چې په موږ کې د اوړربند دتمدید په سر بې اتفاقي لویدلې ده، یوه ورځ وروسته یعني نن یې وویل چې د اپریل تر لسم پورې مو لس ورځې نور هم اوربند تمدید کړ، پداسې حال کې چې همدا نن د اپریل د میاشتې څلورم دئ.

دپاکستان طالبان په حقیقت کې نه اوربند غواړي، او نه هم دصلحې موافقې ته آماده دي. باید په دوې اعتبار ونه شي، ځکه چې په کړیو موافقو پښې ږدي او د هر ډول تعهداتو نه عدول کوي.
http://www.voadeewaradio.com/


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more